وینه مه تویوئ

نورمحمد لاهو

152

وینه مه تویوئ !
وینه وینه ده
که د وحشي ځناور هم وي .
ځکه
د وحشي ځناور زړه هم
د هغې مرغۍ په څير دی
چې وزرونه یې باران لاندې رپیږي
وینه مه تویوئ
ځکه د وینو هر یو څاڅکی
لکه درد
لکه تیغ
لکه زهر
د زخمي ځمکې په تږي زخم شیندي تیزابونه
او سینه کې یې د ګلو
هغه تاند او شیرچايی بچی مړ کیږي
چې تل غواړي د آسمان په ژړغوني زړه عاشق شي

وینه مه تویوئ !
وینه مه تویوئ !
جګړه ارواوې او ځنګل سوزوي
که ځنګله باندې اور بل شي توره شپه کې به مرغۍ د چا لمنه کې شینکی خوبونه ویني ؟
مینه وکړئ !
مینه هغه ښایسته خوږه چینه ده
چې د غره بربنډ قامت ته د ریدیو کمیسونه جوړوي

نو وینه مه تویوئ !
وینه وینه ده
که هغه د کوم د ښمن وي
او یا هم د کوم عاشق له زخمي زړه وي څڅیدلې
یا توده وي
او یا چیرته په ځمکې وي په خاورو وچه شوې
بیاهم وینه ده تویول یې ناروا دي
په چړې که هرنوم کیږدئ
خو بیا هم چاړه چاړه ده
او عادت یې ژوبلول دي

چیغې مې د زخم غوندې درد کا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.