لنډه کیسه: د خوښۍ راز

ژباړن: محمدولی رښتین

180

لمر تازه څرک وهلی ؤ. د ونو سیوري څو چنده د ځانه لوی ښکاریده. مرغانو خپله خوښي په نغمو کې وړاندې کول.
یو کارغه له نورو جدا د یوې لویې ونې په څانګه منګولې ټینګي کړې وي، کله چې یې طبعت ته وکتل ټولو نباتاتو سهارني لمر ته نچا کوله او سهارني شمال ته یې خپل وجود سپارلی ؤ. دا هر څه یې بابیزه وګڼل او د کلي په لور روان شو يو ښکلی کلی چې د سمندر په غاړه ؤ ورسید.
د سمندر په غیږه کې یې یوه سپینه قازه(یو ډول سپین مارغه چې اوږده غاړه لري او په اوبو کې کیښني) ولیده، چې یو وار په اوبو کې ورکه شي او بیا بیرته را ښکاره شي، بیا له لکه جیټ تیاره يو دم اوبو ته ور ښکته شي او بیا پورته شي. او نادره خو لا دا ورته ښکاره شوه چې انسانان هم ورته ګوري او له لامبا څخه خوند اخلي. کارغه هم زړه وکړل، چې ور نیږدې شي او د نورو غوندې یې له نیږدې تماشه وکړي. خو هلته انسانانو  پرينښود. له هغه ځای ناهلی والوت او په بله څانګه کښینوست . هلته یې هم د ناست ځای ونه موند او ډیر ژر وراباندې د کاڼو ګزارونه وشول. ناهیلی له هغه ځای روان شو. له ځانه یې نفرت یو پر دوه شو، له ځان سره یې وویل، ای کاشکي چې د قازه په څیر مې سپین او ځلیدونکي وجود لرلای!
څومره به ښه وای چې انسانانو زه ستایلی وای او زما له حرکتونو نه یې خوند اخیستی وای، خو دا خلک زما له تور وجود څخه نفرت لري او همدارنګه زه لکه يتیم د هیچا نه خوښیږم. هغه خو لا پریږده چې خوښ یې نه یم هیچیرته مې په قرار پریږدي نه. دا لومړی ځل هم نه دي زه چې کله کلي ته راشم خلک رانه نفرت کوي او نه مې پریږدي.
نور خو له دې بې خوند ژوند نه ستړی یم.
په ځنګله کې مې هم خوښي ونه لیده او دلته هم.
اخیر ولې دا خلک له ما نه نفرت کوي؟
زما څیره توره ده؟
که دوي له ما ډاریږي؟
او که زه ناپاکه یم؟ ولې ولې ولې…؟
کارغه په داسې فکرونو کې شو او یو ځل بیا یې د ځنکله په لور مخه کړه، په ځنګله کې یې د مرغانو اوازونو ته هیڅ  غوږ نه ؤ خفه په یو څانګه کیښنوست.
په دې وخت کې یو زوړ کارغه دده تر څنګ کیښناستل او د خفه کیدو علت یې ترې وپوښتل.
ځوان کارغه وویل، زه مې له خپل تور وجود نه نفرت کوم، ځکه چې خلک ما ته بدرنګه وايي. او له ما څخه مخ اړوي.
زوړ کارغه وویل: غواړي چې د کوم مرغه په شان ژوند ولري؟
ځوان کارغه وویل: کاش چې زه قازه وای! یا مې هغسې ژوند وای!
زوړ کارغه وویل: ته دا جادوي ځنګل وګوره، چې د هر حیوان د خوښي ځای دی. دا بیلابیل مرغان او حیوانات دلته په خوښۍ سره ژوند کوي او بله دا چې زموږ او تاسو کور هم دا ځنګل دي، خو ځه سمه ده. ته ورشه د هغې قازې پوښتنه وکړه، چې څنګه ژوند لري؟
خوښه ده که نا خوښه؟
ځوان کارغه والوت. قازه یې پیدا کړه او ترې ویې پوښتل:
ګرانې قازې تاته چې خدای ج دا ښکلي سپینه څیره  درکړي او د انسانانو دا قسم مینه چې له تا سره یې کوي. زما په فکر خو دې ژوند ښه دی، خو آیا ته راته ویلای شي چې څنګه ژوند لري؟
قازي سر ښکته وځړول په خواشنۍ سره یې وویل: مننه چې زما پوښتنه دې وکړه. زه سپینه ښکلي څیره لرم،خو خوشحاله نه یم، ځکه چې انسانانو زه بندي کړې یم، ما نه پریږدې چې ستاسو په څیر ازاد ژوند وکړم او بله دا چې کله زه زړه شم خلک مې ژوند رانه اخلي او د دوي خوراکه ګرځم. کاشکي چې ستاسو په څیر وای!
کارغه ټکان وخوړل او پوښتنه یې ترې وکړه، نو څوک به خوښ ژوند لري؟
ما خو ویل چې ستا ژوند به ښکلی وي.
قازې وویل: زما په فکر طوطي به خوښ ژوند لري، ځکه چې هغه زما په څیر له یوه رنګه نه ده جوړ، بلکې هغه لکه شنه او زرغونه له څو رنګونو جوړ دی او خلک د هغه غوښه هم نه خوري.
کارغه د طوطي په فکر کې شو په هوا کې یې وزرونه ورپول یو څه الوتا وروسته د خړ کور په دیوال کیښنوست. ونه ته ځیر شو خاښونه یې د ځنکلې ونو غوندې نه ؤ بلکې چت چت جوړ ؤ د ونو په منځ کې یې قفس ولید مرغه یې په منځ کې بندي دی، له ځانه سره یې وویل: طوطي خو ځنګلي حیوان دي خلکو ولې بندي کړی دی.
هلته ورغي، طوطي! څومره رنګین وجود لري او غږ دي هم ښکلی دی. زه خو وایم چې تر تا به خوښ مرغه به په دنیا کې نه وي. ایا ته په رښتیا خوشحاله یې؟
طوطي کارغه وکتل ورته یې وویل: زما څیره رښتیا چې ښکلي ده، خو کاش ستا په شان توره څیره مې لرلای، اوس به ازاد ګرځیدم. زما څیره ښایسته ده، ځکه انسانانو بندې کړی یم.
ټول ژوند مې په دا نیم متر قفس کې دی. شکر کاږه چې طوطي نه یې!
کارغه په تعجب کې شو له ځان سره وویل: انسانانو زندانونه لیدلی دی بیا هم عبرت نه اخلي، بې انتها ظالمان دي!
کارغه وویل: ګرانه طوطي ستا په فکر کوم مرغه به خوشحاله ژوند لري؟
طوطي وویل: طاووس مرغه خوښ ژوند لري، ځکه چې هغه تر ما په  ازاد ډول ژوند کوي. ښکلي څیره لري. خلک یې د لیدو ارمان لري او همدارنګه بڼکي  یې روح اراموي.کارغه د ژوبڼ په لور وزرې ورپولي. په ژوبڼ کې ډول ډول ژوي ول طاووس مرغه یې پیدا کړل.
پوښتنه یې ترې وکړه؟
ګرانه طاووسه! ستا غوندې ښکلي او حیرانونکې څیره په ټوله نړۍ کې نشته.
زه فکر کوم چې ته به د نړۍ خوشحال ترین مرغه یې؟
طاووس وویل: زه رښتیا حیرانونکی څیره لرم ، خو زما په ژوند کې خوښې نشته، ځکه چې په ما پسې خپل ښایست اور دی. خلک ما نه خوښي زما بڼکې خوښوي. بڼکې رانه باسي په ژوند رانه د بدن غوښي بیلوي.
کاش چې ما هم ستا په شان خپلواک ژوند لرلای. ته کولای شي هر ځای ته ولاړ شي . نه څوک در باندې کار لري او نه دې بڼکې شکوي. ته بختور مرغه یې بختور!
کارغه زیات حیران شو. د خپلې ازادۍ په اهمیت وپوهیده او فکرونو کې د زاړه کارغه خواته روان شو.
ړوز کاره یې د ونې په څانګه کې ولید، په حیرانتیا یې ورته وویل:
موږ خوښ ژوند لرو!
موږ باید شکرګزار شو!
موږ باید له دې طبعته خوند واخلو!
او بیا یې ورته د قازې، طوطي او طاووس کیسې یادي کړي او په اخیر کې یې ورته وویل: هیچکله به ځان له نورو سره نه پرتله کوو او نه به ځان ناخوښه ښیو. د خوښۍ راز په دې کې دی، چې د ژوند له کړاوونو سره مخامخ مباریزه وکړو او له هیچا سره خپل ښکلي ژوند مقایسه نه کړو او بس.
پای

دینداري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.