په ژمي کې مو پوستکی څنګه ښکلی وساتو؟
له محور ورځپاڼې څخه په مننې
په یخو شپو او ورځو کې د وجود پوستکی وچېږي، چې وچ پوستکی ستاسو ښکلا ته زیاته صدمه هم رسوي. نن درسره یو شمېر لارې چارې شریکوو، چې په اساس یې کولای شئ تر یو حده د یخنۍ په مقابل کې خپل پوستکی مرطوب وساتئ او تر و تازه واوسئ.
ـ مرطوبونکي صابونونه یا مخ وینځونکي استعمال کړئ:
په ځانګړي ډول که ستاسو پوستکی وچ وي، نو داسې مرطوبونکي صابونونه یا مخ یوینځونکي (فېس واش) استعمال کړئ چې جلد مو ورسره تازه پاتې شي، ځکه یخ جلد وچوي او که پام ورته ونشي په بدرنګئ سربېره به مو په نورو ناروغیو هم مبتلا کړي.
ـ په ډېرو سرو اوبو غسل مه کوئ:
یو شمېر کسان فکر کوي چې په یخ کې په څومره سرو اوبو غسل وشي، هماغومره به ښه وي، اما ډاکتران توصیه کوي چې دا کار مه کوئ. دلیل یې دا ښودل کېږي چې کله تاسو په څومره سرو اوبو غسل وکړئ هماغومره مو د وجود د پوستکي غوړ وچېږي او کمېږي. همدا ډول تر شاور لاندې زیات وخت هم مه پاتې کېږئ. کله مو هم چې پوستکی وچ شو، په مرطوبو کریمونو یې غوړ کړئ.
ـ لمر ضد کریم استعمال کړئ:
فکر مه کوئ چې یوازې په اوړي کې د لمر ضد کریمونو استعمال ته اړتیا ده، په ژمي کې هم ورته اړتیا شته، ځکه د لمر آلترا شعاوې په هر موسم کې د پوستکي لپاره زیان لري. همدا ډول دغه کریمونه پوستکی مرطوب ساتي.
ډاکتران وایي، په ورځ کې باید حد اقل یو ځل دغه کریم استعمال شي، خو که چېرې ډېر لمر ته ګرځئ، نو بیا یې دوه ځله هم کارولی شئ.
ـ د اوبو څکل هېر نه کړئ:
په ژمي کې د یخنۍ له وجې ډېر کسان اوبو څکلو ته زړه نه ښه کوي، خو په عادي ډول باید تاسو په ژمي کې هم د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅکئ. شین چای هم ښه دی د وجود مایعات مو در پوره کوي.
ـ ماهي وخورئ:
په ماهي کې د اومیګا ۳ موادو شته والی ددې سبب کېږي، چې جلد مو یخنۍ خراب نه کړای شي.
ـ شونډو ته مو هم متوجه اوسئ:
یخه هوا مو شونډې هم وچوي. په یخنۍ کې د ژبې ډېر را اېستل ځکه شونډې وچوي، چې اوبه یې جذبوي، ښه به وي چې د شونډو غوړونکي لبسیرینونو او واسلینو څخه استفاده وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320