د اعدام رسۍ

آصف بهاند

171

هــرې خــوا، لــه هــرچـا کــړېـدلی یـم

دا دی اوس اعـــدام تــه رســېــدلـی یـم

هـېـڅ حالـت صرفـه رابـانـدې ونه‌کـړه

بـــادِ سـبا هـــم پـــر مـــخ وهــلـی یــم

څه وشول او څه وکړل ټوپک پـرمـوږ

خــپــلــو جــنــازو تــه خـنـدېـــدلی یــم

حـال مې د بـدن او د سـر مـه پـوښـتـه

لانــدې بــانــدې یـــودم شــړېـــدلی یـم

ډېـر او ډېـر ساده وم غـوږ مې ونـیـوه

هــرغـږ، هـرې خـولې نه غـولېدلی یم

مـا وې پرمختگ به وي، بدلون به وي

هسـې د بــل ډول تـــه گـــډېـــدلـی یــم

څـوک چې و نـاسم لـه گـوتـو وتي دي

اوس یـــوازې ځـانــتـه قــهــرېـدلی یـم

اغـه ده رسـۍ هـــم رالـه‌غــاړې شـوه

زه د اعــــدام ځـــای کــې درېــدلی یم

۲۰/۱۰/۲۰۲۳

هېدرسلیف

ډنمارک

د لنډیو اصلي منابع خلک دي -پنځه‌لسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.