رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳برخه)

0 1,012
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د نبي کــــــــــریم صلی الله علیه وسلم دښو اخلاقــــو په هکله نور احادیث
حضرت نواس بن سمعان رضی الله عنه فرمايي چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په هکله پوښتنه وکړه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نیکي د ښو اخلاقو نوم دی  او ګناه هغه ده چې ستا په زړه کې وېره راولي او دا خبره نه خوښوي چې د دې خبر دې خلکو ته وشي.
دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې د ټولو نه به زیات خلک جنت ته دڅه شی له کبله داخل شي؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تقوا او ښه اخلاق، پوښتنه وشوه چې د ټولو څخه زیات خلک به دوزخ ته دڅه شي له کبله داخل شي؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خوله اوشرمګاه.
ام المؤمنین حضرت عائشه رضی الله عنها روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د مؤمنانو څخه کامل مؤمن هغه څوک دی چې د ټولو څخه ښه اخلاق ولري، اود کور والاوو سره ښه سلوک کوي.
دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل بېشکه چې بنده د خپلو ښو اخلاقو له کبله د آخرت لوړ مقام ته رسیږي، چې په عبادت کې کمزوری وي او د خپلو بدو اخلاقو له کبله به دا بنده د جهنم لاندې برخې ته ورسیږي.
دحضرت صفوان بن سلیم رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته داسې عبادت ونه ښایم چې هم اسانه او هم پر بدن باندې سپک وي؟ یوه خاموشي او بل ښه اخلاق.
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دمؤمن عزت د ده دین دی، دده مروت د ده عقل دی او د ده شرافت د ده اخلاق دي.
د حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې په تاسو کې به د قیامت په ورځ ماته نژدې او ډېر نژدې هغه خلک وي چې ښه اخلاق یې وي.
دحضرت عُمیر بن قتادة رضی الله عنه څخه روایت دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو کس پوښتنه وکړه چې ای دالله رسول صلی الله علیه وسلمه! کوم لمونځ په ټولو کې افضل دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې ولاړه پکښې اوږده وي، بیاهغه پوښتنه وکړه: کومه صدقه افضله ده؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې د غریبۍ باوجود، یو څه په محنت وګټل شي او بیا صدقه شي، هغه بیا پوښتنه وکړه چې د ایمان په خاوندانو کې څوک د پوره ایمان خاوند دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې اخلاق یې ښه وي.
(رواه الطبراني)
دنبي کريم صلی الله علیه وسلم (۳۰) ځانـــــګړتيــــــــــاوې
۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم خاتم النبيين ؤ، ددې څخه مطلب دا دی چې د الهي رسالت لاره پرېکړل شوه، بل رسول نه راځي او هغه شریعت چې ده ته ورکول شوی دی؛ هغه به تر قیامته پوری باقي وي، او هرهغه څوک چې د نبوت دعوه وکړي؛ هغه کذاب، مرتد او واجب القتل دی.
۲: ټول بشري کمالات په نبي کریم صلی الله علیه وسلم کې جمع وو.
۳: دټولو انبياء علیهم السلام کمالات او غوره صفات په نبي کریم صلی الله علیه وسلم کې موجود وو.
۴: نور انبياء علیهم السلام د خپلو قومونو لپاره انبياء او رسولان وو؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د انبياء نبي دی.
۵: نور انبياء علیهم السلام عابدان (عبادت کونکې) وو؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امام العابدین ؤ.
۶: نور انبياء علیهم السلام به له ظهور څخه ورسته نبيان شول؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وجود څخه مخکې لا نبي ؤ.
۷:نور انبياء علیهم السلام مقرب (نژدې خدای ته) وو؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اول المقربین دی.
۸: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به اول المبعوثین وي، کله چې دقیامت ورځ شي او ټول انسانان له قبرونو څخه راپورته شي نونبي کریم صلی الله علیه وسلم به تر ټولو لومړی راپورته شي.
۹: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به ترټولو لومړی وبلل شي، د قیامت په ورځ باندې به تر ټولو انسانانو لومړی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مقام محمود ته وبلل شي.
۱۰: دقیامت په ورځ باندې به تر ټولو لومړی حضرت محمدصلی الله علیه وسلم سجده وکړي.
۱۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به تر ټولو لومړی شافع او مشفع وي، تر ټولو لومړی به دی شفاعت کوي.
۱۲: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته به شفاعت کبری (لوی شفاعت) ورکول شي، ټول انبياء علیهم السلام به د خپلو امتونو شفاعت کوي؛ خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د ټولو شفاعت وکړي.
۱۳: تر ټولو لومړی به نبي کریم صلی الله علیه وسلم پرپُل صراط باندې تیر شي.
۱۴: تر ټولو لومړی به حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جنت ته داخل شي.
۱۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته داسې کتاب ورکړل شو؛ چې د مخکنیو ټولو کتابونو ناسخ دی.
۱۶: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته کامل دین ورکړل شو.
۱۷: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ددین غلبه ورکړل شوه.
۱۸: دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په دین کې اعتدال دی.
۱۹: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دین کې هم ظاهري پاکوالی او هم باطني پاکوالی دی.
۲۰: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته هم حقیقت او هم شریعت ورکړل شوی دي.
۲۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته اجتهادي مذهبونه ورکړل شوی دي.
۲۲: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دین کې دیوې نیکۍ په عوض کې لس چنده اجر ورکول کېږي.
۲۳: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته پنځه لمونځونه ورکول شوی دي.
۲۴: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره دا ټوله ځمکه مسجد دی.
۲۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته هم عملي معجزې او هم علمي معجزې ورکول شوي دي.
۲۶: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورکړل شوی کتاب (قرآن کریم) محفوظ دی.
۲۷: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم دفاع خپله الله جل جلاله کړې ده.
۲۸: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم شیطان مسلمان ؤ.
۲۹: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره بُراق مسخر کړل شو.
۳۰: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د امت علماء داسې دي، لکه د بني اسرائیلو انبياء.
نوربیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply