مورنۍ ژبه/ محمداقا شيرزاد کوچی

0 1,571

پرون د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ وه .

لومړې خو ټولو هغه ليکوالانو ،ژورنالستانو ،ښونکو او ټولو هغه ليکونکو ته چی د مورنۍ ژبې د ژوندي ساتلو په خاطر يې هلې ځلې کړي مبارکي وايم دوی ته لابريا غواړم.

پرون مې په يوه افغاني تلويزون کې د يوی درنۍ کورنۍ خبری واوريدلی دوی له نورستان ولايت څخه د بی امنيتی لا امله مزار  شريف ښار ته کډه شوي وو ، دوی ويل چی موږ په نورستان کې زده کړی په پشتو ژبه کولی دلته په مزار شريف کې زده کړی په دري ژبه دي موږ ته ستونزمنه ده ددوی وړانديز دا وو چی پښتو او دري د هيواد رسمي ژبی دي خو موږ وايو چی که په ښونځيو کې د نورستان ژبه په نصاب کې ورداخل شي، زه بيا وايم چی د اوسني اساسي قانون له مخی د زده کړو چاری بايد د ښونځېو ژبه شي دا په دی ما نا چی د هر ولايت او ياد هري ولسوالی خلک چی په کومه ژبه حاکميت لري بايد درسي مواد ددوی په مورنۍ ژبه تهيه شي. په دی اړوند قانون کې دا مسله حل شوی خو متاسفانه دعمل جامه يي نه ده اوغوستی بېلگې په پلازمينه کابل کې تر نيمايي زيات اوسيدوکي خلک پښتانه دي ولی درسی مواد په دري دي همدا لامل دی چی اکثره پښتانه دري وايي يا په جوزجان او مزار،فارياب کې پښتانه دري درسونه وايي چی ستونزی لري يا په نورستان کې درسونه په پښتو وايي په نورستان ژبه مواد نشته .

 که مورنۍ ژبې لپاره حکومت کار کوي بايد ژبه د ښونځي ژبه وي . حکومت په ادارو کې رسمي ژبي وکاروي ولی اوس سل فيصده دري کارول کيږي د ميډيا ژبه هم په رسمي ژبو  وکارول شي د ورستيو وختو کې د ليکوالانو هلې لې د تاييد وړ دي دوی زيات کتابونه مجلی، مقالی،شعرونه او تاريخي ليکنی په مورنې ژبه په خاصه توگه په پښتو زياتی کړي خو بسنه نه کوي بايد زيات علمي اثار په پښتو وژباړل شي يا وليکل شي.

محمداقا شيرزاد کوچی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply