هغه خواړه چې مغز قوي کوي

0 1,441

د ډاکترانو په وینا، د روغتيا په حال کې چې د وينې دوران سم وي، نو جسم د هغو په مټ خواړه دماغ ته په سمه توګه رسوي او دماغ هم د خپلې خوښې خواړه ټولوي، خو چې د وينې دوران سم نه وي، نو خواړه هم ورته سم نه رسېږي.
د وینې د جریان په کمېدو او یا د خوړو په نه رسېدو سره هغه ځواک لږېږي، چې د اړتیا پرمهال دماغ ته وینه رسوي، نو په همدې اساس د غذا سیستم ته پاملرنه جدي ده.
په خوراک کې له کمي او زیاتي څخه لومړی په وينه کې لږوالی او زیاتوالی راځي، بيا جسم کمزوری کېږي، چې په دماغو هم خپل اغېز ښندي.
اوس سوال دادی چې د دماغي کمزورۍ علاج څنګه کېږي؟ په ياد مو وي چې په دغه حالت کې تر درملو خواړۀ ډېر ګټور دي. درمل پخپل ځای، خو د خوړو ګټه له نظره مه غورځوئ.
د ساینسپوهانو په وینا، فاسفورس د دماغي پیاوړتیا لپاره ډېر اړین دی، نو په غذایي مهالوېش کې داسې خوراکونه ځای کړئ، چې فاسفورس ولري. ډاکتران د بېلګې په توګه د ماهي غوښه یادوي، چې ښه پریمانه “فاسفوريک اسيډ” لري. همدا ډول هګۍ، د چرګې غوښه، شیدې، کوچ او په ځانګړې توګه بادام هم ډېر ګټور دي. چڼه، مټر، مغزيانې (کشمش، پسته، جوز یا غوز ) هم د دماغ لپاره ډېرې ښې غذاوې دي.
هغوی چې دماغي کار کوي، یعنې تر فزیکي زیات یې مغز ستړی کېږي، نو په غذایي مهالوېش کې دې په غوښو تکیه نه کوي، ځکه درنې غذاوې دي او هغوی چې ځای پر ځای ناست وي، باید سپکې غذاوې وخوري، چې ژر یې هضم کړای شي، دغه شان غذاوې یې دماغي قوت زیاتوي.
غنم ګټور دي، خو که جوار او نخود ورسره استعمال شي ګټه به یې څو چنده شي، مګر تر دې ډېر ګټور شی چې له پامه غورځول شوی، اوربشې دي. د اوربشو اوړۀ د ټولو شيانو د سر تاج بلل کېږي. بې خرته غذايي مواد، فاسفورس، غوړزګي او نور ځواکمن اجزا لري. له اور بشو سره چي شیدې ګډې شي او څکل شي، نو تر دې به د مغز لپاره قوي او مناسب درمل نه وي. په میوو کې بیا مڼې، آم او انګور له یاده مه وباسئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply