ملا صاحبان خو څو رقمه دي، يو رقم يې د خلکو له غمه مړه دي، بل رقم يې د خلکو غنمو ته مړه دي. د خدای بندهګان دي، دوه په يوه رنګ نه پيدا کېږي؛ نو ملايان خو هم څه د باران څاڅکي نه دي چې ټول به يو رنګه وي، د لاس ګوتې يو ډول نه وي…
غنم او غنمرنګ هم خپلوي سره لري، حميد بابا په يوه بيت کې نه دي ويلي چې؛
پلار مې د غنمو دانې ويوست له جنته
زه لا طمعدار د غنمرګو د وفا يم
په کابل ښار کې غټ موټر داسې ګرځي لکه بريکونه چې يې ځنې کښلي وي، لکه اتومات چې را خوشې وي، نن هم نږدې د يوه تر لويو تورو ټېرونو لاندې چيختاړه وم. د بار موټر نه ښيم، هغه خو هسې هم د ورځې په کابل ښار کې نهشي ګرځېدای، دا واړه، لوی موټر ښيم…
په کابل کې دا اوازه ډېره عامه شوې چې دلته موټر څومره غټېږي او کتار څومره اوږدېږي، عقل همدومره وړېږي، خواخوږي همدومره دوړېږي…
همدا پرون په يوه کرولا کې بحث ګرم شو، يوه له خولې لاس واخيست؛ «او بيادر! ای چی حال است؟ ای بچهیی فلانی است، ای بچهیی فلانی، بچهی ربانی را سهی کو، بچهی مارشال را سهی کو، دیزور در یک حوزه کسی رادیدم، عمر ۱۴ یا ۱۵ ساله داشت، عسکر تلاشی میکد، دو تا تفنګچه قت اش بود، ګفت ما بچه فلانی استم…»
سړي ته مې څه و نه ويل، ما ويل اوس دی هم د «پلاني زوی» نه وي، د کوم بدماش ملا صاحب ساتونکی نه وي، اوس دا کرولا ته اور ور وا نه چوي…
سړي ته يې ويلي وو چې پر انبار لمونځ نه کېږي، ويل اوس مې وکړ کېده، ده فکر کړی و چې بندونه او ملا شخېږي او سړی را غبرګېدای نهشي. نن سبا چې موږ په کابل کې ګرېوان څېرې کړو چې ای خلکو ژوند نه پکې کېږي، د تورې او برګې بېباوري قيامت را ټيټ دی، خو زورور او په تورو شيشو کې دننه خلک يې نه راسره مني، وايي کومه ده؟ دا زه يې ولې کوم؟
د مطيع الله تراب په هغه بيت پسې نوره خندا نه ده په کار، هغه رښتيا ويلي وو چې؛
ملا اوس هغه ملا نه دی پاتې
چې ستا د کور په سوړ سوکړک به يې ګزاره کوله
اوس لاسرسی تر کمپيوټر او انټرنيټه لري
کمپيوټر او انټرنيټ خو اوس زموږ د کلي ګلډډی هم کارولای شي، په فيسبوک کې اوس نازو بابۍ هم پاڼه جوړولای شي، دا لوی کار نه دی… ډېر ملايان اوس تر دې د اوښ د ۱۰۰ کاله مزل په اندازه وړاندې تللي دي.
د ملايانو ترقي دې ځای ته رسېدلې چې باډيګارډان يې ميين کېدای شي، نجلۍ په ګوته کولای شي، يوازې په ګوته نه، د تورو شيشو موټر ته يې خېژولای شي. دا لوی پرمختګ دی، ملا بدماش اخوند يې په يوه نيمه موسکا نکاح تړلای شي.
په اکثره غونډو کې خلک له ملا ترهخېل اخوند څخه غواړي چې د دغسې ښاري او ټولنيزې بېنظمي په هکله شرعي موقف څرګند کړي، ملا صاحب ترهخېل وخت پر وخت خپل بندهګي کوښښ کوي، خو بنده په وس پړ دی…
سياف خو ستونی وشلاوه، کشاف صاحب هم ښه دی. ملا ترهخېل صاحب له سينې ډېر تنګ دی، اوس ډېر کابليان باوري دي چې خپل باډيګارډان به يې ډېر رټلي وي، شايد د نيمې نيمې مياشتې معاشات يې هم ترې ګرځولي وي، شايد د را تښتولې نجلۍ ميين ته يې شرعي معالجه ورکړې وي، شايد نه يې سيخ سوی وي، نه کباب.
