څه ډول له خوشالۍ ډک ژوند وکړو؟/ یعقوب خالقي

0 1,416

د خوشالۍ لپاره هر څوک یو جلا تعریف لري خو ښايي هغوی یې خپل ژوند ته په کتو تعریف کړي. دلته ځیني پوښتنې ذکر کوو، چې ښايي له تاسې سره یې مناسب ځوابونه نه وي.

د خوشالۍ مانا څه ده؟ ژوند کې مو خوشالۍ ته څومره ارزښت ورکړی؟ د خوشالۍ لپاره مو څه ډول هڅې کړې؟ ولې د خوشالۍ لپاره ستاسې هڅې ډيری وخت بې پایلې وي؟

فیلسوفانو، علماوو او پوهانو د تاریخ په اوږدو کې د ژوند د مانا په تړاو ډېرې څېړنې کړې دي. زموږ موجودیت په څه مانا دی؟ موږ باید څه وکړو؟ زموږ موخه څه ده؟ آیا په ټوله کې د ژوند د مانا لپاره کومه مناسبه کلمه شته؟

د دې لپاره، چې ووایو د ژوند موخه دا ده، چې خوشاله واوسو، په دې اړه ځینې اختلاف لري خو موږ په دې اړه د تاکید لپاره ځیني مهم ټکي وړاندې کوو. له منطقي پلوه د ارسطو نظریه را اخلو. هغه ویلي، هر انسان چې په خپل ژوند کې هر ډول موخه ټاکي وروستی مطلب یې تر ډېره دا دی، چې خوشالي لاس ته راوړي. موږ پیسې د دې لپاره ټولوو، چې سوکاله ژوند ولرو خو ولې؟ د دغې پوښتنې ځواب خوشالي ده. موږ په خپل ژوند کې ولي هڅه کوو له یو ملګري سره خپله مینه شریکه کړو؟ تر څو خوشاله وو. په دې نړې کې ولې موږ د اخرت لپاره هڅه کوو؟ د دې لپاره چې جنت ته ولاړ شو خو د څه لپاره؟ د خوشالۍ لپاره.

له خپلې هرې موخې او هیلې، چې په ژوند کې یې ټاکو تر ټولو وروستۍ موخه مو دا ده، چې خوشاله وو. راځو دېته چې هره موخه مو د خوشالۍ لپاره ده خو خپله خوشالي څه ده؟ د خوشالۍ تر شا هېڅ بله موخه نشته، چې خوشالي یې په رسېدو کې د یوې وسیلې په توګه وکاروو. موږ هڅه نه کوو، چې لومړی باید خوشاله شو، چې وروسته بیا یو ملګری پیدا کړو او خپله مینه ورسره شریکه کړو بلکې موږ هڅه کوو د خپلې مینې د شریکولو لپاره یو ملګری پیدا کړو، چې وروسته خوشاله شو. له بل خوا په هر ځای، سیمه او هره ټولنه کې هر څوک تر هر څه وړاندې لومړی غواړي ژوندي پاتي شي، کله چې ژوندي پاتې شي دوهم غواړي خوشاله واوسي. په دې مانا، چې هر څوک ژوند غواړي خو له ژوند سره یوځای خوشالي غواړي.

اوس، چې خوشالي د ژوند د اساسي موخې په توګه ګڼو باید په دې هم پوه شو، چې خوشالي څه ده. آیا د احساس یو ډول حالت دی؟ آیا په نړۍ کې زموږ د موجودیت یوه لاره ده؟ آیا دا هغه حالت دی، چې موږ خپلو ټاکلو موخو ته له رسېدو وړاندې ترې تیریږو؟  نو که موږ د خوشالۍ په مانا پوه نشو د تر لاسه کولو لپاره به یې څه ډول هڅې وکړو؟

اوس دلته د خوشالۍ لپاره کولای شو دغه تعریف وړاندې کړو:

خوشالي ستاسې د خوښې له موخو سره په مطابقت کې هغه عمل دی، چې په منطقي فکر او ځاني سمون رامنځ ته کیږي او پر فردي اصولو پر مخ وړل کیږي.

د خوشالۍ اساسي وسیله دا کېدای شي، چې د خپلې خوښې موخو سره ژوند وکړئ. د خپلې خوښې موخې باید څه ډول وټاکئ؟ د دغې پوښتنې د ځواب لپاره دغه دری پړاونه ذکر کوو:

لومړی پړاو: د موخې له ټاکل کېدو وړاندې د هغې په اړه خپل غبرګون څرګند کړئ

د خپلې هرې موخې پر وړاندې کولای شئ خپل غبرګون دغو لاندو پوښتنو په کتو سره څرګند کړئ. زه موخې ته د رسېدو په حال کې څه کوم؟ زه له نورو جلا کومه ځانګړتیا لرم؟ زه د څه په اړه زیاته علاقمندي لرم؟ زه څه کولای شم، چې ډېر ارزښتناک او او مثبت اغیز ولري؟ زه باید څه ډول یو انسان وم؟

دوهم پړاو: خپله موخه وټاکئ

اوس چې دغه پوښتنې مو ځواب کړې تاسې له ځان سره ډېر څه لرئ او د دوهم پړاو لپاره چمتو شوي یاست. دوهم پړاو دا دی، چې د خپل ژوند موخه مو وټاکئ. هغه تېروتنه چې ډیری وخت یې خلک کوي دا ده، چې دغه پړاو ته بېړه کوي. د دې پر ځای باید تاسې خپل وخت د پورتنیو پوښتنو په ځوابونو تېر کړئ. کولای شئ د خپلې موخې پر وړاندې د غبرګون ښودلو لپاره څو اونۍ وخت تېر کړئ. په دې موده کې پوره فکر وکړئ ښايي د خپلې موخې په اړه مو په نظر کې بدلون راشي، ښايي ځیني مهم ټکي پکې ور زیات کړئ او داسې نور.

کولای شئ خپله موخه مو په لیکلې بڼه او یا هم بل ډول وټاکئ. کېدای شي د یو عبارت په ډول وي، یا د یو شعر او یا یوې جملې او یا هم د یو انځور په ډول خو اساسي ټکی دا دی، چې موخه مو داسې وي، چې ستاسې علاقه پکې په بشپړ ډول منعکسه شي.

دریم پړاو: له خپلې موخې سره ژوند وکړئ

اوس تاسې خپل ژوند د یوې موخې لپاره کوئ. دا تاسې ته د هیله مندۍ یوه روحیه درکوي خو موخه مو باید ډېره عمومي وي، چې تر ډېره عملي بڼه ولري. ټاکل شوې موخې ته د رسېدو لپاره یو پلان ته اړتیا لرئ، چې پکې ټاکل شوې موخې ته د رسېدو لپاره د خپلو هڅو د تنظیم لارې چارې وټاکئ.

اوس تاسې د یوې تل پاتې خوشالۍ د مسیر لپاره ځان چمتو کړی دی. اړینه دا ده، چې د خپلې خوښې او ټاکل شوې موخې ته د رسېدو لپاره هره ورځ یو فرصت وګڼئ او ترې لازمه ګټه پورته کړئ. دا هم په یاد ولرئ، چې یوې موخې ته له رسېدو وروسته بله وټاکئ دا ځکه چې له کومې موخې پرته ژوند هیڅ مانا نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply