د اسراییلو اتومي کړنلار  یوه تاریخي او ستراتیژیک ځغلنده کتنه 

سرلوڅ مرادزی 

194

د اسراییلو اتومي کړنلار 

یوه تاریخي او ستراتیژیک ځغلنده کتنه 

اسراییل د نړۍ له هغو محدودو هیوادونو څخه دی چې یوه پیاوړې اتومي کړنلار لري، خو تر ننه یې نه دا کړنلار په رسمي توګه افشا کړی او نه یې د اتومي وسلو لرل تایید کړي. دا تګلار چې «ستراتېژیک ابهام» بلل کېږي، د اسراییلو د بقاء، بازدارندګۍ او سیمه ‌ییز تفوق یوه حیاتي برخه ده. په دغه لیکنه کې د اسراییلو د اتومي پروګرام تاریخي رېښو، تخنیکي تاسیساتو، وسلو او نړیوال غبرګون ته کتنه شوې. 

لومړی ــ تاریخي شالید 

د اسراییلو اتومي پروګرام په ۱۹۵۰مو کلونو کې د لومړي وزیراعظم David Ben-Gurion تر مشرتابه لاندې پیل شو. د فرانسې او اسراییلو ترمنځ پټې همکارۍ د دې پروګرام بنسټ کېښود.    Dimona  ری‌اکټر د Negev دښتې ته نږدې د پلوتونیم د تولید لپاره جوړ شو. 

دوهم ــ د اسراییلو اتومي وسلې 

اټکل کېږي چې اسراییل له ۸۰ تر ۴۰۰ پورې اتومي وسلې لري چې د Jericho لړۍ د توغندیو، جنګي الوتکو او Dolphin-class  اوبتلونو له لارې یې لیږد امکان لري. 

دریم ــ د وسلو ډولونه 

ــ د – Implosion-type Bomb د پلوتونیم پر بنسټ 

ــ د – Hydrogen Bomb  دوه پړاویز، Fusion-based، د ستراتیژیک اهدافو لپاره. 

ــ د – Neutron Bomb  وړانګې زیاتوي، انفجار کموي، ښاري جګړو کې 

ــ د – Dirty Bomb رادیواکټیف مواد خپروي، د وېرې لپاره. 

استخباراتي راپورونه ښۍ چې اسراییل له ۸۰ تر ۴۰۰ پورې اتومي وسلې لري. 

دا وسلې د توغندیو، الوتکو او اوبتلونو له لارې لیږدېدلی شي. 

څلورم ــ د انتقال وسایل 

Jericho  توغندي، د اتومي سرګولیو د انتقال لپاره جوړ شوي: 

  • Jericho 1تر ۵۰۰ کیلو متره پورې 
  • Jericho 2تر ۳۵۰۰کیلومتره پورې 
  • Jericho 3تر ۶۵۰۰ کیلومتره پورې 

جنګي الوتکې لکه F-15 او F-16 او Dolphin-class  اوبتلونه هم د انتقال لپاره کارول کېږي. 

پنځم ــ ستراتیژي او Deterrence 

– Deterrence اسراییل خپلې اتومي وسلې د نورو د برید مخنیوی بولي
– Second-Strike  د غچ اخیستنې وړتیا.
– Strategic Ambiguity  د نه تایید او نه انکار پالیسي
– Samson Option  که اسراییل له منځه ځي چې دښمن هم له منځه یوسي. 

د Vanunu قضیه: 

Mordechai Vanunu، چې په Dimona ری اکټور کې تخنیکي کارکوونکی وو، د اسراییلو د اتومي وسلو رازونه یې په ۱۹۸۶ کال کې Sunday Times  ته افشا کړل. نوموړي څرګنده کړه چې اسراییل نه یوازې اتومي بمونه لري، بلکې Neutron Bombs هم لري. 

هغه په ایټالیا کې د موساد ( د اسراییلو جاسوسي سازمان) لخوا ونیول شو او ۱۸ کاله يې بندي کړچې ۱۱ کلونه يې په انفرادي توقیف خانه کې تېر کړل. 

نړیوال غبرګون 

ــ عربي هیوادونه د اسراییلو اتومي وسلې ځانته یو ګواښ ګڼي.
ــ ایران د اسراییلو اتومي پروګرام، د خپل اتومي پروګرام لپاره یوه توجیه بولي 

ــ امریکا د دې پروګرام پټ ملاتړ کوي.
ــ ملګري ملتونه د منځني ختیځ د بې‌اتومه کولو هڅې کوي. 

پایله 

 د اسراییلو اتومي پروګرام یو تر ټولو پټ، خو د پرمختللو پوځي پروګرامونو څخه دی. که څه هم اسراییل دا نه تاییدوي، خو شواهد ښۍ چې نه یوازې اتومي وسلې لري، بلکې د کارونې لپاره يي ستراتیژیک پلانونه هم لري. 

یادوونه: 

په ځینو برخو کې د انټر نیټ له زیرمو ګټه اخیستل شوې. 

د ۲۰۲۵ کال د جون ۲۳ مه 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.