اسلام آباد کې د یوې طوایفې سره مرکه
(د ټولنیز تضاد ژور انځور او د ضمیرونو سوداګر)
لیکوال: الهامي بڼه – له بېلابېلو ټولنیزو واقعیتونو الهام اخېستل شوی.
ژباړه: نصيراحمدڅپاند
سریزه:
آیا کله مو سوچ کړی چې یوه ښځه د “بدنامۍ” تر وروستي سرحد، یعنې د طوایفۍ تر کچې څنګه رسېږي؟
همداسې یوه پوښتنه زما د اند ذهن ته لکه ستوری ورغورځېدله. پرېکړه مې وکړه چې د دې پوښتنې د ځواب لپاره له خپل کلي “لیې” نه تر اسلام آباده سفر وکړم. یو زوړ دوست مې هلته د یوې ښځې سره د مرکې لپاره وخت برابر کړی و.
د ښار یوې ګڼه ګوڼې سیمې ته لاړو. له تنګو، تیارو، او خړپوسو کوڅو تېر شوو. تر یوه زاړه کور ودرېدو. دروازه مو وټکوله. دروازه چې خلاصه شوه، یوه مېرمن، ښکلې څېره، خو غمجنې سترګې، او باادبه سلوک سره راڅرګنده شوه؛ سلام یې وکړ، لکه د لکنهو د طوایفانو کلتوري تربیهیافته مېرمن.
دوست مې بېرته ستون شو، زه پاتې شوم. هغې کور ته بوتلم، د ناستې بلنه یې راکړه. پخپله د مقابل صوفې پر سر کېناسته. زه حیران وم، ښکارېده لکه د یوې فلمي صحنې زړه راښکونکې، خو خاموشه څېره.
هغې اوبه راوړې، ویې ویل:
ستاسو دوست راته ویلي، تاسې لیکوال یاست؟
ما په درناوي، خو یو څه فخرناکه لحن کې وویل:
بس، د الفاظو سره مینه لرم، خبرې راټولوم او لیکم.
هغې زما سترګو ته وکتل، یو ژور کش یې له سګریټه واخیست، شونډو نه یې د لوګي کړۍ پورته شوې، ویې ویل:
صاحب! د طوایفې په اړه لیکلو ته دې دومره اوږده لار وهلې؟ له لیې تر اسلام آباده؟
ته نه پوهېږې چې ستا په ښار کې هم هره کوڅه د مجبورۍ دا ډول ښکار لري؟
زه چوپ شوم. هغې ادامه ورکړه، خو دا ځل د ټولنې د حقیقي څېرې سره:
دلته قاضيان عدالت پلوري، خو بدنامه یوازې طوایف ده.
دلته سیاستوال خپل ضمیرونه خرڅوي، خو خلک یې “مشران” ګڼي.
ډاکتران د ژوند پر ځای مرګ سودا کوي، خو هغوی ته “نجاتورکوونکي” ویل کېږي.
پولیس، وکیلان، چارواکي رشوت اخلي، جعلي دوسیې جوړوي، خو څوک یې نه غندي.
دلته وطن ته د وفادارۍ ژمنې کېږي، خو شپه نا شپه پرې د خیانت تورونه لګېږي.
دلته واکمن د قانون پښو لاندې کوي، خو ولس چوپ پاتې دی.
ښوونځي بازار ګرځېدلي، استادان د شاګرد د ژوند معامله کوي… خو بدنامه بیا هم موږ یو،
موږ، چې د مجبوریو قربانیان یو، چې د ژوند د اور لمبو ته نغښتې یو.
زما تندی له خولو ډک شو، خبرې یې لکه باران زما د ضمیر پر بام ورېدې. هغې یوه ټشو راکړه او ویې ویل:
صاحب! ستاسې ټولنه، زموږ وجود ته هم اړتیا لري.
زه حېران وم، خو زړه مې سوالونه کول. ایا دا مېرمن غواړي خپل عمل ته اخلاقي جواز ورکړي؟
خو هغې لا هم خبره پای ته نه وه رسولې:
که موږ دا درندګي مزاجه نارینه ونه سړوو، نو هغوی به د معصومو نجونو عزت هم ونه بخښي.
موږ د ټولنې یوه بدرنګه اړتیا یو، خو دا اړتیا هم له ټولنې زیږېدلې ده، نه له موږه.
زه له سلګونو پوښتنو سره راغلی وم، خو اوس خاموش وم، داسې خاموش لکه د تورتم یو ګوټ.
هغې پاڅه، زما خوا ته راغله، را نږدې شوه، ویې ویل:
صاحب! تا کله لیدلی چې سپی څنګه اوبه څښي؟
زه موسک شوم. “هو” مې ورته وویل. هغې بیا لوګی پورته کړ، ویې ویل:
د دې ښار واکمن، عزتداران، ښاغلي، او مقتدر خلک،
کله چې زموږ کوټو ته راشي، زموږ پښو ته داسې خوله نیسي، لکه سپی چې اوبه څښي!
دا هماغه کسان دي، چې تاسې یې مشران بولئ، نه موږ!
هغې ساعت ته وکتل. ما هم چوپې سترګې پاڅېدم، دروازې ته ور روان شوم.
شاته یې غږ راکړ:
صاحب! که ریښتینی لیکوال یې، یوازې د بدن پلورونکو کیسې مه لیکه.
د ضمیر خرڅوونکو کیسې ولیکه!
هغوی چې د ملت وجدان پلوري، د ایمان سودا کوي، د عدالت قیمت ټاکي.
بیا به ته ته اړتیا نه وي چې له لیې تر اسلام آباده راشې. خپل قلم ته جرأت ورکړه!
زه ووتلم، خو دا مېرمن، دا “بدنامه” طوایفې، راته زموږ ټولنه تر هر سیاستوال، هر لیکوال، او هر قاضی ښه را وپېژندله…
پایله:
دا یوه تمثیلي کیسه ده، خو د ټولنې د تلپاتې تضادونو ژور انځور وړاندې کوي. دا د طوایفې مدح نه، بلکې د هغې ټولنې غندنه ده چې هلته د ضمیر پلور، دروغ، فساد، او ریا پر وړاندې څوک غږ نه پورته کوي، خو یوازې یوه مجبوره ښځه د ټولنیز قضاوت قرباني کېږي.
موږ باید خپل قضاوتونه، معیارونه، او ارزښتونه بیا وڅېړو. دا لیکنه، د “اخلاقو د سوداګرۍ” پر ضد، یو خاموش خو ژور فریاد دی.
ماخذ / الهام:
ګرانو.لوستونکو داچه کيسه الهامي بڼه لري، خو په موضوعي او فکري لحاظ د اردو ادبیاتو له یو مشهور ټولنیز تمثیل څخه الهام اخیستی، چې د “ضمیر فروش طوایف” تر عنوان لاندې په اردو ژبه خپره شوې.
#ژباړن:#نصيراحمدڅپاند
د وخت د مدیریت ۶ عامې تېروتنې چې د ځوانو متخصصینو د پرمختګ مخه نیسي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.