Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (لومړۍ برخه)/عبدالغفار جُبیر

0 1,032

کحل (رانجه) و څه شي ته وايي؟
و رانجو ته په عربي ژبه کي (کحل) وايي، کحل ډېر میده شي ته ویل کیږي، داچي رانجه هم ډېر میده کیږي نو ځکه ورته کحل وايي، په فارسي ژبه کي ورته (سرمه) وايي، او په جنوبي آسیا کي ورته (کجل) وايي، په روسي ژبه کي هم ورته (سرماсурьма) وايي، په لویدځه افریقا کي ورته (توزالي یا کوالي)  وايي، دغه رانجه د میلاد څخه ۳۰۰۰- ۵۰۰۰ مخکي استعمالېدل، په چین، مصر او هندوستان کي د رانجو استعمال له ډېره وخته راهیسي دوام لري. هغه ډبره چي رانجه په عمومي ډول ورڅخه جوړیږي و هغې ډبرې ته (حجر الکحل) وايي.
المعجم الوسیط:
کحل و شفاء ته وايي، او هر هغه شی چي و سترګو ته د شفاء په ډول سره ور اچول کیږي هغه ته کحل وايي.
المنجد:
کحل و هغې ډبرې ته وايي چي رانجه ورڅخه جوړیږي، د ډېر په معنا سره هم راځي لکه کحل المال، یعني ډېر مال، کحل و شفاء ته هم وايي، و رانجو ته په دې کحل وايي چي د سترګو لپاره شفاء ده.
القاموس الوحید:
کحل و درملنې ته وايي، و رانجو ته په دې کحل وايي چي د سترګو لپاره درملنه ده، په عربي ژبه کي (کحلاء) و هغه چاته ویل کیږي چي سترګي یې د پیدایښته څخه ډېري توري وي.
رانجه د څه شي څخه جوړیږي؟
رانجه د ډبرې، نباتاتو او سرپو څخه جوړیږي، په ځینو رانجو کي یواځي ډبره وي، لکه اثمد رانجه، ځیني وختونه نباتات او ډبره وي لکه نرګس سرمه، زعفران سرمه، ځیني رانجه بیا ډبره او سرپ سره ګډ وي، او کله بیا خوشبویي هم ورسره ګډیږي، لکه عربو چي په هغه وخت کي عسل او مشک له رانجو سره یو ځای کول تر څو ګټه یې ډیره شي.  لکه، مشک اثمد، عنبر اثمد؛ هغه عامه ډبره چي رانجه ورڅخه جوړیږي ماسوا له اثمد ډبرې څخه و هغې ته (حجر الکحل) وايي.
د رانجو ډبره کوم مواد لري؟
هغه ډبرې چي په عمومي ډول سره ورڅخه رانجه جوړیږي په هغو ډبرو کي په ځانګړي ډول سره دغه مواد شتون لري سلفر ،سرپ، فؤادین، ګلوکانتیم، انتامالین، پوتاشیم او سودیم. ځیني ډبرې یو عنصر زیات لري او ځیني بل عنصر، ځیني ډبرې درې عنصره لري او یا زیات. ځیني وختونه په مصنوعي ډول سره دغه مواد په نظر کي نیول کیږي او بیا سره ګډیږي، خو تر ټولو یې هغه طبعي رانجه غوره دي.
دغه ډبري علاوه له دې څخه چي رانجه ورڅخه جوړیږی د پوستکي په مرهمونو کي هم کار ورڅخه کار اخیستل کیږي.
نور بیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply