د حکمتيار راتګ ـ دارګ وينا/ سردارمحمد همدرد

0 930

کله چي دانجينر ګلبدين حکمتيار دراتګ خبره سوه په دي اړه بيلابيلي ګنګوسي راپورته سولې ډیرو دنظر خاوندانو بيلابيل تحليلونه وکړل خو اخير حکمتيار په ښکاره ډول را څرګند سوو دلغمان،ننګرهار له غونډو وروسته نن په ارګ کي وينا وکړل زه نه غواړم چي ډیر اوږد بحث ته ولاړسم دنننې وينا په اړه يې خپل نظر درسره شريکوم نننيې وينا يې ډیره ددريځه ډکه او هر اړخيزه وه.

دده په خبروکي ډیره مهمه خبره دارګ مسولينو او دهيواد واکدارنو ته دا وه چي لومړي بايد له بهر خپل فاميلونه راولو دا کار ما وکړ او نور مسولين بايد دا کار وکړئ او دخپل کور او ګور يادونه يې وکړل او بل يې دپخواني ولسمشرحامد کرزي ددريځ يادونه وکړل چي دی خپل پر دريځ ونه دريدي او کلونه کلونه يې طالبانو ته دورونو خطاب وکړ او اوس يې خپل دريځ بدل کړ ددې ترڅنګ يې پر يوالي او سولي ټينګار وکړ اودطالبانو څخه يې هم دسولي غوښتنه وکړل.

ده په واضيح ډول وويل چي په بهرنيو ځواکونو سوله نسي راتلاي او دا يې هم وويل چي دوي يونيم لکه ځواکونو دا جګړه ونه ګټل په لس زرو ځواکونوناممکنه ده اودبهرنيانو دوتلو پروسه يې ياده کړل چي هغوي يوازي دلسو زرو په شاوخوا کي نظاميان پاته وه او هغه هم پر وتو وه راوانې جګړي هغوي ته بيا زمينه برابره کړل

داساسي قانون يادونه يې وکړل او دا يې هم وويل چي اساسي قانون منو خويولړتغيرات يې دلويې جرګي کار وباله ده پر ولسواکۍ ټینګار وکړاو دقدرت انحصار يې رد کړ ده پارلماني نظام هم دافغانستان داوسنيو شرايطو په ګټه ونه باله.

اودخپل هغه ليک يادونه يې هم وکړل چي ولسمشر اشرف غني ته يې دټاکنو پر مهال راليږلي وه ګډ او اتيلافي حکومت يې دافغانستان په زيان ګڼلي وه.

ده دښځو دحقوقو په اړه وويل چي يو تعداد کړیو په موږ پسي تخريب کوي چي دوي دښځو پر مخ تيزاب پاشلي دا کار يې وغنده او دښځو په اړه يې وويل ښځه دا نه چي يوازي په کور کي کښيني بلکي داسلام په چوکات کي يې دهغوي دحقوقو يادونه وکړل او دا بيلګه يې هم راوړه که په اروپا کي دښځو پر ټیکري بنديز دی خو زموږ په ټولنه کي بيا برعکس زموږ د مذهب اوټولني غوښتنه داد ه چي هغوي بايد ټیکري پر سرکړي اود يې خپل حق وباله.

دجنګي جنايت کارانو يادونه يې هم وکړل او دا يې وويل چي دلته داسي محکمه نسته چي دهغوي سره حساب وکړي.

ده درسنيو يادونه هم وکړل چي دهيواد دنفاق او بدبختي لپاره کار کوي ده وويل که هغه محار سي دا دبیان دازادی بندول نه دي بلکی دا زموږ حق دی.

ده پر ملي وحدت ټينګار وکړ او دا يې وويل چي داسي يې یو حکومت بايد ولرو چي پر ولسواکۍ ولاړ او د افغانستان ټول اتباع ځان پکښي وويني او دزغم يادونه يې وکړل چي يو بل باید وزغمو ده دجماعت او ارګ ترمينځ پر واټن داسي وويل چي دا فاصله بايد ختمه سي،ده خپل په خبروکي ځان منځګړي ياد کړد ډاکټر صيب اشرف غني او حامد کرزي خفګان يې مطلب وه چي په داسي مسايلو کي منځګړيتوب کوي.

ده دوسلوالو مخاليفينوپه پرتله موجوده نظام په ولسي لحاظ پراخ وباله اود ولس دواک خبريې وکړل دڅمکني او ازري يادونه يې وکړل چي ولسونه يې امنيت ساتي او دخپل واک اوقدرت په اړه يې وويل چي موږ وزارتونه نه غواړو بلکي موږ دافغانستان خير غواړو او اوسنۍ نظام يې يو واقيعت وباله او د پرځولو هڅه به ونه کړو اوپه ورستيو کي يې دخپل رب څخه دروان بحران دختمولو غوښتنه وکړل که څه هم زه دتيرو جهادي مشران څخه ډیري کيلي هم لرم اود افغانستان په غميزه کي دوي ګرم بولم خو دنننې وينا يې ننګه کوم ځکه چي دريځ يې واضيح وه او هغه څه يې وويل چي دافغانستان ولسونه يې غواړي.

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply