افغانستان د تیرو پینځو لسیزو راهیسي د افراط په لومو کې / داکتر عبيدالله برهاني

0 1,898

په افغانستان کې په دا وروستیو پینځو لسیزو کې مختلفو چپو او ښي ‌‌‌‌‌‌ډلو ټپلو رژیمونه جوړ شول او یا ورته جوړکړای شو؛ په هر حال، ټول یو د بل د نظرې او ايډیالوژۍ مخالف وه ، اود یو د بل برعکس وه او تاريخ شاهد دی چي ډيرې تاوتريخوالي او ناخوالي یی تر مينځ تيرې شوې، د دوي ترمنځ چی څومره ایډیالوژي توپيرونه وه، هومره یی تر منځ یو د پیوستون اود ګ‌‌‌‌ډون مشترکه وجه  هم وه او هغه فکري افراطیت دی، چي د دغه افراط او تفریط  پایلی تر اوسه افغان مظلوم  ملت ګالې او په لمبو کې د هېواد ډير بي وزله افغانان سوزي.

کله چی دکمونستانو دور ته ژور فکر وکړو، نو جوتیږي چي هغو څومره په افراط ککړوو، د هغو شعارونه، ترمينالوژۍ او د افغانستان د خلکو د حد نه زياته محافظه کاره ټولنه او ورسره دغه شعارونه د افغانانو د اسلامي عقيدي او ټولنیزو ارزښتونو سره په سخت ټکر کي وه، همداسي کمونستانو د دې ټولنې د ملې مسلمو نورومونو او کلتوري ارزښتونو سپکاوي ته مخه کړه.

بلخوا د‌‌‌‌‌‌افغانستان ټولنیز جوړښت چی عمده قشر یی ملا صاحبان ،(روحانیون) خانان او ملکان تشکلوي، نه  یواځي دا چي کمونستي نظرې ته په کرکه لیدل، ورسره یی د کمونستي فلسفي نه هیڅ  ابتدایی مالومات هم نه لرل.  په سیاسي، اقتصادي، او که ټولنیزو چارو کې  کمونیستانو خپله نظریه په ملت په زور او جبر تحمیل کول غوښتل، خلق او پرچم ګوندونو په ټول افراط سره په افغانستان کي یو ناشنا کمونیستي ریژیم ودرول غوښتل، مګر د افغانانو د کلک غبرګون سره مخ شوه.

افغانانو د دغه ریژیم دلمنځه وړلو لپاره مټې راونغاړلې او په پاکه عقیده او متینه جذبه یی د دغه ریژيم سره مبارزه پيل کړه، او تردې دمخه د روس د کمونیستي امپراتورۍ سره د غرب کپیټالیزم  ښکر په ښکر وو اود سړي جګړې تودې لمبې ختلې، نړۍ د افغانانو ملاتړ ته راودانګل، بدبختانه مونږ د کمونستي افراط  اوګواښ نه پنا غوښتله چې د افراطګرۍ نورې دروازې پرانستل شوې.

د کمونستانو او د روس د یرغل ضد د افغان ملت د مبارزې مشرۍ ته  اوه (۷) جهادي تنظيمونه البته په پاکستان کې  جوړ شوه چې ځينو يې  په ښکاره ځانونه د اخوان المسلمین د تحریک پیروان بلل، بلکي د دې تنظيم د نړيوال عضويت دعوه یې کوله، ( د اخوان المسلمين د ادبياتو او ددوی د کړونو ته په کتو ويلی شو چې دوی درې مختلفې بڼي لري.  سياسي  هلي ځلي، اسلامي دعوت او فکري تنظيمي هلي ځلي او  نظامي جهادي هلي ځلي اوافغان اسلام پالو ډلو د ڼړيوال اخوان المسلمين  تنظيم تګلارو نه هم ډیر لرې وه، فقط په نظامي او جهادي بڼه کې یې شباهت درلود. سره لدي چې دا يوه مسلمه خبره ده چې د اخوان المسلمين له بطن نه ټول سخت دريځي اسلام پالي  اوا فراطي ډلي راټوکيديلې)، دوي ډیر خودخوا وه، ضدي وو، غیرمتحد وو، یود بل نه زغمل او داسې کړنې چې یو هم د اخواني فکر سره سر نه خوړ، حتی د جهاد په دوران کې د یو بل ضد د وسلو کارول ، خپل سیاسي مخالف تورلگُول او داسی نور چې بیا دا ټول ددې سبب شو چې که افغانستان د روس د یرغله خلاص هم شو خو د افراط په یرغل کیوت.

که کمونستي ریژیم نسکورهم شو، مګر جګړه تر پخوا لا ګرمه شوه، او ‌ځينوګوندونو خپل مينځي تنظيمي جګړو ته د اصلي هدف په سترګه کتل، افغانستان او افغان ملت یی د داسي ناورینونو سره مخ کړ، چې ساری یی په تاریخ کی نه لیدل کيږي،  کلونه دوی خپلو کې سره وجنګیدل او ددوی د افرطي فکر او جګړو او دملت سره ناوړه چلند ددې سبب شو چې د دطالبانو تحریک واک ته ورسي؛  بدبختانه، هغو هم د افراط لاره خپله کړه او خپل افراطي فکر ته يې د اسلام جامه ور واغوښتله  او متاسفانه چې ددوی په کړنو کي د فرض، واجب، سنت  او مستحب مندوب فرق نه ليدل کيده او هم يې په کړنوکې د اجتهادي او يا فقهي اختلاف هيڅ  ځاي نه درلود؛ د مثال په ډول، په ټول ملت په وړو او لويانو دپګړۍ تپل، حال دا دی چې د پګړۍ عادت سنت دی، عبادت سنت نه دی او په ږيره وهل ټکول چې دا هم  سنت دی يا  موکد سنت و يا واجب  نصوصو ته په کتنه  اوفقهي  مذاهبو ته  په رجوع کي جوته ده چې فقهي اختلاف په کې ځای لري او د اسلامي نړۍ معتبر ديني مراجع  که په عربي نړۍ کي دي اوکه په اسلامي او علما په کې په يوه خوله او يو نظر نه دي.

پرته له دي  چي په اسلامي تاريخ کې په دې هيچا ته  کومه قانوني سزا نده ورکړای شوې، اسلام د دعوت زيری (بشارت) دين دی نه د کوتک او افراطيت،  ددوی افراطيت دې حد ته ورسېده چې د دولت او حکومت چارې  د  نفر خدمت نه نيولې تر لوړپوړو چارواکو ټول صرف طالبان وه، که د روغتون چارې وې، که زراعت چارې وې، که ترافیکو او یابل مسلک چارې وې  ټولې طالب اداره کولې، د بل چا لپاره په کي ځای نه وه،  بلکي هغه تنيظمونه چي په کورنيو جګړو کې  ښکېل نه وه، او ددوی سره په جنګ کې ښکېل نه وه دوی هغو ته هم بلنه نه ورکوله او نه یې د هغو سلا منله چې یو ګډ پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، تر څو یو بین الافغاني اتفاق او روغې جوړې ته لار هواره شي.  دوی سره جرګې مرکې شوي خو دوی نه دي منلي او مطلق طالبیزم  یې غوښت.

د طالبانو د واک نسکوریدلو نه وړاندې د پراخ بنسټ حکومت په جوړونې خبرې روانې وې او په دغه اصطلاح لویدیځو او سیمه یزو هیوادونو هر يوه خپل تفسير لرود، مګر اکثره افغان ډلو ټپلو تر يو څه حده متفقه وه، مګر طالبانو  هيچ نوعه پراخ بنسټه حکومت ته غاړه نکيښوده، هلته ورځ تر بله د ملت او هيواد ستونزې زیاتیدلې، ترڅو چې د دوی واکداري له منځه ولاړه او پر ځای یې پخواني مجاهدين ا و ځينې لوديځ مزاجه تکنوکراتان او حتی پخواني چپيان راټول شوه او ټولو په يوه اواز د ديموکراسۍ  نغاره وهله او د خپلو شخصي منافعو د ترلاسه کولو  لپاره یې د ازادۍ او حقوقو نغمه زم زمه کوله او دغيرو متجانسو ډلو ټپلو نه جوړه  تش په نامه ديموکراسي په بې وزله ملت په خورا چټکتيا سره پلي کېدل پیل شوه، په داسې حال کې چې د عام ملت ذهنيت دې ته تيار نه وو او متاسفانه  چې د ملت بنسټيز ټولنيز جوړښت چې ملا صاحب، خان صاحب او ملک صاحب تشکيلوي د ديموکراسۍ د مفهوم او فلسفې سره هيڅ اشنايي نه درلوده بلکې زمونږ د ټولنې د تقليدي مدارسو ملا صاحبانو ورته د کفر په سترګه کتل، اوځينې نورو ورته د لوديځ پديده ویله، سره له دې چې په دې ليار کې  ډیرې هلې ځلې وشوې چې افغانستان کې یو دیمکرات نظام رامنځ ته کړی شې،  مګر ټول اړخونه که نړيوال دي که سيمه يز او که افغانان  دي  په دې سره یوه خوله دي چې په افغانستان کې لا تر اوسه دیموکراسي نیمګړې او ناکامه ده؛ خو له بده مرغه، هيڅ اړخ دا درک نکړه چې ستونزه چيرې ده، د حل لاره چيرې ده،  ولي ټول مخکيني، روستني او  اوسني  په یوه ناسمه لار یو بل پسې  روان دي؟

 د  ملت جوړښتونو او ارزښتونو ته پام نه کول نه داچې ناخوالې رامينځ ته کوي بلکي هر ورځ دملت او حکومت تر مينځ واټن زياتيږي او د فکري فساد چي افراطيت دي زېږېدنه ورځ په ورځ زياتيږي او لمنه يې نوره هم غزيږي او په هيواد کې يې له بده مرغه ريښې ټينګيږي،  هيواد او ټولنه  د بربادۍ او تباهۍ په لور سوق کوي اود ا سلام د مبين دين د بدنامۍ  سبب ګرځي.

  پوهندوي / داکتر عبيدالله برهاني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply