اولاد که د یو لوري د لوی الله تعالی ( جلت عظمته) یو بې ساری نعمت دی؛ نو له بل لوري دا د مور او پلار ستر مسؤلیت دی چې دا الهي نعمت ضایع نه کړي او په اړه ېې له اهمال( بې پروايۍ) او غفلت څخه کار وا نخلي. په دې لیکنه کې غواړو چې د ماشوم په تعریف، ارزښت، د هغه په حقوقو کې د والدینو د خیانت څو ژوندي مثالونو او تر ټولو مهم دا چې د اولاد په سر د جنګونو زیانونو او بدو اغېزو ته په مناسب لنډیز سره اشاره وکړو.
ددې لیکنې په سر کې باید ووایو چې: د اولاد د سالمې پالنې احساس باید له خپل قدر پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) څخه زده کړو، هغه قدرمن پیغمبر چې زمونږ ددې بې پروایۍ مخه نیسي، بلکه هر مور او پلار خپل مورني او پلرني مسؤلیت ته متوجه کوي او دوي ته داسې لارښوونه کوي، لکه چې ارشاد فرمايي: “(( كُلکُم راعٍ وّ كُلکُم مَسْئُولٌ عَنْ رَّعِيّتِهِ)). (متفق عليه).
ترجمه: هر یو له تاسې څخه شپون دی او هر یو د خپل رعیت ( لاس لاندی خلکو) مسؤلیت پر غاړه لري.
ماشوم چا ته ویل کیږي او څه ډول تعریف لري؟
یو لړ مفسرینو لکه ابن کثیر او امام القرطبي ( رحمهما الله ) او داسې نورو سترو علماو داسې ویلي دي: ((ماشوم هغه چا ته ویل کیږي څوک چې د بلوغ پړاو ته نه وي رسېدلی او احتلام (واجب غسل) پرې نه وي اوښتی او یا هم هغه څوک چې په عمومي توګه د ښځو په حرکتونو باندې نه پوهیږي او د یوې ښائسته او ناښائسته ښځې تر منځ تفکیک(توپیر) نشي کولی)).
د اسلام نجات بښونکي دین ولی ماشوم ته ارزښت ورکړیدی؟
د اسلام نجات بښونکي دین ماشوم ته خورا ځانګړی اهمیت ورکړیدی او د هغه د جنین ( د مور په ګېډه کې د ماشوم د ژوند لومړنۍ ورځو شپو) څخه د عقلمندی تر پړاو پوری د هغه د مصؤنیت او خونديتوب لپاره ېې هغه ته راز راز حقوق ټاکلي دي چې دا ګرد حقوق د همدې خبری سپیناوی او څرګندونه کوي چې اسلامي سپېڅلی شریعت تل انسان ته په درنښت او توقیر سره كتلي دي، او دا انساني مخلوق ېې د نړۍ د ټولو مخلوقاتو په نسبت زیات نفیس ( غوره) مخلوق ګڼلی دی او دا ځکه چې د نن ورځې همدا کوچني ماشومان به د سبا ورځ هغه معماران وي چې د نړۍ د اعمار او بیارغونې لپاره به کار کوي، خپله ورانه او ویجاړه ټولنه به جوړوي او د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره به ېې سیاله کوي او د یوې داسې غښتلی او ځواکمنې اسلامې ټولنې په رامنځ ته کولو کې به بنسیټز نخچ لوبوي چې هغه به په بشپړه معنا سره یوه متکامله او له هر راز نقائصو ( نیمګړتیاوو ) څخه به سپېڅلی او پاکه ټولنه وي.
د ماشوم په حقوقو کې د مور او پلار د خیانت څو ژوندي مثالونه:
1: د خپل اولاد لپاره د یوې صالحې مور پر ځای د یوې بدمرغه مور اختیارول:
2: د غوره نوم ايښودلو پر ځای د پرېوتي او بد نوم انتخابول:
3:- دماشوم يواځې جسمي روزنې ته متوجه کېدل د هغه فکري، علمي او عقدوي پالنه له پامه غورځول:
5:د ماشوم د عقېدوی جوړښت مسؤلیت بې ارزښته ګڼل:
6: ماشوم ته د هغه د جسم سره د مناسبې جزا پر ځای درانده عقوبات ( سزاګانې ورکول):
7:له بدو ملگرو څخه د خپلو ماشومانو نه ژغورل:
8: په ورځیني ژوند کې علم، لمانځه، حیا او اخلاقیاتو ته د خپلو ماشومانو نه هڅول.
