د سپين بولدک جګړه کې ١٢ افغانانو او ٥١ پاکستانيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0 1,156

کندهار (پژواک، ۱۵ غويی ۹۶): د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ډيورنډ پر فرضي کرښه له پاکستانيو ځواکونو سره په جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ سکرټر غورځنګ اپريدي د غويي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا جګړه نن سهار وخته په شاوخوا څلورو بجو  د سپين بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې پيل شوه، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې پروت دی.

هغه زیاته کړه، جګړه پاکستانيو ځواکونو پيل کړې او د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو یې د سپکو او درنو وسلو انداختونه وکړل.

د ده په خبره، د دواړو لورو تر منځ جګړه اوس هم دوام لري او سیمې ته اضافي ځواکونه هم لېږل شوي دي.

د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق چې په خپله ساحې ته رسېدلى او د جګړې قومانده پر غاړه لري، د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، په جګړه کې تر اوسه يو ملکي افغان وګړى وژل شوى او ١١ سرتېري ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز مقابل لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه ده معلومه.

بلخوا پاکستانيو رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې په دې جګړه کې تر اوسه د ددوى د لوري ٩ کسان وژل شوي او ٤٢ نور ټپيان دي.

د کندهار امنيه قوماندان وايي، د لقمان کلى  دافغانستان سيمه ده، خو پاکستانيو ځواکونو غوښتل چې دلته سرشمېرنه وکړي.

جنرال رازق وايي چې دوى  د افغان کمشنرۍ له لارې پاکستاني لوري ته خبر ورکړى و چې دلته دې سرشمېرنه نه کوي، خو هغوى نن سهار وخته له پوځي موټرو سره راغلي وو او پر افغان ځواکونو يې ډزې پيل کړې.

هغه زياتوي، افغان ځواکونو له مجبورۍ څخه له ځانه ددفاع په موخه ځوابي بريد کړى او اوس هم د پاکستان له لوري ددرنو وسلو ډزې کېږي.

د نوموړي په وينا، ددې نښتې له امله د دوستۍ دروازه تړل شوې او له يادې سيمې تر زرو پورې کورنۍ بې ځايه شوې او خوندي سيمو ته يې ځانونه رسولي دي.

د کندهار امنيه قومانداني وايي، تر دې مهاله په جګړه کې سرحدي پولیسو د پاکستاني ځواکونو دوه زغره وال موټر نیولي او سوځولي دي.

د سپين بولدک ولسوالۍ د لقمان کلي يو تن اوسېدونکي عبدالشکور صميم پژواک اژانس ته وويل، کلى يې د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند دى او لسګونه کسان په بازار کې کاروبار لري.

هغه زياته کړه، د پاکستانيو ځواکونو د بريدونو له امله خلک په کورونو کې بند پاتې دي او ډېرى نور له سيمې څخه تښتېدلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply