ولسمشراشرف غني ته د کابینې جوړښت له لومړي سره سرخوږی و او ښکاري چې د دې ستونزې پر حل به تر پایه لاسبری نهشي. د ملي وحدت په نوم د ښاغلي غني د حکومت تر ټولو پېچلې ستونزه له غیرمتجانسو څېرو سره د هغه د کار جوړښت دی چې پخپله بشپړ تخنیکي انسان او د ده خلاف د کابینې لویه برخه یې له سیاسي کړیو ورمعرفي شويو نیمچه اماتورو سیاستوالو جوړه ده چې د ځینو یې ان په خپل وزارت کې د کار په څومرهوالي او څرنګوالي سر نه خلاصېږي، ټوله ورځ یې د خپل ګوندي مشر په دربار کې تېرېږي او د ملت ټول څه تر خپل باداره ځاروي.
ان د ده په پچه یا پنځوسیزه کې رسېدلي یو شمېر وزارتونه له څه باندې یوه کال راهیسې بېوزیره فلج پراته دي چې ښه بېلګه یې د کانونو او کلتور وزارتونه دي چې نور پکې ان له کارکوونکيو سرپرستان په غلطېدو دي.
ولسمشر غني ته نږدې کسان وايي چې په ورځ کې له ۱۶ ساعته کار سره سره هم د هغه د اوونیزکار یوه مهمه برخه له خپلو ګڼو تراشل شویو حکومتي شریکباڼو او برخهوالو سره د چوکیو په راکړو ورکړو او ورته له دې او هغې کړۍ د معرفي شویو کسانو په سر په چڼو وهلو تېرېږي. له ۶ میاشتو چڼو وروسته یې د نادر نادري له سره یو شمېر چوکۍ قربان کړې. تر دوه نیم کلن ګډ کار وروسته هم د غني او عبدالله خوله یوه نهشوه او یو د بل د پښو وهلو لوبه دواړه اړخونه ښه په درز کې پر مخ بیايي. په دغه نوي پیل شوي سیاسي سترنج کې ولسمشر تر خپل سیاله ډېر مخکې تللی او د اجراییه مشر ملا یې ور ماته کړې. غني هغه ټولې مهرې را خپلې کړې دي چې د اجراییه ریاست په میدان کې یې لوبه کوله او ولسمشر ترې وېرېده. په دغه برخه کې عطامحمد نور له ښاغلي غني سره د دوه نیم کاله وروسته لوبې په انځورولو او نقاشي بوخت شو او د یخ ژمي تودو معاملو یې د ډېرو خواوې ور سړې او د ډېرو ورګرمې کړې.
د خبرلوڅي والي عطامحمد او تخنیکي ولسمشر غني کښل شوې لوبه تر ډېره په سیمه کې د هغو نویو ناپایېدونکيو سیاسي ایتلافونو څرکونه په ډاګه کوي چې د ارګ د بیا ځلې ګټلو په موخه یو په بل پسې په ډېر لړزېدونکي انداز کې را دبره کېږي.
د پخوانۍ شمالي ټلوالې د غړيو له خوا د تلې د بدلون هماغه پخوانۍ لوبه ده او ښکاري چې یوه بله لسیزه به هم د دوی له خوا پر افغانستان دا خپور شوی مثلث مسلط وي او تر هغه وروسته به د دوی درېیم نسل د دې خاموشه ټکېدونکي ولس پر سر واکمن شي.
د ولسمشر تر ټولو ډېر سوچ اوس د ۸۸ بېوزیره وزارتونو لهپاره د ده او تراشل شویو سیالانو په خوښه د کسانو موندل او د وزارت تر چوکیه رسول دي، ځکه چې له ولسي جرګې سره یې اړیکې د یوه او بل تر ګواښلو رسېدلې دي.
پر دې بېوزیره وزیرانو سربېره ولسمشر یو شمېر نورو وزیرانو ته هم غاښونه چیچلي او ښکاري چې داخل به د ولسي جرګې د وکیلانو بازار ښه ګرم وي. ولسمشر هر ځل له یو لړ تریخجنو ګواښونو وروسته د ملت په نوم استازيو سره کتلي او د هغوی د لاسنیوي هڅه یې کړې، خو په ډېرو وکیلانو کې هم د ولسمشر د وزیرانو په څېر زړه شین کړی او زور به یې د هغه د کابینې تر غړيو وباسي.
دویمه ستره او پراخېدونکې اندېښنه او دنده یې د جنګي ګواښ کابو کول دي چې په دې برخه کې یې واشنګټن ته لاس ور اوږد کړی او د نویو بهرنیو سرتېريو په راتګ سره غواړي د جګړې دا فصل را قابو کړي. سره له دې چې په نړیواله کچه د افغانستان په تړاو د سپینې ماڼۍ تګلاره تته برېښي، خو په دې ناعلاجه ناروغي کې د ارګ تکیه بیا هم پر واشنګټن ده چې ګنې د افغان کشالې درملنې ته د ټرمپ را پام شي.
د دې ټولو سیاسي ډرامو په خوا کې ښاغلی غني په خورا تېزېدونکي ډول د دوه نیم کاله وروسته سترنج په لوبه بوخت دی او غواړي د ارګ له لس کلنې دورې خوند واخلي.
ښکاري چې د هغه تخنیکي ولسمشر د کار لویه برخه اوس په سیاسي ناندریو مصرفېږي چې کېدای شي دوه کاله وروسته نتېجه د هماغه غره او هماغو کربوړو شي. په کور دننه له ښاغلي غني لار ورکه برېښي. یوې خوا ته خپه سیاستوال رضا کوي او بلې خوا ته یې په ناسور اخته ولس ترې خوابدی کېږي. یوې خوا ته د افغانستان ستونزې ته د نړیوالې اجماع په رامنځ ته کولو اخته دی او بلې خوا ته ورته د اسلام اباد، ډیلي، تهران او ریاض په سرټمبګیو سربېره ماسکو او واشنګټن ښکرونه سره بند کړي دي او په زیاتېدونکي ټېل ماټېل کې د ګوډو او ماتو افغانانو بچ کول ستونزمن کېږي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320