9: ماشومانو ته په کوچنیتوب کې د خطرناکو اسلحو د استعمال زده کړه ورکول.
10: د ماشومانو په معصومانه ذهنیونو کې د بښنې پر ځای د انتقام اخستلو ولولې راپارول…. او داسې نور.
د خپل اولاد سالمې روزنې او پالنې ته زمونږ غفلت کومې کورنۍ او ټولنیزې ناخوالې رامنځ ته کوي؟
د مور او پلار یو د مشترکو مسؤلیتونو څخه دا دې چې: دوي دواړه به د خپلې کورنۍ د شرافت خیال ساتي او د ټولو هغو کړنو څخه به ځان ساتي چې د یو انسان د عِصمت او د عِفت سره منافي چاری وي او په ښکاره او پټه سره به هیڅکله هم داسې څه نه ترسره کوي چې د هغې په نتیجه کې له شرم څخه ډک ژوند ورپه برخه شی. په ټولنیز ژوند کې به تاسې هم لیدلي وي چې کله د یو چا زامن یا لورګانې قرآنکریم حفظ کړي؛ نو په دې کار سره به ېې د مور او پلار نوم په درنښت یادیږي، یا هم کله چې د یو چا زوی له پوهنتون څخه ډاکټر او انجینر فارغ شي؛ نو په دې کارونو سره ېې نه یواځې مور او پلار، بلکه خپلوان هم پر دوي ویاړي.
خو بل لوري ته بد مرغه اولاد نه یواځی د خپلې کورنۍ نوم بدوي، بلکه د خپل قام سر د نورو قومونو پر وړاندی ټیټوي او هر کله چې په یوه کورنۍ کې د یو چا اولا په اخلاقي فساد اخته، د چرسو، قاچاقو او د داسې نورو بد اخلاقیو له کبله په څو کلن زندان محکوم شي؛ نو نه یواځې د نژدې سیمې خلک، بلکه ټوله ټولنه به ورڅخه د وېری او ناامنۍ احساس کوي او دا رښتیا خبره ده چې: بدمرغه اولاد نه یواځې د مور او پلار د زورېدو، بلکه د هیواد، ملت او د انسانیت پر ټنډه تور داغ ګرځیږي. پوهان څه ښه وايي: بدمرغه اولاد په ټولنه کې بدمرغي رامنځ ته کوي.
د بدمرغه اولاد یو غوره مثال:
څو ورځې وړاندی په پلازمینه کابل کې یو ځوان یوه پیغله انجلۍ هغه مهال پر ډزو ووژله، کله چې ېې مور او پلار دغه هلک ته د خپلې لور د ورکولو څخه انکار وکړ، دا او دېته ورته غمیزې (بدې پېښې) هغه مهال را منځ ته کیږي چې کله مور او پلار د خپلې کورنۍ نیک نامۍته ارزښت ورنکړي؛ نو مور او پلار ته ښايي چې نه یواځې دا چې پخپله به د بې ننګۍ او د فحشاء کارونه بد ګڼي، بلکه خپل اولاد به هم نه پرېږدي چې د بې ننګۍ کارونو ته لاس وروغځوي، تر څو داسې نشي چې د شیطان په لمسه د هوا او د هوس په لومو کې کې وروغورځیږي، د ګناه څخه به دوي ټول خپل ځانونه او خپله کورنۍ په امان کې ساتي او د شهوت پر ځای به له صبر څخه کار اخلي او د لوی څښتن تعالی دا وینا به په یاد کې ساتي چې فرمايي: (( وَ الْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَ الْحَافِظَاتِ وَ الذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَ الذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَ أَجْرًا عَظِيمًا ))﴿سورة الأحزاب 35 آیت﴾
ترجمه: او ساتونكي سړي چې د خپل شهوت ځای ( له ښځو څخه ) ساتي او ساتونکی ښځې چې د خپل شهوت ځای ( له سړیو څخه ) ساتي او د الله تعالی ذکر کوونکي سړي او ښځې چې ډېره یادونه ېې کوي، تیار کړیدی الله تعالی دغو( سړیو او ښځو ته ) مغفرت او ستر اجر ( چې جنت ) دی. بل لوري ته په عربي ژبه کې یو مشهور شعر دی چې وايي: (( کلُ الحوادث مَبدأها مِنَ النّظرِ ـــ و مُعظم النار مِنْ مُستصْغِرِ الشّررِ)). دېر ځل بدې پېښې د سترګو د غلط استعمال څخه رامنځ ته کیږي ـــ او ډېر اورونه په اصل کې د اور د کوچنیو بڅرکو څخه پیل کیږي. په رښتیا سره چې د اولاد په سالمه روزنه کې د والدینو غفلت او اهمال ډېر ځل اولاد په ناوړه برخلیک اخته کوي، چې دلته به ېې یو لنډ مثال ته ستاسې پام راواړو.
د اولاد په سر د جنګونو زیانونه او بدې اغېزې:
تاسې به هم لیدلي چې په کلیوال او ښاري ژوند کې کله کله دوه نژدې ګاونډیان له همدې کبله سره په جګړه کې ونښلي چې د دوي ماشومانو یو له بل سره جنګونه کوي. دا ستونزه په اصل کې هغه مهال رامنځ ته کیږي چې کله مور او پلار د اولاد هرې مشروع او نامشروع غوښتنې ته هو ووايي او دا د هغوي د روزنې په بهیر کې یوه ستره تېروتنه ده. ډېر کم داسې مور او پلار به وي چې خپل زوی له بې ځایه ګرځېدو څخه راوګرځوي او د اولاد چاری ېې د یو منظم مهال وېش له مخې پر مخ ولاړی شي. همداراز والدین هیڅکله هم باید خپل اولاد له خپلو خپلوانو او ګاونډیانو څخه د خپل غچ اخستلو ته ونه هڅوي، دا ځکه چې د والدینو دا تېروتنه ډېرې ټولنیزې ناخوالی او مخاطر رامنځ ته کوي، لکه څه وخت مخکې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې یو ګاونډي هغه مهال خپل مخامخ ګاونډې ماښام مهال په ډزو ووېشته چې کله ېې د همدې ورځې په سهار ماشومانو یو له بل سره لفظي شخړه او جګړه کړی وه. په دې پېښه کې وهل شوې ماشوم د کوم وکیل زوی ؤ، چې کله ېې ماښام مشران وروڼه کور ته راغلل او د سهارني جنګ بدمرغه کیسه ېې خپلو مشرانو وروڼو ته واوروله ، سمدلاسه ېې ټوپک واخست او د خپل هماغه همسایه د کور مخې ته ېې لومړی هوائي ډزې وکړی، بیا ېې په ډېری بې دردۍ سره کله چې د مخامخ ګاونډي هماغه کوچنی ماشوم راووته په ډزو ووېشته او نه یواځې د څپېړی ځواب ېې د ټوپک په ژبې سره ورکړ، بلکه بل ورور ېې ورته هم ووېشته. له دې کار وروسته ېې له دې سیمې څخه فرار وکړ، د ډزو په اورېدو سره د ماشوم د تور سری مور او د خویندو ژړا او انګولا پیل شوه، بیا څو شېبې وروسته دواړه وروڼه نژدې روغتون ته یوړول شول چې او اوس په روغتون کې د قوي درملنې او څارنې لاندی دي.
درنو لوستونکو: زما اندېښنه دا نده چې ډزو کوونکو ولی د خپل ګاونډي د ماشوم څپېړه ونه شوای زغملای او بې ځایه قهر یو ناورین رامنځ ته کړ، بلکه اساسي اندېښنه مې دلته ده چې: اوس به د ویشتل شوي ماشوم کورنۍ بېرته په څه ډول انتقام اخلي؟ آیا یواځې مجرم ته به درنده سزا ورکوي او که پلار مور او که ټوله کورنۍ به ېې د غم او د ویر په ټغر کینوي ؟
د ګاونډي سره د امام أبوحنیفه (رحمه الله ) چلند:
دا ډول ګاونډیان كله پر دې باندی پوهیږي چې زمونږ امام أبو حنیفه ( رحمه الله) به خپل مسلمان ګاونډي سره څه ډول غوره چلند کاوه، لکه چې راغلي دي: ((یو ځل داسې کار وشو چې د امام ابوحنیقه ( رحمه الله ) یو ګاونډی درلود چې دغه ګاونډی به ېې د ورځې کار کاوه تر څو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او بیا کله به چې شپه شوه؛ نو په یو لړ شعرونو یا د سندرو په ویلو باندی به ېې لاس پوری کاوه. په دې توګه سره شپې او ورځې تېرېدلې او یوه شپه داسې راغله چې امام ابوحنیفه ( رحمه الله ) د خپل ګاونډي غږ وانه ورېده؛ نو سمدلاسه ېې د هغه پلټنه او له خلکو څخه د هغه د حال په اړه پوښنه وکړه تر دې پوری چې ورته وویل شول: هغه خو بندي شویدی. شپه تېره شوه او هر کله ېې چې د سهار لمونځ اداء کړ ؛ نو په بې ساري اخلاص سره د خپل ګاونډي د خلاصون لپاره د قاضي خوا ته ورغی او ورسره لیده کاته ېې وکړه او ورڅخه ېې د هغه دزندان څخه د آزادولو غوښتنه وکړه. قاضي هم د امام ابوحنیفه صاحب وړاندیز پام وړ وګاڼه او د هغه د غوښتنې سره سم ېې له زندان څخه را خلاص کړ، بندي چې کله له زندان څخه بیرون را ووته ؛ نو امام ابوحنیفه صاحب ته ېې وویل: ښه شوه چې ساتنه او ژغورنه مې وشوه او مخکې له دې چې له اخ و ټوخ مې وباسي تا له بند څخه را خلاص کړم، بیا ېې امام صاحب ته د منني په خاطر وویل: لوی څښتن تعالی دی تاسې ته زما په اړه د دې کار په مقابل کې ستر اجر درکړي او بېشکه چې تاسې د خپل ګاونډیتوب حق اداء کړ. د امام ابوحنیفه ( رحمه الله ) د دې نېک چلند وروسته دغه ګاونډي توبه وویستله او پخپل ژوند کې ېې غوره بدلون راوست.(1).
همداراز دا ډول همسایه ګان چې کله د ماشوم په سر د جنګ له کبله خپل ګاونډی په ډزو ولي او ژوند ېې له خطر سره مخامخوي، کله له دې څخه خبر دي چې زمونږ مشرانو او دیني علماؤ به څومره د خپل ګاونډي خیال ساتو، لکه په تېره زمانه کې یو ځل د یو عالم په کور کې موږکان زیات شول، چا ورته وویل: ولی په کور کې یوه پیشو نه ساتی ؟ هغه د دې پوښتنې په ځواب کې ویل: زه له دې خبرې وېرېږم چې زمونږ د کور موږکان به د پېشو غږ واوري او د ګاونډي کور ته به وتښتي او زه دا نه خوښوم چې د خپل ګاونډي په حق کې یو داسې کار تر سره کړم چې زه ېې د خپل ځان لپاره نه خوښوم ( 2).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): الجار حقوقه وواجباته لأحمد السيد يوسف البدوي ص 126- 129.
( 2): حقوق الجار في الإسلام لمحمد فريد وجدي ص 446.مكانة الجار في الإسلام للدكتور المكي إقلاينة، بحث منشور في مجلة البحوث الفقهية المعاصرة بالرياض العدد 70 ربيع الآخر 1427 ص 254 وما بعدها.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320