سریزه:
د اداري، مسلکي او تخنیکي کارکوونکو لپاره، د وخت مدیریت یوه حیاتي مهارت بلل کېږي. دا یوازې د ساعتونو د وېش مسئله نه ده، بلکې د اهدافو، لومړیتوبونو، تمرکز او ذهني انرژۍ د سم تنظیم مهارت دی.
له بدهمرغه، یو لړ عامې تېروتنې شته چې ځوان متخصصین پرې ناآګاهانه اخته وي، او همدا چاره یې د مؤثریت، ابتکار او مسلکي پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي.
پدې تحلیلي لیکنه کې، د وخت د مدیریت شپږ مهمې نیمګړتیاوې تشریح شوي دي چې د اصلاح په صورت کې، کارکوونکي کولای شي خپل ظرفیت په مؤثر ډول تنظیم کړي.
۱. د مهمو او عاجلو دندو ترمنځ د لومړيتوب ناسم تشخیص
د کارونو ناسم ترتیب او بېهدفه بوختیا، له هغو مهمو عواملو څخه دي چې د وخت ارزښت له منځه وړي. ډېر ځوان کارکوونکي د آیزنهاور له ماتریس نه نا خبره وي، چې په کې دندې په لاندې ډول وېشل کېږي:
مهم او عاجل
مهم خو غیرعاجل
عاجل خو غیرمهم
نه مهم او نه عاجل
اداري او ستراتیژیک وړتیا هغه وخت وده کوي چې تمرکز پر “مهم خو غیرعاجل” فعالیتونو وي؛ لکه پلان جوړونه، کیفیتي راپورونه، ظرفیت لوړونه، او د کلیدي شریکانو سره ارتباطات.
۲. د پیچلو او مهمو دندو پر وړاندې دوامداره ځنډ (مسلکي اهمالکاري)
د ادارو یو شمېر فعال کارکوونکي، ظاهراً بوخت وي، خو اصلاً د اصلي مسؤولیتونو پرځای، لږ ارزښتناکو یا اسانه دندو ته لومړیتوب ورکوي. دا حالت چې “ساختماني اهمالکاري” بلل کېږي، د افرادو د وړتیا او اعتماد د کمېدو سبب ګرځي.
سپارښتنه: د “Eat the Frog” تخنیک پلی کړئ؛ یعنې تر ټولو ستونزمنه دنده د ورځې په پيل کې ترسره کړئ، تر څو ذهن مو د فشار له بار څخه خلاص شي.
۳. د شخصي انرژۍ او ذهني تمرکز ناسم تنظیم
د اداري دندو لپاره یوازې فزیکي حضور بسنه نه کوي، بلکې د ذهني تمرکز او فکري وضاحت شتون مهم دی. انرژي د ورځې په اوږدو کې تغییر کوي، نو له دې امله باید تحلیل، پلان، لیکنه او پریکړهسازي د انرژۍ د اوج په وختونو کې ترسره شي.
سپارښتنه: د “Peak–Trough–Recovery” ماډل تطبیق کړئ، او د مؤثرو ساعاتو پر بنسټ د دندو مهالویش تنظیم کړئ.
۴. بېهدفه او غیر مؤثرې ناستې
اداري چاپېریال کې ناسم مدیریت لرونکي ناستې د وخت له مهمو ضایعاتو څخه شمېرل کېږي. د غونډې مؤثریت هغه مهال تضمین کېږي چې:
هدفیې مخکې له مخکې مشخص شوی وي
وختیې محدود او کنټرول شوی وي
د پای په برخه کې د تصمیماتو او اجرايي مسؤلیتونو وضاحت موجود وي
که چیرې پورته شرایط رعایت نه شي، غونډه باید لغوه شي یا بله بدیله حللاره غوره شي.
۵. د اونیزې ارزونې نشتوالی
اداري پرمختګ د دوامداره ارزونې او اصلاح غوښتنه کوي. یو شمېر کارکوونکي، له یوې اونۍ بلې ته د پلان، تحلیل یا بیاکتنې پرته تېرېږي، چې دا کار د زدهکړې او اصلاح فرصتونه له منځه وړي.
سپارښتنه: د اونۍ په پای کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې د شخصي، مسلکي او دندویزو فعالیتونو د ارزونې لپاره ځانګړې کړئ. دا ارزونه باید مستنده وي، او د راتلونکې اونۍ د اصلاح بنسټ پرې کېښودل شي.
۶. د وخت د مدیریت له وسایلو نه استفاده
پداسې حال کې چې ډیجیټلي وسایل، د دندو تنظیم، یادښت او مهالوېش جوړونه آسانه کړې ده، یو شمېر کارکوونکي لا هم هڅه کوي چې مهم معلومات ذهناً یا په کاغذي بڼه وساتي. دا کار د خطا او هیرېدو احتمال زیاتوي.
سپارښتنه: له لاندې وسایلو څخه ګټه واخلئ:
Google Calendar (مهالوېش او غونډې)
Todoist (د دندو فهرست او تعقیب)
Notion (د محتوا، پلان او یادښت مدیریت)
یا یوه معیاري چکلیست
دا وسایل نه یوازې وخت سپموي، بلکې تمرکز، وضاحت او اجرا ته قوت ورکوي.
پایله:
وخت مدیریت یو ستراتیژیک مهارت دی، چې د بریالیتوب، مؤثریت، او رهبرۍ لپاره حیاتي حیثیت لري. پورته ذکر شوې تېروتنې باید د هر ځوان متخصص، اداري مامور، او د منابع بشري د کارکوونکي لهخوا جدي وپېژندل شي، او د اصلاح لپارهیې عملي اقدامات ترسره شي.
سرچينه:
MindTools.com
د وخت د مدیریت ستراتیژۍ کتاب “غونډو کې د مؤثریت اصول “
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.