اسلام او سوله/سیدالرحمن عابد
اسلام دسولې او ورورولۍ دين دی،لکه څنګه چې يې له نومه ښکاري، اسلام له سلامتيا اوامن څخه اخيستل شوی دی. هر مسلمان چې له بل مسلمان سره مخامخ کيږي ،هغه بايد د خبرو له کولودمخه پرخپل مسلمان ورور سلام واچوي اوهغه ته ووايي چې زماله خوا په امن کې ياست اوسلامتيا دې وي پرتاسوباندې .
له دې څخه معلوميږي چې سوله انسانانو ته ارامي وربښي او سوله ده چې له زړونو وېره، ډار، کرکه، ناهيلي او نور مسايل لرې کوي، سوله جګړه ييز حالت ته د پای ټکی ږدي، دکرکې ځای مينې ته پرېږدي او انسانانو ته د پرمختګ لاره اواروي.
اسلام تل مسلمانانو ته د سولې د خپرولو لارښوونه کوي ، دوی ته وايي چې دخپل بل مسلمان ورور سره تل نيکي کوئ او تل په خپلو کارونو کې حوصله کوئ،دروغ مه وايئ، خيانت مه کوئ، داړه ماري مه کوئ، مخدره او نشه يي توکي مه کاروئ او … . ځکه چې دا ټول سولې او ټيکاو ته زيان رسوي.
د اسلام په مبارک دين کې سوله د تل لپاره ستايل شوې ده،تل يې دسولې ملاتړ کړی دی،دسولې په باب لوی څښتن تعالی دخپل پاک او مقدس کتاب قران عظيم الشان په سوره نساء کې فرمايلي دي🙁 والصلح خير ) ژباړه :سوله بهتره ده.
کهڅههمددېآيت نزول د ښځې اومېړه ترمنځ د سولې په باره کې دی، خو دقران کريم الفاظ عام دي د دنيا ټولو معاملاتو ته شامل دي اسلام هر وخت د اختلافاتو اوجګړوترمنځ دسولې غوښتونکی دی،همداراز بل ځای د پاک کتا ب قران کريم په سورة الحجرات کې راغلي دي🙁وان طايفتان من المؤمين اقتتلو فآصلحوا بينهما)سوره الحجرات پاره ۲۶
ژباړه:که چيرې دوه ډلې دمسلمانانو په خپل منځي جګړو سره اخته وي نو ددوی ترمنځ سوله وکړئ.
په تفصيل کې راځي ددوه ډلو مسلمانانو ترمنځ نه يوازې بايد سوله وشي بلکې هغه لاملونه دې هم ولټول شي دکوم په اساس چې ددوی ترمنځ شخړه راپيداشوې وه .
مؤرخينو د حضرت حسن بن علي رضي الله عنهما (واقعه د حضرت معاويه رضي الله عنه سره ذکر کړې ده او سولې ته يوه غټه کارنامه بللې ده او دحضرت حسن رضي الله عنه سوله يو بهترينه بېلګه ده ځکه هغه سوله غوره کړه،په دې وجه چې د مسلمانانو وينې تويې نشي.
سره له دې چې هغه په دغه وخت کې( ۴۰۰۰۰)څلويښت زره انساني قوت درلوده بيايې هم هغه سوله په خلافت او امارت غوره وګڼله،د ټولونه اول حضرت حسن خپله خبره دحضرت جعفر(رض) زوی ته وکړه او ورته ويې ويل چي زه اراده لرم او اميد دی چې تاسې به د هغې تائيد وکړئ.
هغه دا چي ورځ په ورځ په ملک کې فتنه او فساد زياتيږي او وينې توييږي،له دې کبله زه خلافت پرېږ دم اودحضرت معاويه سره سوله کووم .
نن سبا که موږ دګران هېواد افغانستان حالاتو ته وګورو، تقريباً هره ورځ زموږ دبې ګنا مسلمانو هېواد والو وينه توييږي، هيله مې په جنګ کې دټولو ښکيلو غاړو څخه ده چې نور په خپلو مظلومو ،ځوريدلو ،سپين ږيرو ،کونډو ،يتيمانو اوخپلو کوچنيو ماشومانو رحم وکړئ،د روانو وژونکو سېليو له شره دتل لپاره ګران هېواد خلاص کړئ ، په پوره ميړانه او شجاعت سره دسولې دروانې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320