د فيل په غوږ کې ويده حکومت/ خوشحال آصفي

0 1,014

پاکستان تيری کوي خو افغان حکومت اخطار ورکوي

وروسته له هغې چې د پاکستان په سیند ایالت د سیون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې خونړی ځانمرګی بريد وش؛ د دغه هېواد پوځ دردالفساد  په نوم پوځي عملیات پیل کړل. د پاکستان پنجابي حکومت د دغو عملياتو په نوم په زرګونو افغانان او پښتانه وربړول، سپک کړل او زندانونه يې پرې ډک کړل. د هغو انځورونو او ويډيوګانو له مخې چې په رسنیو کې خپرې شوې څرګنديږي چې پاکستاني پولیس په پنجاب کې مېشت افغانان همداراز پښتانه چې ډيری یې د پښتونخوا او قبایلو اوسېدونکي دي، نیسي، وهي او ټکوي او سپکې سپورې ورته کوي. دغلته پاکستاني پولیس ځايې اوسيدونکي افغانان او پښتانه ټېله کوي، په ډډو یې په لرګیو وهي او د پولیسو په موټرونو کې یې وراچوي. همداراز په ځينو سيمو کې پاکستاني پوليس د پښتنو موټرونه په کنداغونو وهي او هغوی په بې عزتۍ سره له موټرونو ښکته کوي او د پوليسو جيپ ته يې اچوي.

همداراز په پاکستان کې تر وروستيو بريدونو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره ټولې دروازې هم د تګ راتګ پر مخ تړلې دي. د پوره لسو ورځو په تيريدو اوس هم د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوري جوړې شوې دروازې د مسافرو پر مخ تړل شوي دي. په تورخم دروازه کې بند پاتې مسافرو کې کوچنيان، سپين ږيري، ناروغان، د ودونو ناوې او د مړو جنازې شتون لري چې د پاکستان حکومت يې هيڅ يو ته له تورخم دروازې د اوښتلو او راوښتلو اجازه نه ورکوي. د افغان چارواکو په وينا په تېرو لسو ورځو کې یې اووه ځلې له پاکستاني سرحدي چارواکو سره د لارې د خلاصولو پر سره خبرې کړې، خو بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

د لعل شهباز قلندر په زيارت کې تر بريد وروسته پاکستانیو ځواکونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو ننګرهار او کونړ پر یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه پیل کړي دي، چې له امله یې په دواړو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، یو شمېر کسانو پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې یې ټپیان هم دي.  په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم ویجاړ شوي دي. يواځې د کونړ ولایت مقام د مالوماتو له مخې تر اوسه د یاد ولایت پر دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د پاکستانیو ځواکونو له لوري شاوخوا درې سوه توغندي ویشتل شوي، چې تر اوسه پکې د دوه وژل شويو او همدومره ټپيانو راپور ورکړل شوی. همداراز د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ د ۴ سوو څخه زیات توغندي را توغول شوي، چې له امله یې د  ۳ سوو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او څلور ګلالي کوچني ماشومان ټپیان شوي دي.

پاکستان په ډيرې سپين سترګۍ ټول ډيپلوماټيک اصول مات کړل او د انسانيت ټولې پولې يې ونړولې خو افغان حکومت لا هم د ډيپلوماټیک حل زمزمې کوي او يا بې عمله اخطارونه ورکوي. پاکستان درګرده په دغه هيواد کې يې د ميشتو افغانانو او پښتنو په مقابل کې اپارټايد ترسره کوي خو افغان حکومت چې د ډيورنډ کرښې او تر آټکه د پښتنو د خاورې دعوه ګير دی؛ نه يې په پاکستان کې د ځوريدونکو افغانانو او نه هم د پښتنو پوښتنه وکړه، پاکستان عملاً لګيا دی په افغان خاورې تيری کوي، توغنديز بريدونه کوي او بې ګناه افغانان مو راته وژني خو افغان حکومت خپلو بې عمله اخطارونو ته ملا تړلې ده او بس.

په داسې حال کې چې د تيرو څو ورځو راهيسې پر افغان خاوره توغنديز بريدونو لړۍ پيل کړې، په سلګونو هيوادوال مو خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي او په لسګونو نورو ته د سر او مال زيان اوښتی دی؛ افغان حکومت وايې د افغانستان پر يوه لوېشت خاوره به هم چا ته د تېري اجازه ورنه کړي. په خيتځ زون کې د سرحدي پوليسو  قوماندان محمد ایوب حسين خېل ويلي هيچا ته به د هيواد پر يوه لوېشت خاوره هم د تجاوز اجازه ورنکړي. نه پوهیګم چې افغان حکومت د تيري په تعريف نه پوهيږي او که د پاکستان توغنديز بريدونه ورته تيری نه ښکاري؟ که چيري افغان حکومت ته د پاکستان لخوا پر افغان خاورې توغنديز بريدونه تيری او تجاوز معلوميږي نو بيا ولې عملاً نه لاس په کار کيږي؟ ولس خو د حکومت هر راز هکارۍ ته چمتو دی نو بيا حکومت د چا امر ته په تمه دی؟ که حکومت مو مجبوريت لري او د پاکستان په مقابل کې د بلمثل عمل لپاره زړه نه ښه کوي نو ولس ته دې په خپلې مجبورۍ اعتراف وکړي چې ولس په خپله د خپل دښمن په مقابل کې لاس په کار شي. نور د پاکستان د بريدونو او هلته د ميشتو افغانانو د سپکاوي په مقابل کې پاکستان ته د افغان ولس د صبر کاسه ډکه شوې ده. ولس نور هيڅ ډول ډيپلوماټيک حل نه غواړي او بايد حکومت ژر تر ژره د پاکستان د تيري مخه ونيسي کنې ولس به په خپله لاس په کار شي.

اصلي موضوع دا ده چې افغان حکومت په دغه ډول پوچو اخطارونو يواځې د خلکو احساسات کابو کوي او د ولس له غبرګونه ځان ساتي خو په عمل کې يې تر اوسه هيڅ داسې اقدام نه دی کړی چې کم تر کمه د پاکستان د تيري په مقابل کې يې د ولس سترګې نيولي وای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply