آيا دا تعصب دی؟/محمود سعید

1 1,325

کلونه کیږي چې په هیواد کې د ځینو ځانګړیو کړیو له لوري د فاشيزم او عصبیت نارې وهل کیږي او هغه کسان چې یوازې د خپلو روا او حقه حقوقو د غوښتلو لپاره مبارزه کوي؛ په همدې نوم ځپل کیږي. په دې لړ کې د ټولو هغو هڅو د مخې ډب کولو کوښښ کیږي چې په یو ډول د پښتو ژبې د ژوندي ساتلو، پیاوړتیا او پرمختګ لپاره سر ته رسیږي. ډیر داسې کسان شته چې کله ورته په خپله ژبه د لیکلو او ویلو وړاندیز کیږي نو سمدلاسه درباندې د متعصب او فاشېست نوم ایږدي او د اسلامي یاداښتونو په نښه کولو دې په کلکه محکوموي. همدا شان کله چې د پښتون د مظلوم، کړیدلي او ځوریدلي ملت لوړتیا، پرمختګ او یووالي لپاره غږ پورته کیږي؛ نو په دې نوم چې باید یوازې د ملي او اسلامي نړیوال یووالي لپاره کار وشي، د دې ډول غږونو د چوپ کولو هڅه کیږي. د همدې ناپاميو او ناخبريو له کبله پښتون په پښتون وژل کیږي، رټل کیږي، اړتونونو ته اچول کیږي، ښوونځی ېې سوځول کیږي، ډاکټر او انجینر ېې وژل کیږي، سړک ئې ورانيږي او په سرونو ئې د فوټبال لوبې کيږي. دا کسان د تعريفونو تر منځ په توپير کې غلط شوي دي. هغه څه چې دوی ئې يادوی ښايي فاشيزم، راسيزم يا اومانيزم وي. نشنليزم يا ملتپالنه له دې مفکورو سره ګډول په لوی لاس استعماري ځواکونو ته خدمت دی او هغوی په هغو لارو چارو ښه پوهيږي چې څه ډول د ملتونو تر منځ د نشنليزم روحيه په دې ډول وځپي او د دې کار لپاره له غښتلو او نوموتو څيرو او ډلو ښه ګټه اخسته کوي. دا د ويښو او احساس لرونکو افغانانو دنده ده چې ولس او خلکو ته د خلاصون او بريا لارې ورپه ګوته کړي. که څه هم زموږ په ټولنه کې د ويښ فکر لرونکي کسان د ګوتو په شمېر دي خو ښايي يو بل ته په لاس ورکولو ستر کارونه تر سره کړای شي. احمدشاه بابا د هند د مسلمان ولس مرستې ته وردانګلي دي خو هيڅکله ئې لومړيتوب نه دی ورکړی لکه خپله چې وايي:

د ډهلي تخت هېرومه چې راياد کړم

زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

نشنليزم دا مانا نلري چې نورو ته په سپکه سترګه وکتل شي. نشنليزم يعني لومړی خپلې ستونزې حل شي او بيا د نورو مرسته د وس تر کچې وشي. تاسې به هم ښايي داسې دعا کوئ چې: خدايه لومړی ما او بيا مې مور او پلار وبښه. نشنليزم او تعصب دوه بېل تعريفونه لري . همدا شان قوم پالنه او ملتپالنه بېل تعريفونه لري. ځينې کسان ئې د خپلو ګټو له مخې يو ډول تعريفوي. ځينې نور بيا د افکارو د اختلاف په لړ کې دا تعريفونه له اسلامي اړخه په شعوري ډول غلط تعبيروي. هيله ده زموږ ويښ ځوانان خلکو ته د دې ويونو رښتينې تعريفونه وړاندې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. ګل رحمان says

    السلام علیکم
    اول مو دا ښکلې پاڼه مبارک شه
    ډیر خوشاله شوم
    او بل دا چې دا لیکنه ډیره ښایسته وه ، منطقي وه ډیره مې خوښه شوه هیله ده تل همداسې پّ حقایقو ولاړې لیکنې وکړۍ چې د پښتنو غوږونه یو څه خلاص شي.
    محمود سعید صیب یو ځل بیا مننه
    ګل رحمان له جرمني څخه

Leave A Reply