دا خو طبيعي ده چې د ملا صاحب ترهخېل باډيګارډ غنمرنګي جنس ته تمايل پيدا کړی او دا خو نو عکس العمل و چې دوې شنې رينجرې شنې لوخړې شوې. فرهاد غر سوری کاوه، ده به دوې رينجرې نه سوځولې؟
په کابل کې ټرافيک هم تر سوکانو لاندې کېږي، خوار او بېسيوري عسکر خو هر څوک پورې وهلای شي. د چارواکيو قضايي خونديتوب خو د اوبو جوړا نه ده، هر څوک له ځانه د دفاع بېلابېل شکلونه لري، حاجي فريد اخوند مو هېر دی!؟
ملا ترهخېل ډېره ښه ږيره لري، سپينه شمله چې پرې تاوېږي را تاوېږي، منوره څېره يې داسې پړکېږي ته وا د زمزم باران پرې ورېدلی دی. که يې ظلم کولای، که يې غصب کولای، که يې ملېشې چاغولای، که يې بله ګناه کولای؛ نو څېره به يې داسې منوره وه؟
مه کوئ، علما مه تورنوئ، که يې باډيګارډ نجلۍ خوښه کړې، که يې د بيت المال موټر ته اورلګيت وهلی، په دې به يې نظر ماتوو، موټر خو نور هم پيدا کېږي، ملا ترهخېل کاکو له کومه ځایه را وارد شي؟
په دا راډيوګانو کې سياسي او حقوقي شنونکي هره ورځ نارې وهي چې اصلاً څلور کسه باډيګارډان ټاکل کېدای شي، مګر وکيلان او مشاوران ځکه مستثنی دي چې هغوی راډيو چېرې واوري؟ ټلوېزيون ته چېرې ورخلاص شي؟ يو پارلمان دی، هلته هم ټوله ورځ سياسي خبرې کېږي…
ملا ترهخېل چې قدري ويله، هغه ځای به يې حتمي په ياد وي چې که څاه ته موږک ور ولوېږي، بايد څو دلوې اوبه را وايستل شي؟ اوس چې په کابل ښار کې دومره زورواکي دي، ګله ګله باډيګارډان دي، دا کابل که څاه فرض کړو؛ نو بايد…
ملا ترهخېل چې له پوونده ژونده د کابل ماڼيو ته راغی او مېږې پسونه يې په ګنج کې سټ سودا کړل، اوس تر هغه ډېر باډيګارډان لري، د د تېلو په ټانک کې داسې کيسې کېږي چې غونی به دې ورته زيږ شي.
ولسمشر اشرف غني خو په معده تريخی نه لري، خوږ او جانانه سړی دی، مګر که يې يو ځل د حنجرې خج ته برابر شو، پر سټيج خو يې ولا ککرۍ په څټ کې ورماته کړي… کنه بس څه يې کوئ، شر ته لمن مه وهئ، ملا صاحب ترهخېل به اوس د لرګي ۵۰۰ تسپې وايي، دی خو د باډيګارډ په ګور نه ور ننوځي…
ښه چې دا نن باډيګارډان نه وي، ملا صاحب ترهخېل څوک له مرګه وژغوري؟ که خدای مه کړه، خدای مه کړه، ملا صاحب ترهخېل ته دا نن نن ګل ورپورې شي، وطن به څه کړي؟ مه کوئ، ګورئ دا لمر د چا په خاطر راباندې خېژي…
ملا صاحب له کېږدۍ تر ماڼۍ لوی مزل کچ کړی، شپانه له پوستينه تر غرمې نه را پاڅېږي، د استاد محمد صديق پسرلي دغه بيت څو ورځې هېر کړئ؛
خدای خبر چې خوی به د زاهد کړي اعتکاف بدل
مار و لړم هم تېروي ژمی په غارونو کې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320