پوتين رامخکې شو/خوشحالآصفي

0 926

پوتين رامخکې شو؛ څوک شته چې لاسنيوی يې وکړي؟

په داسې حال کې چې روسيې په ځلونو د افغانستان حکومت له مخالفانو (وسله والو طالبانو) سره په خپلو اړيکو لرلو اعتراف کړی دی او افغان حکومت پرې نيوکې کړي؛ دا ځل روسيه وايې له افغان حکومت سره مرستې ته چمتو ده. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايې، هيواد يې په افغانستان کې د سولې بهير ټينګېدو سربېره، د افغان پوليسو هر اړخيز ملاتړ او روزنې ته چمتو دی. نوموړي ويلي روسيه به د افغان پوليسو د روزنې په برخه کې تمرکز زيات کړي او له ټولو هغو پروسو ملاتړ کوي چې له مخې يې په افغانستان کې راځي.

بل لور ته د پوتين د ملي امنيت رييس نيکلای پتروشوف له خپل افغاني سيال محمد حنيف اتمر سره په کتنه کې تاکيد کړی چې له وسله والو طالبانو سره د روسيې اړيکې؛ له افغان سولې پروسې سره د دغې ډلې د هڅونې په موخه دي. له دې وړاندې د روسيې باندنيو چارو وزارت له وسله والو طالبانو سره د روسيې د اړيکو درلودلو اړوند د افغان لوري اندېښنو ته په ځواب کې ويلي و چې له وسله والو طالبانو سره د مسکو اړيکې دغې ډلې ته د مشروعیت ورکولو په معنا نه دي بلکې يواځې په افغانستان کې د روسيې اتباعو د امنيت د تامين او د افغانستان د سولې پروسې سره د همکارۍ لپاره دي.

کابل له دې وړاندې له وسله والو طالبانو سره د مسکو پر اړيکو تند غبرګون ښودلی و او دا يې د افغانستان په چارو کې د روسيې مداخله بللې وه خو روسيې ته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار ښاغلي حنيف اتمر له سفر وروسته د افغانستان په دريځ کې بشپړ بدلون ښکاري او دا ځل داسې ښکاري چې له مسکو سره ګډه تګلاره جوړوي او د دوو هيوادونو تر منځ پر کليدې مرستو کولو سلا کيږي.

افغانستان له اوږدې مودې راهيسي د نړیوالو سترو قدرتونو تر منځ د لوبو ډګر ګرځيدلی دی. په ۱۹مه پېړۍ کې دلته د بريتانيا او شوروي ترمنځ ګرمې سيالۍ روانې وې. دغه راز په اتيايمه لسيزه کې امریکا د پاکستان له لاري د شوروي اتحاد پرضد افغانانو ته وسلې ورکولې. له هغې وروسته ايران د طالبانو د پرضولو په خاطر شمالي ټلوالې ته وسلې ورکولې. خلاصه دا چې دلته هر چا د خپلو ګټو په خاطر یوه ډله د ځان لپاره جوړه کړې او خپل مقابل لوری يې پرې ځپلی دی. اوس په وروستيو کې هم داسې ښکاري چې دلته به د امریکا او روسيې تر منځ د سيالۍ ډګر رامنځته شي خو دلته اوس ستر مسوليت د افغان حکومت دی چې څنګه کولی شي له خپلو تيرو تجربو ګټه او له نيمګړتياوو پند واخلي او دا ځل افغانستان د سترو قدرونو د لوبو په ډګر له بدليدو پر ځای د مرستو او همکارۍ په دګر بدل کړي.

دا ښکاره ده چې اوسمهال په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د روسيې اړيکې، روسيې ته هغه ګواښ د مخنيوي لپاره دي چې د دوی په باور له داعشه ورته پيښېدونکی دی. روسيه باور لري چې داعش ترهګره ډله د لويديځ لخوا د دوی د تهديد لپاره پلان شوې ده. همدارانګه يو بل لامل چې روسيه يې وسله والو طالبانو سره اړيکو درلودلو ته اړ کړې؛ هغه په وروستيو څو کلونو کې روسيه د افغانستان د بهرني سياست له محوره وتل دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم روسيه د افغانستان د بهرني سياست په محور کې واقع نه وه. کرزي هغه مهال له روسيې سره اړيکې جوړې کړې کله چې يې له امريکا سره په اړيکو کې ترينګلتيا رامنځته شوه. همداشان اوسني حکومت هم تر دا مهاله يواځې امريکا د خپل بهرني سياست محور ګرځولی دی.

اوس د افغانستان او د افغان ولس سرنوشت د افغانستان د حکومت په لاس کې دی. که حکومت خپل بهرنی سياست اصلاح نه کړي او د تيرو حکومتونو په پل ـ پل کيږدي او د سترو قدرتونو تر منځ په اړيکو کې تعادل په نظر کې ونه نيسي نو پرته له شکه چې دا هيواد به يو ځل بيا د لويو هيوادونو تر منځ د سياليو په ډګر بدليږي. او که حکومت خپله بهرنۍ تګلاره برابره کړه او د سيالو هيوادونو تر منځ په ځانګړي توګه د امريکا او روسيې تر منځ يې انډول په نظر کې ونيولو نو پرته له شکه چې د افغانانو لپاره به ښه زيری ولري. اوس چې روسيې له افغانستان سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی نو حکومت ته هم په کار ده څو روسيې ته لاس ورکړي او د منفي رقابتونو مخنيوی يې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply