يو بل وړاندې ګام /غفوراحمد جاوید

0 1,329

ولې داسیا په زیربینایي او پانګونې بانک (AIIB) کې دافغانستان غړیتوب مهم او لویه لاس ته راوړنه ده؟
په تېره اوونۍ کې دافغانستان مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي وکولای شوای چې په AIIBB)) کې غړیتوب واخلي، دا چې افغانستان ته یې ولې غړیتوب مهم دی غواړم پر دې مسایلو لنډه کتنه وکړم چې هېوادوال يې له اهمیت او ګټو خبر شي.

اول؛ AIIB
د AIIBبانک دروازه د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې په چین کې د نړۍ دلسګونو هېوادونو په غړیتوب پرانيستل شوه چې غړي هېوادونه يې د سیمې، نړۍ او اسلامي هېوادونو پياوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه دي، لکه چین، هندوستان، ایران، روسیه، اندونیزیا، کوریا، سعودي عربستان او داسې نور…
د AIIB بانک د پانګونې ساحه هم د پام وړ ده چې غواړي په شپږو برخو کې کار او پانګونه وکړي لکه کرنه، کلیو پراختیا، برېښنا، چاپېریال‌ساتنه، د اوبو رسول او ټرانسپورټ او کمونیکشن شامل دي.
ویلای شو چې د دې غړيو هېوادونو ګډون په دغه بانک کې افغانستان ته په لاندې ساحو کې د پام وړ ملاتړ او پرمختګ ورکړی؛

سیاسي
لکه څنګه چې دا بانک د لسګونه ملیارډه ډالره په پانګونې را منځ ته شوی دی او یوه موخه یې هم په نړۍ کې له نړیوال او اسیا پراختیایي بانک سره د پانګونې او بیارغونې په برخه کې د رقابت ده؛ نو غواړي چې په ټول قوت په خپلو غړيو هېوادونو کې پانګونې ته لاره هواره کړي.

همدارنګه د دې بانک غړي هېوادونه چې چین، روسیه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غړیتوب او شانګهای سازمان بنسټګران دي، هم د افغانستان له‌پاره په نړیوال ډګر کې د دوی ملاتړ خورا ارزښتمن دی، تر څنګ یې د هندوستان، ایران، تاجکستان، سعودي عربستان غړیتوب هغه څه دي چې کولای شي د افغانستان له‌پاره په سیمه او اسلامي نړۍ کې د لا زیات سیاسي ملاتړ لامل شي.
ځکه د افغانستان اوسنی وضعیت که ثبات و نه مومي، ښکاره خبره ده چې د سیمې د ناامني او بې‌ثباتي لامل به شي.

په پانګونه کې د تضمین شتون ډېر اړین دی، که دا بانک وکولای شي هغه پانګه‌وال چې په افغانستان او سیمه کې پانګه اچوي او دا بانک ورته تضمین ورکړي، دا یو بل سیاسي او اقتصادي ملاتړ کیدای شي چې په افغانستان کې د کمپنیو او پانګوالو د پانګې اچولو وېره له منځه یوسي او هغوی تشویق شي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

اقتصادي ګټې او فرصتونه
دا چې د دې بانک اصلي طراح او لوبغاړی چين دی؛ نو غواړي چې په جنوبي او منځنۍ اسیا کې پراخه پانګونه وکړي او دغه سیمې په اقصتادي زون بدلې کړي، ځکه دا سیمې پراخې انساني سرچینې، مارکېټ او طبيعې زېرمې لري، خو هغسې چې باید په دې سیمو کې پانګونه شوې وای نه ده شوې او نه هم دغه سیمې د نړۍ د نورو سیمو په پرتله د پرمختګ شاهدانې دي، کله چې چین غواړي په دې سیمو کې پانګونه وکړي، ښکاره ده چې د دې سیمو نښلوونکې نقطه چې افغانستان دی، ډېره پاملرنه ورته وشي، ځکه تر هغو چې په افغانستان کې په زیربینایي پروژو لکه برېښنا، رېل‌پټلۍ، سړکونو او ګمرکي سیسټمونو پانګونه و نه‌شي او معیاري نه‌شي؛ نو ښکاره خبره ده چې هیڅکله به له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژي د انتقال ظرفیت پیدا نه‌شي او نه به له جنوبي اسیا څخه منځنۍ اسیا ته د صنعت د انتقال زمینه برابره شي.

جنوبي اسیا د پراخ مارکېټ او صنعت په لرلو د انرژي له کافي کمبود سره مخ ده او منځنۍ اسیا د پراخو انرژیکو زېرمو د صنعت د نه شتون او بحر ته د نه لارې له امله کړېږي؛ نو دا د افغانستان له‌پار یو بل ښه اقتصادي فرصت دی چې د دې دواړو سیمو د وصل د ټکي په توګه وکولای شي، د انرژي او صنعت انتقال یوې او بلي سیمې ته تر دې ښه ګټه پورته کړي. هم د ټرانزیټ او هم د تجربو په ترلاسه کولو سره چې همدارنګه به افغانستان یوازې د ټرانزیټ له لارې د کال سلګونه میلونه ډالر تر لاسه هم کړي.

د دې بانک ډېری غړيو هېوادونو لکه هندوستان، ایران او چین په وروستیو کې په مختلفو برخو کې لکه کرنه، ټيکنالوژي او تخنیک کې بلا ډېر او چټک پرمختګونه کړي دي؛ نو افغانستان کولای شي له دې فرصته په ګټې اخيستلو سره هغه تجربي په افغانستان کې د کرنې او ټيکنالوژي په برخه کې وکاروي.

امنیت
د پانګونې له‌پاره ډېره اړینه ده چې موږ امنیت ولرو او اوس بدبختانه سیمه د نړیوال ټروریزم له ګواښ سره مخ ده او ټروریرم هغه څه دي چې هیڅ نوعه اقتصادي او نور پرمختګونه نه مني، تر هر څه باید د دې بانک غړي هېوادونه او چین پر دې فکر وکړي چې څنګه د دې سیمې هغه اصلي نقطه امن کړي چې په راتلونکي کې د دوی پانګونه تر ګواښ لاندې را نه‌شي لکه اوس چې چین له ورته ستونزې سره په پاکستان او افغانستان کې لاس او ګرېوان دی، په پاکستان کې د چین ۴۲ ملیارده ډالر پانګونه تر اوسه پورې په بلوڅستان کې د ناامنیو له لاسه نه ده شروع شوې، د دې تر څنګ د افغانستان په لوګر کې د مس‌عینک معدن تر اوسه د ناامنیو له امله پاتې دی او په سیمه کې ټروریزم ورځ تر بلې پرمختګ کوي، که د سیمې هېوادونه په دې کې خپله ونډه وا نه‌خلي، ښکاره ده چې نه به د چین پانګونې ته زمینه برابره شي او نه د دې بانک.

بل داچې په افغانستان کې دنشه یې توکو کښت قاچاق او پروسس بله هغه ستونزه ده چې دپانګونې په وړاندي ګواښ دی ځکه اوس زیاتره دنشه یې توکو قاچاقبران کوشش کوي ترڅو سیمې ناامنه کړي چې دوۍ په اسانۍ سره وکولی شي خپل کاروبار مخته یوسی نو دا ډیرښه چانس دی دافغانستان لپاره ترڅو ددی بانک له غړو هېوادونو څخه په افغانستان کې دنشه یې توکو دمخنیوي لپاره دملاتړ زمینه برابره کړي.

همدا رنګه تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته یو شمېر د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې نظر شول چې که هېوادونه په اقتصادي ډول له یو بل سره وتړل شي، په نړیواله کچه د جنګ جګړو مخه نیول کېږي، ځکه هلته ګټه ټول تر لاسه کوي، خو د فیصدي او ظرفیت په تفاوت سره؛ نو که دغه بانک د هېوادونو تر منځ یو څو مشترکې ګډې اقتصادي پروژې رامنځ ته کړي، ښکاره ده چې هر هېواد به د خپلو ګټو له‌پاره هم د هغې پروژو امنیت نیسي او له دې سره به په سیمه کې د بې‌کاري کچه ټیټه او جګړه په سوکه سوکه له منځه ولاړه شي.

پایله
دې ټولو فرصتونو ته په کتو باید اوس افغان حکومت او د دغه بانک غړي هېوادونه څه وکړي؟
۱۱. افغانستان باید هغه زیربنایي پروژې سر له اوسه مشخصې کړي چې په هغه سیمه پورې اړه لري لکه دانرژي تولید او انتقال.
۲۲. دټرانزیټ لارې لکه د ورېښمو لار، د لاجوردو لار، چابهار، تورخم، سپین بولدک، غلام خان او داسې نورې لسګونه لارې چې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي او په دې کې د دې بانک د ملاتړ او پانګونې غوښتنه وکړي.
۳. پراخ لابینګ چې سیمې ته د دې پيغام ورسوو چې یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.
۴۴. چین او ورته نور هېوادونه باید پوه شي چې هغه وخت په سیمه کې د دوی پانګونه خوندي کېدای شي چې په افغانستان کې نشه‌یي توکي نه وي، نړیوال ټروریزم نه وي او یو مرکزي قوي حکومت ملاتړ د دوی پانګونه تضمینولای شي.
۵۵. چین باید د ځان رښتني ښوولو په برخه کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي چې د سیمې د امنیت له‌پاره ګټور تمام شي.
۶. چین باید له هندوستان او هندوستان له چین سره خپل جنجالونه کم کړي او په ګډه په سیمه کې پانګونه وکړي.
د دغو ټکيو له په پام کې نیولو سره کېدای شي دا بانک په لږ وخت کې د اسيا او نړۍ له‌پاره د نړیوال او اسیایي بانک بدیل شي.
د سوکال افغانستان په هیله!

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply