د طنز نړیوال تاریخ د څلورم ټوک له کتاب څخه/محمود نظري

0 2,300

جلال نوراني

جلال نوراني په  کال ( ۱۳۲۷  ه ل) د کابل په ښار کې زېږیدلی دی،هغه د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځی  څخه فارغ سوی دی او په کال ( ۱۳۵۸ ه ل )  کې یې  دشوروی اتحا د د لنین گراد  په پوهنتون کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړه کړې ده 

نورانيدافغانستانیووتلیطنزلیکونکیدی  او تر اوسه يې    په لسونو طنزي ټولگې چاپ سوي دي . نوراني د کمکیانود مجلې (انیس )مدیر،د ژوندون مجلې مسوول مدیر او د انیس د ورځپاڼې د مدیر دندې تر سره کړې دی ان په مهاجرت کې یې  د گلبرگ د مجلې  دسر محرر دنده تر سره کړې ده.

نوراني ډیر طنزونه  او نندارمې لیکلې او په سلونو طنزونه  يې له بهرنیو ژبو څخه   ژباړلي  دي

د تیاتر او نندارمو  يې درې کتابونه چاپ سوي دي،   هغه اوس په استرالیا کې ژوند کوي .
طنزی ټولگې یې:  «اي هموبيچاره گك اس» و «چه كنم عادتم شده» ،«مرباي مرچ» بلغاریایی طنزونه دی«طنز هايي از چهار گوشهء جهان»… دي

د نوراني د یو طنز « یو بل شی ولیکه ! » یوه برخه  :

ډاکټر هغه په پام معاینه کړ او ورته یې وویل :

خوله دي خلاصه که!

هغه خوله خلاصه کړه ، ډاکټر د هغه دغاښو په لیدو وویل  :

دا ډیر تیز دي، ډیر تیز

څلور،پېنځه یېویستله، بیایېدوهنوروایستله،غوږو ته یې وکتله یوغوږیې  خوښ نه سو  هغه یې  په هغه چاره چې اړخ ته یې پرته   وه پرې کړ.

آیا د ډاکټرد ا بېرحمه کړه د زغم  وړ دي؛ لاکن د ډاکټر زړه  نه و سوړ سوی، نس یې ورڅیری کړ، یو بډوډۍ یې را ویسته ،هغه یې ښه وکتي ، لیري یې وغورځوه ،بل بډوډۍ یې راویسته نږدې هغه یې هم لیري غورځولی وای ؛ لاکن زړه یې  وسو ، شل سانتي کولمه   یې ور پرې کړه ،په هغه  یې  بډوډۍ وتړه، نیم سږۍ یې پرې کړ د هغه پر ځای یې وتړه ، بیا د زړه او ینې وار سو، هغه یې هم راویستله،  ښه  یې تر نظر تیره کړه ، لیري یې وغورځوله ،بیا یې د هغه سر او پښو ته  وکتله،  له څنگه  یې رنده راواخیسته ، د هغه  سریې لږ رنده کړ، له لږ سوچ وروسته شاید فکر یې کوی چې که یوه پښه ولري څه کیږي، یوه پښه اول له بوجلکې بیا  په زنگانه  ور اړه کړه .

ناروغ زغم ونه کړ ويې ژړل، ډاکټر په پيچکش یوه سترگه  ورویستله،  هغه  غم غم وکړ، ډاکټر به خیال کړی وي  چې هغه ښکنځل کوي ؛مګر زه ډاډ لرم هغه ډير با تربیه  دی.

ډاکټر یې ژبه بهر کړه  له لیدو وروسته یې  هغه هم پرې کړه، ډاکټر بیا هغه ته وکتله،  هغه معصومه قواره  ونیوله، ډاکټر چرت واهه، اخیر  یې خلق تنگ سو، هغه یې په غضب څاه  ته واچوه او د شونډانو لاندې یې وویل :

هیبابانوراني،تاهمزړهخوشالهکړی  دا څه دي راوړي دي، زه دا طنز څنگه چاپ کړم

سبا   یې په تیلفون کې راته ویل :

یو بل شی ولیکه !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply