د افغان میرمنو دفقر او اقتصادي ستونزو لاملونه او حل لارې/ ذکیه وردګ

0 1,646

د امنیت  نشتون،د ښځو د حقوقو دخوندیتوب لپاره دیو بشپړ میکانیزم نشتون، د قانون نه تطبیق ، ناوړه دود او دستور، نامناسب رواجونه ، د نارینه و واکمني او بیسوادي دافغان میرمنو داقتصادي  پرمختګ پروړاندې مهمې ستونزې ګڼل کیږي .په یو هیواد  کې چې نا تمام شوی  جنګ روان وي او لرې کلي او باڼدې  شهري ژوندو نه لرې وي، ښونځي موجود نه وي، بازار نه وي، فابریکه نه وي، دحکومت حاکمیت کمزوری وي، نارینه حاکم وي او اسلامي قانون تطبیق نه وي ،خلک داسلامي قانون په اړه بشپړ معلومات ونه لري په داسې حالاتو کې کله چې  یوه ښځه کوڼده شي او اولاد  هم ونه لري او هغه میراث معرفي شي او د هغې میړه دارایې باندې چاپه اچول کیږي ځکه چې زوی نه لري نودا ټول  دمیرمنو د فقر باعث ګرځي  او دمیرمنو داقتصادي ستونزو مهم لاملونه دي .

حل لارې :

۱ـ د امنيت ټینګښت، د امنیت دټینګښت په برخه کې د کورنیو، ملي دفاع وزارتونه او دملي امنیت ریاست مهم رول ترسره کولای شي. د امنیت دټینګښت په صورت کې به میرمنې د دې فرصت ترلاسه کړي څو دخپل ژوند چارې په عادي ډول ترسره کړي.

۲ـ د میرمنو د حقوقو د خوندیتوب لپاره د یو بشپړ میکانیزم جوړول چې په هغې کې دا لاندې ټکي په پام کې ونیول شي .الف؛ په کلیو کې د یو ښځينه بازار جوړول تر څو ښځي وکړای شي خپل د لاس محصولات خرڅ کړي دا کار حکومت په انجو ګانو کولای شي  هم انجوګانې په کار اچول کیدای شي او هم ښځوته  زمینه برابریدای شي چې له کور نه ووځي او خپل محصولات خرڅ کړي .په دې برخه کې دسوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه او دسوداګرۍ او صنایعو خونه ډیره مرسته کولای شي.

ب : دغو ښځو ته په ښارونو کې بازار یابي .ج : حرفه یي کورسونه، لکه د صفا کارۍ، د مربا جوړول، مرغ داري، د کرنې، مالدارۍ او خیاطي .  په دې برخه کې دکرنې  او پوهنې وزارتونه مهم رول ترسره کولای شي.

د: فقیرو او کوڼدو میرمنو ته چې ښارونو  ته نږدې ژوند کوي د یو کار زمینه برابرول، د وړو فابریکو ایجادول ،چې ښځي کار په کې وکړي.

۳ ـ د قانون تطبيق کول : الف: د داسې نویو مادو جوړول چې په وسیله یې د ښځو ژوند کې اسانتیاوې رامنځ ته شي ب : سخت او جدي قانوني برخورد د هر هغه چا سره چې په میرمنو ظلم کوي ج: د نارینه وو ذهنیت جوړول، د ښځو د حقوقي ستونزودحل لپاره یو د اړیکې تیلفونې لاین جوړ ول، تر څو ښځي وکړای شي خپل مشکل بیدون د شرم نه درج کړي او د دغه لاین اګاهي باید هر ه سیمه د افغانستان کې وي په دې برخه کې دمخابراتو او عدلیې وزارتونه مرسته کولای شي.

۴ ـ دود او دستور  باید د قانون سره تړاو ولري. یوه ښځه کوڼده کیږي او بې اولاده  وي نو هغې ته میراث ویل کیږي  او د هغې دارایي چور کیږي. هغه یا په زوره نکاح کیږي یا دپلار کورته  لیږل کیږي. د هغې حقوق باید په قانون  کې خوندي کړای شي.په دې برخه کې دعدلیې ،دکورنیو چارو او دحج او اوقافو وزارتونه  او ملي شورا مهم رول ترسره کولای شي.

۵  ـ نارینه و ته  بایدد ښځو د حقوقو په اړه  اګاهي ورکړای شي . د پارلمان له لوري داسې ماده په قانون کې ځای پرځای شي تر څو د ښځو دحقوقو په اړه نارینه و ته معلومات ورکړل شي په دې برخه کې ملي شورا،دعدلیې وزارت او دپارلماني چارو وزارت په ګډه کار کولای شي . 6 ـ د حکومت له لوري باید د بیسوادۍ کورسونه جوړ کړای  شي او زده کړې باید اجباري شي.په دې برخه کې دپوهنې وزارت مهم رول ترسره کولای شي.دپورتنیو حل لارو دعملي کولو په صورت کې به بې له شکه دافغان میرمنو اقتصادي ستونزې ترډیره بریده حل شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply