له بخش اباد بند سره د ايران تړلې روزي؛
ايران طالب ياغيان، ځايي زورور او د نشهيي توکو مافيا په کرايه نيولي
په فراه کې د بخشاباد بند د جوړولو او د اوبو د مهار د پروژې له پيل سره سم ايران په دغه ولايت کې د ناامنيو څپو ته زور ورکړی، د سپاه پاسداران غړي په يوه او بل نوم دغه ولايت ته ځانونه رارسوي او هلته د تذکرو د تر لاسه کولو په لټه کې دي.
ځايي مالومات دا دي چې ايران په فراه کې په دريو کټګوريو کسانو پانګونه کوي، وسلهوال اورپکي چې تر ۹۰ سلنه د زياتو کورنۍ يې په ايران کې دېره دي، ځايي زورور چې هر يوه ته يې په مياشتني ډول تر ۲۰۰ ميليونه تومان او ځينې نور امتيازات ورکوي، د نشهيي توکيو مافيا چې دوی هم خپلې ګټې ورسره خوندي او کوشير کړې دي.
وسلهوالو مخالفينو، ځايي زورورو او د نشهيي توکيو قاچاقبرو په دې وروستيو کې لاسونه سره يو کړي، دوی هڅه کوي چې فراه ولايت ته سقوط ورکړي، په دې ډول مرکزي او محلي ادارې ونګوي او خپل زور وښيي.
ځايي مالومات دا دي چې په فراه ولايت کې د وسلهوالو مخالفينو فعاليتونو زور اخيستی. دوی د ايران په مرسته او د هغوی په لمسون کار کوي چې دغه ولايت د سقوط له ګواښ سره مخ کړي. په دې ډول دوی پر محلي اداره او ان حکومت فشار راوړي.
د ايران دا ډول تحرکات او له مخالفينو او ورانکارو څخه ملاتړ هغه وخت زور واخيست چې افغان حکومت په فراه کې د بخشاباد بند د سروې او ډيزاين چارې پيل کړې او د دې بند د رغولو لهپاره لاس په کار شول.
په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد عظيمي وايي، ايران له دې وېرېږي، که د بخشاباد پروژه کاميابه شي، بند وتړل شي، نو دوی به د اوبو له مطلق کمښت سره مخ شي.
دی زياتوي، د بخشاباد بند او د اوبو موضوع هم لکه د هلمند د اوبو د موضوع په څېر حل غواړي چې دا حل سياسي او د دې برخې دوکتورين راايستلای شي.
((تر ايراني استخباراتي کړيو هاخوا ځينې نورې بهرنۍ کړۍ هم په فراه کې له فعاليتونو سره دلچسپي ښيي، خو په کار ده چې افغان چارواکي د دې ډول سياليو مخه ډب کړي.))
ځايي خبريالان وايي، د دې ترڅنګ چې ايراني نظاميان او د سپاه پاسداران غړي په فراه کې د وسلهوالو اورپکيو ملاتړ کوي وسلې، تجهيزات او وسايط ورکوي.
د دوی په خبره، طالبانو ته په تېره يوه مياشت کې ۱۰۰ صفر کيلو مټر موټرسايکلونه ورکړل شوي دي، د دې ترڅنګ د ځايي مافيا او زورورو ملا هم ورتړي.
((هره مياشت ځايي زورورو ته چې په حکومت کې نفوذ لري، تر ۲۰۰ ميليونه زيات تومان او نور امتيازات ورکول کېږي، دوی هڅول کېږي چې په يو ډول سره په حکومت کې دننه او بېرون خپلو ناسمو کړنو ته زور ورکړي، خپل کسان مخالفتونو ته وهڅوي.))
د فراه ولايت يوه معتبره سرچينه وايي، همدا زورور په ولايت کې په ځينو مهمو رياستونو او څوکيو کې له تېرو ۱۵ کالو راهيسې خپل کسان ځای پر ځای کړي او دا څوکۍ يې ميراثي ګرځولې دي.
دوی د دې ترڅنګ چې د حکومت مامورين دي، د خپلو ګټو د خوندي کولو لهپاره کار کوي او بادار يې بيا د ايران لهپاره لګيا دی پر خپلو پرمختګونو خاورې اړوي.
ايراني اتباع په دې لټه کې دي چې په دغه ولايت کې ځای پر ځای شي، په ياد ولايت کې د تابعيت تذکرې ترلاسه کړي، په اسانۍ سره خپلو ورانکاره کړنو ته ادامه ورکړي. د تابعيت اخيستلو چاره له کلونو راهيسې دوام لري.
بله خوا بيا ځايي خلک وايي، فراه د دې ترڅنګ چې د ايران لهپاره په يوه دلچسپه سيمه بدله شوې، عرب شيخان هم خپله هڅه کوي ځينې نفوذي کسان په خپله ګټه وکاروي، ان تر خبريالانو او رسنيو پورې يې لاسونه اوږده کړي دي.
په فراه کې عرب شيخان خپل قيمتي موټر يو شمېر ځايي زورورو ته په واک کې ورکړي، له هغوی سره يې راشه درشه او مېلمستياوې زياتې شوې چې دې څه ته د اندېښنې په نظر کتل کېږي.
د فراه د ولایتي شورا غړې جميلې اميني د سرخط خبريال ته ويلي چې وسلهوال اورپکي په ۴۰۰ ډلو او ګروپونو کې د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې مېشت شوي او د دوی هر ګروپ له ۱۰ تر ۵۰ کسانو پورې دی چې د فراه په لېرې پرتو سيمو کې خپلو ورانکارو فعاليتونو ته دوام ور کوي.
د دې په خبره، د طالبانو ډېری لوړپوړي قوماندانان ايران ته د روزنې لهپاره تللي دي.
په همدې حال کې د فراه والايتي چارواکي وايي چې ايران هر وخت له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی، ان د دې هڅه کوي چې ځينې ورانکاري وهڅوي، تر څو په مختلفو برخو کې وېره او ډار خور کړي.
دوی وايي، د تېر کال په پرتله په ياد ولايت کې د وسلهوالو مخالفينو په شمېر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320