شخص او ټولنیز بدلون/ ژباړ: حبیب الرحمن تاثیر

0 1,920

هر ماشوم په یوه کورنۍ کې زېږي او په یوه ټولنه کې روزل کېږي، دغه کورنۍ او دغه ټولنه د دغه ماشوم تربیت، پالنه او ساتنه کوي او هغه ځلوي، خو کله چې دغه ماشوم ځوان شي، نو بیا د ژوند ځینې مهمې پرېکړې کوي او دغه پرېکړې بیا د هغه کورنۍ او ټولنیز نظام هم اغېزمنوي، د کوم شخص ټولنیزه رشته چې پېچلې او کړکېچنه کیږي هغه یو بل اغېزمنوي او په یو بل کې بدلون راولي، هغه بدلون مثبت هم کیدی شي په کوم کې چې دواړه پرمختګ او ارتقا سفر کوي او منفي هم کیدی شي، له کوم څخه چې دواړه د زوال پر لور تلی شي، کله چې موږ د یو شخص اعمال او کردار پر ټولنه د هغه اثرات مطالعه کوو، نو موږ ته احساس کیږي چې ټولنې ته:

  • د ترقي پر لور د وړولو هڅه کول
  • د ترقي د درولو هڅه کول
  • یا د زوال پر لور ډیکه ورکول

د دې رشتې نتایج په دې پورې تړاو لري چې هغه شخص په نقسیاتي، معاشي، سیاسي او ټولنیزه توګه څومره غښتلی او د ټولنیز استحکام پر څومره بنیادونو ولاړ دی، که یو نر مزور پلار وي او ټوله ورځ خواري او مزدوري کوي، د خپلو ماشومانو او میرمنې ساتنه کوي او د هغوی ورځنۍ اړتیاوې پوره کولی شي او د هغه میرمن چې یوه مور ده او ټوله ورځ د خپلو ماشومانو تربیت کوي، که موږ د هغوی د ماشومانو د شخصیت مطالعه وکړو، نو موږ پر هغه ماشومانو باندې د هغوی د مور او پلار د تربیت اثرات د هغوی  په اولادونو کې له لرې لیدی شو، لاکن که هغه مزدور سړی په خپله کارخانه کې د مزدورانو د اتحادیې غړی جوړ شي او د خپل محلي سیاسي ګوند رهبر جوړ شي، نو د هغه پرېکړې د هغه د کارخانې ترڅنګ د ټول هیواد د سلګونو کارخانو راتلونکی بدلولی او متاثره کولی شي او هغه په خپله ټولنه کې مهم بدلون راوستلی شي، همدا رنګه که د هغه مېرمن له یوې مهربانې مور سره سره د ښځو د ازادۍ د غورځنګ غړې شي، نو هغه په خپله ټولنه کې د ښځو د استحصال په خلاف او د ښځو د حقونو په تر لاسه کولو کې یو ښه رول تر سره کولی شي او دا هم ممکن ده چي که هغه مزدور مشر سوکه سوکه په خلګو کې وځلیږي، په ټاکنو کې برخه واخلي او بیا د یو هیواد ولسمشر جوړ شي او د هغه مېرمن د ښځو د غورځنګ مشره جوړه شي او په خپل هیواد کې یو ټولنیز، نظریاتی او سیاسي انقلاب راولي او دا هم ممکن دي چې دغه مزدر یوه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي جوړ شي او د هغه مېرمن ته د نوبل د امن جایزه ورکړل شي، د هغه مېرمن د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړي او د ټولې نړۍ ښځې یې خپل د رول ماډل په توګه ومني.

کوم خلګ چې څه وغواړي هغه که نر وي او يا ښځه د ترقۍ او پرمتخګ مزل لنډولی شي، ټولنیزه درجه یې لوړیږي او د هغوی په اختیاراتو او زمواریو کې زیاتوالی راځي، که چېرې د ټولنې بنیادي جوړښت په جمهوري، سیکولر او د انسان دوستي په اصولو ولاړ وي، نو یو عام انسان ته هم د ترقي مواقع په لاس ورځي، لاکن که د دغه ټولنې بنیاد امرانه، تندلاریتوب او د استحصال په بنیادونو ولاړ وي، نو بیا غریبان، ښځې او لږکۍ (اقلیتونه) به په هر وخت کې له خپلو حقونو څخه بې برخې وي او پر هغوی به د ترقۍ لاره بنده پاته وي چې ورڅخه خلګ هم متاثره کیدی شي او بیا ټولنه هم ټولنیزه ارتقا او پرمختګ نه شي کولی، زما خیال دی که موږ ټول که په انفرادي توګه وي او که په ټولیزه توګه د یوې داسې ټولنې د تخلیق کولو هڅه وکړو چې په کې خلګ او ټولنه سره یو شي او کار وکړي او انسانیت د زوال پر ځای د ترقي پر لاره روان کړي، زه په دې خبره ښه خبر یم چې دا زما خوب دی، لاکن زه په دې هم پوهیږم چې خوب مړ شي نو خلګ او ټولنې هم د مرګ پر لور روانیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply