!جبري چوپتیا – خاموش ظلم 

سرلوڅ مرادزی

201

په هره ټولنه کې د انسان د عزت، ارزښت او ازادۍ تر ټولو مهم اساس د بیان ازادي ده. کله چې څوک خپل فکر، احساس، او اعتراض څرګندولی شي، نو دا د یوه سالم، هوښیار او پرمختللي ملت نښه وي. خو کله چې دا حق ترې واخيستل شي، هغه وخت انسان په ظاهره ژوندی وي، خو له دننه مړ! 

جبري چوپتیا هغه حالت دی چې انسان له وېرې، زور، یا فشار په وړاندې چوپ پاتې شي. دا چوپتیا له دننه زهرجنه ده. دا چوپتیا په دې معنا نه ده چې انسان د ویلو لپاره څه نه لري، بلکې په دې معنا ده چې هغه ته د وینا اجازه نه ده ورکړل شوې. کله چې څوک د غږ پورته کولو حق له لاسه ورکړي، هلته د ظلم بنياد ایښودل شوی دی. 

دا ظلم معمولاً خاموش وي. دلته توپونه، بمونه او محبسونه نه دي کارېدلي، خو اثر يې د هغو له تباهۍ ډېر خطرناک دی. ځکه دا ظلم فکرونه، احساسات او ضميرونه وژني. دا ظلم ټولنه له دننه خاموشوي. خلک پټ ژاړي، زړه کې فرياد کوي، خو د وېرې له امله يې خوله بنده وي! 

په داسې حالاتو کې، ظالم ډېر ارام وي، ځکه څوک یې پر ضد غږ نه پورته کوي. خو دا ارامي دروغ ده، ځکه دا چوپتیا يوه ورځ د غوسې طوفان ته لاره پرانيزي. کله چې د خلکو د چوپ ژوند تر شا غمونه، دردونه، او فريادونه زيات شي، نو دا خاموش ظلم يو مهال د انقلاب، بدلون او بغاوت بڼه نیسي. 

له دې امله، جبري چوپتیا يوازې شخصي درد نه دی، بلکې دا يو ټولنيز جرم دی. دا هغه حالت دی چې ټولنه پکې ورو ورو مري، وجدان پکې سوځي، او فکرونه پکې اسير کېږي. د داسې حالت مخنيوی هغه وخت ممکن دی چې خلک د غږ ارزښت درک کړي، يو بل ته لاس ورکړي او د وېرې دېوالونه وران کړي. 

د انسان غږ یوازې یو غږ هم نه دی؛ بلکې د هغه د فکر، احساس، درک او کرامت استازیتوب کوي. کله چې یو څوک مجبوره شي چې چوپ پاتې شي، دا چوپتیا نوره ساده نه وي — دا یوه ژوره تراژیدي وي! 

 جبري چوپتیا هغه وخت پېښېږي چې انسان ته دا حق نه ورکول کېږي چې خپله خبره وکړي، نظر څرګند کړي؛ یا د خپلې تجربې، درد او خوښۍ اظهار وکړي. دا حالت یوازې غږ نه بندوي، بلکې فکرونه زنداني کوي، احساسات مري، او شخصیت له منځه وړي. 

په داسې حالت کې انسان ورو ورو له خلکو جلا کېږي، خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ځان بېوسه احساسوي. د هغه په زړه کې خبرو ته لیوالتیا نه وي، خو دا د چوپتیا له امله هېچا ته نه ښکاري. دا د رواني فشار، خپګان او یوازیتوب دروازه پرانیزي چې له هغې تېرېدل سخت وي. یو چوپ انسان ښای ظاهراً روغ جوړ ښکاري، خو دننه یو مات شوی زړه لري. 

له ټولنیز پلوه، جبري چوپتیا د ظلم، استبداد، او فساد ساتونکی دی. کله چې خلک د حق ویلو اجازه ونه لري، ناسمې کړنې نه بربنډېږي او ټولنه د ترهې، وېرې او بې‌عدالتۍ ښکار کېږي. دا چوپ خلک نه یوازې ځان ته، بلکې ټولې ټولنې ته د بدلون او اصلاح دروازه بندوي 

زموږ ټولنه هغه وخت بدلېدلی شي، چې غږونه آزاد وي. هر انسان ته دا احساس ورکړل شي« ته مهم یې. ستا خبره ارزښت لريځکه غږونه یوازې خبرې نه دي، دا د انسان د ژوندي پاتې کېدو علامې دي. 

راځۍ د داسې فضا ملاتړ وکړو چې هلته د نظر اظهار جرم نه وي؛ چیرې چې اختلاف دښمني نه، بلکې یو طبیعي حق وي او چیرې چې چوپتیا انتخاب وي، نه جبر!
چوپتیا چې په جبر وي، يو ظلم دی. دا ظلم بايد ونه منل شي. که موږ چوپ پاتې شو، نو د راتلونکو نسلونو راتلونکی به هم چوپ پاتې شي. د غږ کولو حق لکه د ژوند کولو حق، سپېڅلی دی — او دا حق بايد وساتل شي، ولو که قیمت يې قرباني وي! 

سرلوڅ مرادزی 

د «ایراني ژبو» پر ځای د «اریاني ژبو» د اصطلاح اړتیا 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.