جمهوررئیس غني: د هېواد ۳۶ تنو فرهنګیانو او لېکوالانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل

0 1,191

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د “پوهاند ډاکټر سیدبهاءالدین مجروح سیمینار” په اختتامیه مراسمو کې د هېواد ۳۶ فرهنګیانو، لیکوالانو او شاعرانو ته د دوی د فرهنګي او ادبي فعالیتونو څخه د قدردانۍ په خاطر عالي دولتي مډالونه ورکړل.

په دغه مناسبت پرون ماښام په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې لومړی د کابل پوهنتون رئیس پوهنیار حمیدالله فاروقي د “پوهاند ډاکټر سیدبهاءالدین مجروح سیمینار” جوړولو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، یاد سیمینار د علمي سیمینارونو په لړ کې دا ځل د هېواد د علمي شخصیتونو په ګډون د شهید سیدبهاءالدین مجروح د علمي کارونو او افکارو په بېلابېلو اړخونو بحث وشو.

هغه وویل، کابل پوهنتون په دې هڅه کې دی چې د هېواد د علمي شخصیتونو یاد د علمي سیمینارونو او غونډو په جوړولو ژوندی وساتي، اثار او افکار یې خلکو ته وروپيژني. فاروقي وړاندیز وکړ چې د کنړ پوهنتون دې د شهید پوهاند ډاکټر سیدبهاءالدین مجروح په نامه ونومول شي، دغه راز دې د هغه په نوم پوستي ټکټ چاپ او د هغه افکار دې د پوهنتونونو په تعلیمي نصاب کې شامل شي.

هغه زیاته کړه، ټولې هغه دولتي ادارې چې څیړنیز پروګرامونه لري، د پوهنتونونو له لارې دې دغه کار ترسره کړي. هغه د “پوهاند شهید ډاکټر سیدبهاءالدین مجروح ” هغه کتابونه چې کابل پوهنتون چاپ کړي وو، جمهوررئیس ته ډالۍ کړل.

په یادو مراسمو کې د فرهنګیانو په استازیتوب ډاکټر نورالحبیب نثار او د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر محمدداوود راوش خبرې وکړې او د هېواد فرهنګیانو او ادیبانو ته یې د جمهوررئیس پاملرنه وستایله.

ډاکټر نثار وړاندیز وکړ چې د افغاني فرهنګ د بډاینې په خاطر دې فرهنګي عالي شورا جوړه شي، تر څو زموږ فرهنګ ته ورپيښ ګواښونه و څیړي او په حل لارو یې فکر وکړي.

پوهاند راوش په هېواد کې د سولې د ټینګولو په خاطر د جمهوررئیس هڅې وستایلې وې ویل، تاسې د سولې د راوستو په خاطر په خپل دریځ کلک ودریدئ او په دې برخه کې مو هڅې ملت ته د قدر وړ دي.

هغه وویل، د کابل پوهنتون استادانو او د هېواد علمي شخصیتونو په دغه سیمینار کې فعاله ونډه واخیسته چې د هېواد په وروستي شل کلن تاریخ کې له کیفي او کمي پلوه دا سیمینار بې ساری وو. راوش د خصوصي لوړو زده‎کړو په اړه د خصوصي لوړو زده‎کړو په جدي مدیریت ټینګار وکړ.

جمهوررئیس محمداشرف غني په خپلو خبرو کې له ټولو هغو کسانو څخه چې د “پوهاند ډاکټر سیدبهاءالدین مجروح سیمینار” په جوړولو کې یې هڅې کړې وې، مننه وکړه.

جمهوررئیس وویل، په یاد سیمینار کې د شهید پوهاند مجروح مفکوره په دوامداره بحث بدله شوه او اړتیا ده چې دا په یو ژور فرهنګي بحث واوړي، تر څو د هېواد له علمي او اکاډمیکو شخصیتونو څخه ښه او ژور تاریخي درک رامنځته شي.

جمهوررئیس غني شهید مجروح علمي شخصیت وباله وې ویل، شهید مجروح دوامدار پیغام درلود او د هغه په اړه بحثونه باید په یو سیمینار کې ختم نشي، په کار ده چې په اثارو یې هر اړخیزه کار وشي، همدارنګه دې په درسي نصاب کې د مجروح د افکارو په شاملېدو بحث وشي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه: د پوهاند مجروح فکر څو اړخه لرل، هغه فکري، ټولنیز او سیاسي بحرانونه ښه تحلیل کړي وو چې په لیکنو کې یې دا هر څه څرګند دي، سره له دې چې شهید مجروح کولای شوای د هېواد صدراعظم شي، خو هغه په پوهنتون کې استاذۍ ته ترجیح وکړه.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، د کنړ پوهنتون کې دې یو پوهنځی، ننګرهار او کنړ کې دې ځیني واټونه د پوهاند مجروح په نوم ونومول شي. هغه د هېواد تاریخي او علمي شخصیتونو ته په اشارې زیاته کړه، د ټولو عملي شخصیتونو په اړه دې فکر وشي، تر څو د افغانستان اصلي تاریخ په سمه توګه درک شي او زه له دغه بهیر څخه هر اړخیز ملاتړ کوم.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، دولت ټولنه او خلک له فرهنګ پرته ژوند نشي کولای، په کار ده چې د هېواد د فرهنګي بډاینې لپاره هر اړخیزې هڅې وشي. هغه وویل، فرهنګي شورا به ژر جوړ شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، تېر کال په تپل شوې جګړه کې بوخت وو، ځکه خو زموږ فرهنګي پلانونه وځنډیدل چې له دې وروسته به په فرهنګي حوزه کې لا زیات کارونه ترسره شي.

هغه دې ته په اشارې چې افغانستان باید په اصلاحاتو کې مخکښ وي، وويل: د معارف په برخه کې اساسي تغییراتو او بحثونو ته اړتیا ده، همدارنګه شاګرد محوره فرهنګ باید بیا راژوندی شي. هغه د پوهنتونو په اړه وویل چې پوهنتونونه بیا کتنې ته اړتیا لرياو ټول پوهنتونونه به د نوري فایبر شبکې سره وصل

شي.

د جمهوری ریاست دفتر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply