د کونړ ولایتي شورا وایي چې پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو په پایله کې د یاد ولایت یو شمېر ځایونه د سیمې له اصلي اوسېدونکو خالي کړي او خپل پرمختګ تهيې دوام ورکړی دی.
د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي محمد ساپي ازادي راډیو ته وویل، پاکستانیو ځواکونو په تېرو څو کلونو کې پر خپلو بریدونو د کونړ زیاتې سیمې له خلکو خالي کړي او وسلهوال مخالفینیې ځای پر ځای کړي او له هغه وروستهيې پهکې خپلې پوستې جوړې کړي چې اوس هم د پاکستاني ځواکونو پرمختګ دوام لري.
نوموړی وايي:
“د خاص کونړ ولسوالۍ په مایا سر کې تقریباً ۵۰۰-۶۰۰ متره د ډیورند فرضي کرښې څخه دېخوا راوښتي او خپل تأسیسات جوړوي، د سرکاڼو ولسوالۍ په سپینه څوکه، بختي کنډو، چلتنې، ډوز سر، مېټۍ کنډو، ننګه سر او ګلاب پړۍ کې يې خپله مشینرۍ هم په کار لګیا کړي دي.”
ساپی وايي، دغو سیمو کې پاکستاني ځواکونه د خپل پرمختګ لپاره په بېرحمه ډول ځنګلونه هم پرې کوي.
بیا هم ښاغلی ساپی وايي:
“ځنګلونه کې یې برقي ارې لګولي وهي یې او له پولې يې اړوي. مخکې يې په ولسي خلکو څه فشارونه وارد کړي وو او ورتهيې ویلي و چې مومند اېجنسۍ ته لاړ شي تاسې ته دوه کمپونه هلته جوړ کړي او یا د خاص کونړ هوارو سیمو ته کوز شئ، دلته موږ پوستې او تأسیسات جوړوو.”
د سیمې اوسېدونکي وايي، پاکستانیو ځواکونو يې کورونه په توپونو وویشتل او دوی يې د خپل کور، کلي پرېښودو ته اړ کړل.
دوی زیاتوي:
“زما نوم ولایت خان دی، لومړی يې زموږ د بري مایا کورونه وویشتل، بیا يې د خدنګ تنګي او شاتي تنګي کورونه وویشتل او له موږ يې سیمه خالي کړه، پاکستان غواړي چې خالي شويو ځایونو کې خپلې پوستې ابادې کړي.”
بلخوا د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعهګل همت بیا ازادي راډیو ته د ډیورند په فرضي کرښه د پاکستانیو ځواکونو د پرمختګ او ودانیو جوړولو په اړه څه ونهویل خو وايي چې د پاکستان پوځ ځکه د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کوي چې دغه سیمې له افغانانو خالي کړي او پر ځای يې وسلهوالې ډلې ځای پر ځای کړي.
ښاغلي همت زیاته کړه:
“پاکستان د افغانستان کورنیو چارو کې تل مداخله کړې. د دوی د راکټونو راویشتل چې شونکړۍ دره کې، شالۍ ولۍ او دانګام ولسوالۍ کې دوام لري. دا هم د دوی هغه مغرضانه اعمال دي چې غواړي دغو سیمو کې د افغانستان د خلکو او دولت دښمنان ځای پر ځای کړي. لومړی د کونړ،ختیځ زون او ورپسې د ټول هېواد امنیت پرې وګواښي.”
ولایتي شورا په داسې حال کې د کونړ په خاوره کې د پاکستاني پوځ د مخکې راتګ خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د یاد هېواد د پوځ لوی درستیز د کونړ ګاونډ باجوړ او مومند اېجنسۍ خطرناکې سیمې ګڼلي او ویلي يې دي چې تر ټولو وړاندې به پوځ په همدغو سیمو کې اغزن سیم لګوي او دېوالونه به جوړوي، خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي د ډیورند په فرضي کرښه د پاکستان پوځ وروستي تحرکات ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نهکوي.
خو د سیمې خلک بیا وایي چې پاکستان د باجوړ او مومند ايجنسیو په ځای د کونړ په خاوره کې پوستې جوړوي.
راپور: روحالله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320