د تهران استازي په واشنګټن کې.. او ((لویه چاڼه وهنه))/ ژباړه : عبدالرحمن فرقانی

0 1,033

په شرق الاوسط ورځپاڼه / د حسين عبد الحسين

ژباړه : عبدالرحمن فرقانی

 

ایران په کال ۲۰۰۳ د عراق تر جګړې وروسته وړاندیز کړه .. او متحده ایالاتو رد کړه.

د هغه انځور  په خلاف  چې د ایران نظام هڅه کوي، د خپل ځان او  خپلو دریځونو په اړه یې وړاندې کړي، په امریکا باندې د مرګ ویلو شعار (مرګ بر امریکا) تر شعار هاخوا کومه عملي جنبه نه لري. په حقیقت کې ایران د ایدیالوژیک سیاست څخه لېرې، هغه عملیاتي سیاست خپلوي،  چې موخه ترې د واشنګټن سره  اتحاد او ملګرتیا ده، تر څو ایران وکولای شي، چې پر منځني ختیځ باندې د برلاسۍ اعتراف او د نوموړې سیمې د اداره کولو تفویض تر لاسه کړي، او بیا دا په داسې حال کې چې د بهرني سیاست څخه  پر امریکایي ولسي احساس باندې ستوماني واکمنه شوې ده.

او د دې لپاره چې  تهران ایدیالوژیکه نه بلکې واقعی بڼه ولري، د نهمې لسیزې له نیمایی څخه یې د فشار پر ډلګۍ چې د امریکا د پلازمینې په د ننه کې د” لابي” په نامه پيژندل کېږي، د تهران په لګښت او په نیویارک کې د  ملګرو ملتونو سره د ایران د دایمی استازۍ تر مخامخ اشراف  لاندې کار پیل کړ.  ایران د نوموړي “لابي” په رامنځته کولو کې بریا و موندله، کومه چې ايراني چارواکي  او په سر کې یې سویدی الاصله ایرانی چې د زردشت په مذهب دی ، او په واشنګټن کې هستوګن دی، یې پر پایلو او د اسراییل “لابي ” ته پر شکست ویاړي.

په واشنګټن کې زما دفتر ته د یوه مشهور بنسټ  « ودرو ویلسون»  (ایران په راتلونکو پنځو کلونو کې.. بدلون او که نه بدلون) تر سر لیک لاندې په یوه غونډه کې د ګډون په موخه یو بلنلیک را رسېدلی ؤ،  د ایران موضوع توده وه، او عموماًدغه راز غونډو ډېر امریکایی چارواکي، کارپوهان  او رسنی راګښولې.

بلنلیک مې پرانیست، ګورم چې یو د ویناولو څخه پیژنم، و هغه یوه امریکایی ژورنالسته ده،  چې د منځني ختیځ  په اړه یو څه پر ځای لیکنې کوي،  خو نور پاتې ویناوال امریکایان نه وو،  چې زه اړ شوم تر څو یې د پیژندنې په هکله پلټنه وکړم، یو ایرانی دی، نوم یې ” بیجان خاجیهپور “دی او هغه یوه استشاري کمپنۍ اداره کوي، كېداي شي ناستځای یې “اوتریش”وي، خو زه یې له یوې مودې څخه را پدیخوا نوم د هغو وینا والو په نوم لړ کې کې وینم، کوم چې دلته په امریکایی پلازمینه کې د ایران په اړه دایرېږي. او بیا مې په ځغلنده پلټنه سره  وموندل چې د «آتية إنترناشونال»، په نامه استشاري کمپنۍ په تهران کې ده او د انترنیت په نړیوال جال کې ځان د ایران په بازار کې بهرنیو کمپنیو ته د پانګې اچونې لپاره د سلاو په وړاندې کولو کې یوه متخصصه موسسه معرفی کوي.

دوهم ویناوال یو فرانسوي څیړونکی دی، نوم یې  “بيرنارد هوركارد “دی، د پلټنې په موخه د نوموړي له یوې مرکې سره مخ شوم چې  «يورونيوز» تلویزوني چنل سره یې تر سره کړې ده، وپکې وايي:” د څلور ډېرش کلونو راهیسې موږ وایو: چې د ایران اسلامي جمهوریت نږدې دی چې را وپرزېږي، خو هغه تر اوسه شته دی، او هغه په منځني ختیځ کې د یوه حکومت په څېر یو با ثباته نظام دی، او موږ دا د عربي پسرلي څخه وروسته ښه لېدلی شو،  چې کېدای شي پرمختګ وکړي.” بیا “بيرنارد هوركارد” بلنه کوي، تر څو ایران  ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړل شي، او یوه داسې اتفاق ته بلنه کوي، چې پر ایران باندې بندیزونه پورته شي، او د لوېدیځ او په تېره بیا د امریکا سره یې اړیکې ټینګې شي.

درېیم ویناوال یو ایټالوی “روبرتو توسكانو “دی، چې د کال ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۸ پورې په ایران کې د خپل هېواد سفیر پاتې شوی، د «هفنغتون بوست» سره په یوه مرکه کې یې د ایران شعار « مرګ بر امریکا » بې ارزښته ګڼلی، او لیکلي یې دي، چې امریکا ته ښه دا ده،  چې د ایران د نظام د دښمنۍ لهجې ته پام لرنه ونه کړي، او په خپله سوله ییزه پروسه کې مخ پروړاندې ولاړ شي، ځکه چې بل یوازنی بدیل جګړه ده، او په هغه صورت کې به د ایران د مشرتابه تر شا ټول ایرانیان په متحد شکل را ټول شي، او د امریکا پر ضد شعار «  مرګ بر امریکا »به یې معنا پيدا کړي!.

او په پای کې “روبرتو توسكانو ” وايي: کله چې امریکایی ایرانیان خصوصاً « د امریکایی ایرانیانو قومی مجلس» وایی: چې ایران مه ولئ! دا خبره دوی د دې لپاره نه کوي، چې دوی د ایران د نظام سره خواخوږی لري، بلکی د دې لپاره یې کوي، چې دوی په دې پوهېږي، چې دغه راز چلند د ایران ولس د نظام تر شاه دروي، نو اجازه راکړئ، چې په ډاګه کړم،  چې د امریکا څخه د ایرانیانو د کرکې انځور غولونکی او دروغجن انځور دی.

خو د غونډې چلونکې څرنګه چې په بلنلیک کې څرګنده شوې ده،  ایراني الاصله امریکایۍ”هالة اصفندياري” ده، نوموړې په انستیتوت کې د منځني ختیځ مدیره ده، او نظام هغه په کال ۲۰۰۷ کې د څلورو میاشتو لپاره په افیین کې زنداني کړې وه او بیا یې آزاده کړه، او د هغه مهال څخه اصفندیاري د ایران سره د امریکا  پخلاینه او د تهران څخه د بندیزونو د پورته کولو په اړتیا ټینګار کوي او ایران ته باید اجازه ورکړل شي، تر څوپه خپله اتمي برنامه کې مخ پر وړاندي ولاړ شي ، او له دې کبله اصفندیاره په هغه انستیتوت کې غوندې رابولي، چې هغه یې مدیریت کوي، او د بندیزونو د پورته کولو لپاره غوښتنلیکونو لاسلیک کوي.

راتلونکی بدلون

نو پرته له دې چې د ایران په اړه غوندې ته ولاړ شم د بهیر اټکل یې له وړاندې کولای شم، د ایرانیانو یوه ډله، چې ځینو یې امریکايي او اوروپايي تابعیت تر لاسه کړي، د ایران سره د اړیکو د غزولو ملاتړي، د دو ساعتونو لپاره د راتلونکي بدلون په اړه په داسې حال کې خبرې کوي، چې حسن روحاني ولسمشرټاکل شوی او موکه په لاس راغلې تر څو ترې ګټه پورته شي. او همدا راز خبرداری ورکوي،  پدې دلیل چې  د ایران سره نه اتفاق یعني جګړه، او جګړه هغه کلیمه ده، چې امریکایان حاضر نه دي،  چې د عراق او افغانستان تر جګړې وروسته ورته غاړه کېږدي.  له دې مخې که هر څومره  ایران سر تمبه توب وکړي او په خپلو شرطونو ټینګار وکړي،  بیا هم باید د پخلاینې خبرې ورسره بشپړې شي.

داسې ښکاري، چې توکاسو کوم چې د ایران د انځور ښکلا ، د جګړې څخه خبراداری او د ایرانی الاصله امریکایانو د قومي مجلس ستاینه یې پر غاړه اخیستې ده،  خپله مقاله يې د همغه مجلس پر مټ خپره کړې ده، کوم چې سویدي الاصله ایرانی “تريتا پارسي” چې په واشنګټن کې اوسېږي، یې مشري کوي، او په نوموړې انترنیتي پاڼه کې لیکنې کوي.

او “پارسي”  د يوې لسیزې راپدیخوا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریفی ملګری ؤ،   کوم مهال چې نوموړی د ایران د دایمي استازي په توګه په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې دنده درلوده، او د تېرې لسیزې په نیمايي کې، د ایران د نظام یوه مخالف “حسن داعي الإسلام” پارسي د نظام لپاره په کار کولو تورن کړ، او پارسي د خپل سپیناوی لپاره د حسن داعی الاسلام په ضد دعوی پورته کړه او محکمې امر وکړ تر څو د پارسي بریښنالیک پرانستل شي، کله چې بریښنالیک پرانستل شو، وموندل شول چې پارسي د جواد ظریفي سره اړیکې لري، او هغه په کانګرس کې د ځینو غړو اړیکې د ایراني چارواکی سره هماهنګولې.

د امریکايي محکمو اثباتات

د بریښنايي پیغامونو څخه کوم چې پرانیستل شول په ډاګه کېږي،  چې پارسي د ظریف سره د لومړي ځل  لپاره په کال ۲۰۰۶ کې لېدلي وو، او ظریف پارسي ته هغه د «لویې چاڼې وهنې» لاسوند ورکړ، کوم چې ایرانیانو د عراق تر جګړې وروسته په کال ۲۰۰۳ کې  امریکایانو ته وړاندیز کړ او هغوی نوموړی لاسوند رد کړ. او اسناد ښي، چې تهران نوموړی لاسوند په ایران کې د سویس هېواد سفیر ته وسپاره، کوم چې د امریکا مصلحتونه تمثیلوی، او هغه په خپل وار نوموړی لاسوند امریکایانو ته وسپاره. او بیا په وروستیو کېامريكايي”فلينت ليفيريت”او ميرمن يې هم په ډاګه کوي چې دوی هم نوموړی لاسوند تر لاسه کړی او د امریکا ادارې ته یې تسلیم کړی، “فلينت ليفيريت د سوریې د ولسمشر د ژوندانه په اړه د یوه کتاب مولف دی، او د سوریې او ایران د حکومتونو سره ښې اړیکې لري، او د لیکوال لي سمیث سره په یوه مرکه کې وايي: هغه د هغو څو امریکایانو له جملې  څخه دی، چې ایران ته په منظم ډول له ویزې پرته تګ راتګ کوي، او سمیث په دې باور دی،  چې د ایران او امریکا تر منځ د روغې جوړې په حال کې به هغه د مالي اړخه د لومړنیو ګته پورته کونکو  څخه وي، تر دې بریده چې سمیث “فلينت ليفيريت ته په واشنګټن کې د ایران د استازي لقب ورکوي.

او د پارسي په بریښنايي پیغامونو کې  جوتېږي، چې  د نوموړي او جواد ظریفی تر منځ  په کانګرس کې د یوه کنفرانس د دایرېدو لپاره همغږي موجوده وه،  کوم کنفرانس چې  د پارسي  د یوې پروسې ((د ایران سره  مذاکرات )) د پروسې یوه برخه  وه او د نوې امریکا په نامه  د یوې موسسې په مرسته  تدویر او ورسره مل پارسې د هغه لګښت  چې سل زره ډالر اټکل شوي وو ،  په ملګرو ملتونو کې د ایران استازۍ ته لېږلي وو.

د کال ۲۰۱۲ کې محکمې د ” الداعی الاسلام” په ګټه پارسي ۱۸۵ زره ډالره جریمه کړ.

د”كريستيان ساينس مونيتور ” د ورځپانې د معلوماتو پر بنسټ چې د امریکایی فدرالي څېړونکو له اړخه یې خپاره کړي دي، په نیویارک کې د ایران استازۍ نه یوازې په امریکا کې پر ایراني “لابي”  اشراف کوي، بلکې  د هغې موسسې په کارونو یې هم اشراف درلود ، چې د “علوي موسسې” په نامه یادېږي،.

او د “علوي موسسه”  په کال ۱۹۷۳ کې د ایران پادشاه د “پهلوي موسسې ” تر نامه لاندې تاسیس کړې وه،  په کال ۱۹۷۹ کې یې نوم د بیوزلانو  موسسې ته واوښت، او بیا د “علوي موسسې” په نامه وپېژندل شوه،  او په ۲۰۱۲ کې د نیویارک د پولیسو د داسې لاسوندونو او اسنادو څخه پر ده پورته کړه، چې په دې ټینګار کوي، چې د ایران استخبارات په امریکا کې د  ځینو موسسو له لارې خپل فعالیتونه تنظیموي، چې له هغې جملې څخه یوه د “علوي موسسه” ده،  او دا هغه تور دی،  چې نوموړې موسسې یې ردوي او  پخپله ویپاڼه کې جوتوي، چې اساسي دنده یې د اسلامي فرهنګ ، فارسي  ژبې،ادب او تمدن  تشریح کول دي!  او د ویپاڼې په نورو پاڼو کې لېدل کېږي،  چې د موسسې موخه او هدف  شیعه مذهب ته  خدمت کول دي.

نوموړې موسسه د نیویارک په زړه کې یو اسمان څکلکی عمارت لري،  چې  د کرایې څخه زښت زیات  عایدات  تر لاسه کوي او بیا د دغو عایداتو څخه  یې په ټوله  امریکا کې لږ تر لږه دېرش موسسې په پښوږ درولې دي.  او کار پوهان په دې  باور دي، چې ایران له دغو عایداتو څخه هغه اکادمیک لیکوالان چې د ایران په ګټه لیکنې کوي او هغه موسسې چې د ایران د ګټو لپاره څېړنې تر سره کوي،  نازوي.

سره لدې چې  د علوي موسسه  د ایران له نام سره هر راز تړاو ردوي، خو د  څېړنو فدرالی دفتر  بیا په ډاګه کوي، چې  د علوي موسسې رييس “فرشيد جاهدي” په ۲۰۰۸ کې ډېرهغه اسناد له منځه وړي،  چې ثابتوی، چې موسسې  د  خپلو پیسو یوه  برخه د ایران ملي بانک ته ورکړې دي،  او کېدای شي د دغو پیسو یوه برخه د ایران د اتمي پروګرام په تمویل کې هم لګول شوې وي.

او په کال ۲۰۱۰ په نیویارک کې فدرالي محکمې “جاهدي” درې میاشتې  د تحقیقاتو  د ځنډولو  په تور زنداني کړ،  او د موسسې ډېر ې پیسې او املاک  یې  تر نظارت لاندې ونیول ، چې لا تراوسه خپل کار کوي،  خو په وېره.

د ایراني لابي کړنې

په کویټ کې د خلیجي هېوادونو د همکاریو د مجلس نه څو ورځې وړاندې ، په منامه کې  د عربو  او بهرنیو کارپوهانو   د مناقشې کلني  مجلس دایر کړ،  چې د امریکا د دفاع وزیر هم د ګډون په موخه ورغلی ؤ،   د مجلس په لړ کې یې  د خلیجي هېوادونو پر ضد د ایران د هر ډول ګواښ په وړاندې خپل ملاتړ اعلان کړ،  خو د امریکا د دفاع د وزیر  ژمنه  ډېره ژوره نه بلکې  د ډاډ تر بریده  وه،  ځکه چې په عین حال کې امریکا د ایران سره  د پخلاینې پټې  او برلا  خبرې  په لاره اچولې وې،  د هیګل سره  د “أندرو بارازيليتي”  په څېر چې د ال مونیتور د ویپانې مسول مدیر دی، کوم ځای چې څېړونکې “باربرا سلافین”  کار کوي او ایران  ته په منظم ډول  تګ را تګ کوي، او دایران په هکله د “اصفندیاري” په څېر پرګرامونه جوړوي،   او یادو پرګرامونو ته  په واشنګټن کې د ایران د لابي ځینې څېرې د “پارسي “په څېر راغواړي او  د دوی په همکاري داسې څېړنې ترتیبوي، چې دا ثابته کړي، چې گواکې بندیزونه د ایران عامو خلکو ته زیان رسوي او پکار ده،  چې پورته شي،  یوشمېر پخواني او اوسنې کارپوهان او سلاکاران راغلي وو.

او “سلافین” دا په ډاګه لیکي، چې واشنګټن باید خپلې عملي ګټې وپلټي، او دا کار د ریاض پر ځای د تهران سره په اتحاد شونی دی،  په داسې حال کې چې بیا “بارازیلیتی “لیکي: امریکا باید ایران مکلف کړي، تر څو د سورې کشاله  پرته له قید او شرطه هواره کړي،  او کوم ځای چې دا لیکنې خپروي، د  یوه سوری الاصله امریکایی “جمال دانیال”  له لوري تمویلېږي،  کوم چې د پترول له سوداګرۍ څخه یې خپله سرمایه لاس ته راوړي ده،  چې ډېری په دې باور دي،  چې په داسې حال کې چې امریکا بندیزونه پورته کړي، ایران به هغه  د پټرولو په ډېرو  پروژو ونازوي. .. نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply