داسې سيمه چې خلک په‌کې د اوبو پر ځای زهر څښي

0 1,262

دا به مو اورېدلي چې وي چې څوک کومې بلې سيمې ته لاړ شي، نو څو ورځې وروسته يې بدن له هغې هوا سره توافق کوي، خو داسې به مو تر اوسه نه وو ليدلي چې د يوې سيمې د انسانانو بدنونو دومره توافق کړی وي چې د اوبو پر ځای زهر څښي او تنده ورباندې ماتوي.
دغه انسانان د چلي په اټاکاما سيمه کې اوسي او چې تږي شي، د اوبو پر ځای زهر څښي.

د چلي پوهنتون څېړونکيو ويلي دي، د کيوبراډا کامارونس سيمې اوبه يې کتلې دي او پرېمانه ارسينيک يې په‌کې پيدا کړي دي.
دوی وايي، په کومه اندازه ارسينيک باندې چې اوبه په زهرو بدلېږي، تر هغې اندازې، په دغو اوبو کې سل چنده زيات ارسينيک شته.

څېړونکيو د دغې سيمې د ۱۵۰ کسانو جېنز څېړلي دي او مالومه کړې يې ده چې د دوی په ډي‌اين‌اې کې داسې جين شته چې نور انسانان يې نه لري.
د دوی په خبره، دغې سيمې ته اووه زره کاله مخکې کډوال راغلل، خو هلته يوازې په زهرو لړلې اوبه وي.

څېړونکي وايي، له کډوالو سره دوه لارې وې، يا به يې دغه زهرجنې اوبه څښلې، يا به له تندې مړه کېدل، خلکو د اوبو څښل پيل کړل او بالاخره يې بدنونه ورسره عادت شول.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply