په اوس کې چین له بل هر وخت څخه ډېر له هر هیواد څخه داقتصاد په ډګر کې برلاسی او حتی سرلاری دی. چین ۱۳۵۰ میلیونه نفوس لري، چې د بیکارۍ کچه هم پکې له ډېرو هیوادونو ټيټه ده. د چین معاصر اقتصاد پوهان وايې: په ګردې نړۍ کې به داسي کور ونه موندل سي چې لږ تر لږه پکې یو چینایې توکی نه وي، چین په تېرو دوو لسیزو کې سوداګرۍ او صنعت کې ډېر پرمختګ ګړی دی.
د انتقالې دورې له پیله افغانستان یو ځل بیا په سوداګریز ډګر کې د نړۍ لویو مارکیټونو ته لار پیداکړه، افغاني سوداګر له چین سره تر بل هر هیواد پراخې سوداګریزې اړیکې لري. شریف الله دوست (سرواني) هم یو افغان سوداګر او پیاوړی لیکوال دی، هغه چین ته د سوداګریزو سفرونو پر مهال د خپلو سوداګریزو بوختیاوو په څنګ کې چینایې ژبه په چینایې ښوونیزو مرکزونو کې
ولوستل، له ۲۰۰۹ز کاله یې د کتاب د لیکلو چارې پیل کړې چې اوس له پای ته رسېدو سره سم چاپ او خپور سو، دغه زده کړه یې پر خپلو هیوادوالو ولوروله، او اوس اوس یې د چینایې ژبې د مینوالو لپاره یوه ډالۍ چمتو کړې چې (چین ته سفر) په نوم یادېږې. دا دهغه کتاب نوم دی چې پکې د چنایې ژبې د اسانې زده کړې لپاره لارې چارې، د چینایې ژبې پښویه، ویې، تلفظ، فونمیکه الفباء او نور دې ته ورته اړین توکي ځای پر ځای سوي. همدارنګه د چین هیواد، نفوسو، ژبې او ژبې تاریخې سیرته هم پکې نغوته سوې. کتاب تر ډېره د ژوند پر لومړنیو چیایې ژبینو اړیتاوو برابر لیکل سوی، چې ورځنۍ چارې انځوروې او راښيې یې، لکه له هوايې ډګره نیولې، تر میلمستونه، له تکیسي تر ملی
بسه، له روغبړه تر سوداګریزو خبرو پکې کره او اسان تلفظ هم ځای پر ځای سوی. د پښتو ژبو ترڅنګ دري ژبې هم کولی سي کتاب ولولي، ځکه ځینې برخي ورته په دري ژبه ځانګړي سوي.
پر کتاب د لیکوال یوې چینایې استادې ( میرمن خه شیو لینګ) تقریظ کښلی، په انګریزې ژبه پرې آغامحمد قریشي سریزه کښلې او خپله لیکوال دوست سروانې هم پرې د (زه وایم) تر سرلیک لاندي لومړنۍ خبرې کښلې. د کتاب پایله حبیب الله ذکي په پښتو کښلې او انګریزۍ ته هم ژباړل سوې ده.
کتاب له سلو په ډېرو مخونو کې په کندهار کې صداقت خپرندویې ټولنې خپور کړی دی. کتاب په هلمند، کندهار، ارزوګان، فراه، کابل، ننګرهار او زابل کې موندل کېږي. ښاغلي دوست ته د کتاب مبارکي وایم، او مینوالو ته یې د زغم او ځېر لوستو غوښتنه کوو.
د چینایې ژبې مینوال کولی سي له لیکوال سره په دې برېښنالیک اوفیسبوک اړیکه ټینګه کړي: sarwani.d@gmail.com
درنښت
آ.م قریشي
د ۲۰۱۴ز کال د فبروۍ ۱۳مه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320