Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د چین را ښکاریدنه به سوله ییزه وي که نه- د حسین هوشمند / ژباړه: ش، حصین

0 872

China flag

جیمز میر شایمرد (آر- وندل هریسن) د موسسې د سیاسي علومو دبرخې دوتلي استاد او د شیکاګو په پوهنتون کې د نړیوالو سیاستونو د تګ لارې مدیرڅیړنه.

په کال ۱۹۸۹ کې دسړې جګړې په پای ته رسیدو او دشورو اتحاد له را لویدو نه دوه کاله وروسته ، متحده ایالات دنړۍ يه یواځني ستر قدرت واووښتل. ډیروڅیړونکوویلي چې :په نړۍ کې دا لومړی ځل دی چې موږ په یوه قطبي نړۍ کې ژوند کوو.په بله ژبه  متحده ایالات په نړیوال سیستم کې یواځنی ځواک پاتې شو.یواځې یو زبر ځواک شتون لري.خو که څوک زما په شان په دې موضوع باورولري چې چین اوروسیه سترقدرتونه دي ، خو تر اوسه له متحده ایالاتو څخه کمزوري دي، او په دې موقعیت کې  نه دي چې وکولی شي هغه (متحده ایالات ،پښتوته را اړونکی)را ایسار کړي ، نو کولی شو په دې برخه کې خبرې وکړو.

د هغو تعاملاتو له مخې چې له ۱۹۸۹ کال نه دمخه دسترو قدرتونو ترمنځ ېې شتون درلود او دنړیوال سیاست اوچته ځانګړنه وه «اوس» هغه حالت نه دی. په هغو کلونو کې تل دوه یا څو قدرتونه یو له بل سره په سیالی اخته وو. د دغه ټکي درابرسیره کیدو په خاطر، کولی شو له سړې جګړې را وروسته نړۍ ته وګورو چې د شلمې پیړۍ له ۹۰ کلونو سره په تضاد کې ولاړه ده.یعنې هغه وخت چې متحده ایالات د ویلیم ددوري له المان،دجاپان له امپراطورۍ، نازي المان او شوروي سره مخ وو.هغه وخت متحده ایالاتو په دوو جګړو کې برخه اخیستې وه او دنړۍ په کچه ېې له شوروي اتحاد سره سخته سیالي درلوده.

له ۱۹۸۹ کال نه وروسته دمتحده ایالاتو سیاستوال له خپلونړیوالو  سیالانو سره دمقابلې په برخه کې په تشویش کې وو. په دې توګه متحده ایالاتو له هغه وخته دخپلو سیالانوله ( ممکنو) اقداماتو پرته له وړو قدرتونو سره د جګړې لاره ونیوه. په واقعیت کې هغوی (متحده ایالاتو) د سړې جګړې له وخته شپږو جګړو ته مخه کړه.دعراق جګړه ۱۹۹۱،بوسني ۱۹۹۲،افغانستان  ۲۰۰۱بیا تر اوسه بیا عراق۲۰۰۳-۲۰۱۱او لیبي ۲۰۱۱. همدا شان دسپتمبر له ۱۱ څخه په ټوله نړۍ کې له تروریزم سره جګړه. د تعجب وړ نه ده چې د شوروي اتحاد له لویدو وروسته څوک د زبر ځواک د سیاستونو دارزونې په لټه کې نه شول.

لیدل کیږي چې دچین را ښکاریدل دغه شرایط اړوي.په هرصورت دغه څه دنړیوال نظم داړونې طرحه غواړي.که دچین اقتصاد په څو لسیزو کې همدا شان خپلې ودې ته دوام ورکړي ، متحده ایالات به یو ځل بیا له یوه نړیوال باالقوه سیال سره مخ شي او نړیوال سیاست به یو ځل بیا را وګرځي. خو پوښتنه داده چې آیا د چین اقتصاد کولی شي  چې همدا شان خپلې ودې ته دوام ورکړي یا به منځنۍ وده ولري . البته دودې همدا کچه هم دپام وړ ده . په دې هکله ډیر څه شته اوسخته ده چې پوه شو چې کوم څه سم دي. خو هغه کسان چې دچین په هکله سخت ډیر ټینګار کوې ستونزه منه ده چې ومنو چې دوی دې پرحق وي.په ډاډمنه توګه ویلی شو چې  داپه یویشتمه پیړۍ کې دجیو پولیتیک ډیره اوچته پراختیا ده او چین په ډیر ستر ځواک بدلوي.هغه پوښتنه چې د ډیرو سیاستوالو او د نړیوالو سیاستونو دزدکوونکوپه ‌ذهن کې ځای لري هغه داده چې  آیا دچین را پاڅیدنه به سوله ییزه وي که نه؟ د آسیا دراتلونکې اټکل، د نړیوال سیاست یوې تئوري ته اړ تیا لري تر څو وښيي چې ستر قدرتونه څنګه را پیداکیږي  او د نړۍ نور هیوادونه له هغو سره څنګه چلند کوي. موږ باید په نظریو ډډه ولګووځکه دراتلونکې ډبره برخه نا پیژندل شوې پآتې ده او موږ دراتلونکې په هکله په لږو حقایقوپوهیږو. «توماس هابز»دغې مسئلې ته ښه ګوته نیسي: «اوس (نن) ، یواځې په طبیعیت کې شتون لري، تیر یواځې په ذهن کې ځای لري،خو هغه څه چې په پام کې دي چې ر اشي هیڅکله ېې هم شتون نه  درلود» نو موږ باید له نظریو ګټه واخلو تر څو وګورو چې په نړیوالو سیاستونو کې څه را پیښیږي.

یرغلیز ریالیزم د چین درا ښکاریدنې لر لید راښيي. زما استدلال دادی چې که چین همدا شان خپلې ودې ته دوام ورکړي ، آسیا به همغه شان چې متحده ایالات لویدیځه نیمه نړۍ تر واک لاندې لري، دچین په انحصار کې ولویږي . د چین ډیر ګاونډیان له هغوی نه هند، جاپان، سنګاپور، سهیلي کوریا روسیه او ویتنام به د چین د قدرت د مخنیوي په خاطر د متحده ایالاتو په څنګ کې ودریږي . ددې کار پایله دجګړې په پوتانسیل دامنیتي اقداماتوسیالي ده.په همدې دلیل به ښايي په لنډه موده کې دچین را پاڅیدنه آرامه نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply