امریکا او شمالي کوریا د مخامخ لیدنې پریکړه وکړه.
د مختلفو کانالونو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې امریکا او شمالي کوریا پدې وروستیو کې د کوریا په ټاپو وزمې کې د روانو جنجالونو او ترینګلو اړیکو په اړه د مخامخ خبرو کولو پریکړه وکړه.
امریکا او شمالي کوریا به د ناروې په پلازمینه اوسلو کې مخامخ لیدنه وکړي.
د ناروې د NRK تلویزیوني کانال د خبر له مخې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځه د مخامخ لیدنې په مسله کې د ناروې حکومت کوم رول نلري.
د شمالي کوریا نږدې متفق هیواد چین د حکومت ویاند په ناروې کې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځه د مخامخ لیدنې د پریکړې پخلی کړی او ویلي دي چې ددې لیدنې دقیقه نیټه معلومه نده. هغه پدې اړه د زیاتو معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده .
همداشان د جاپان د اساهي په نامه تلویزیوني کانال هم ویلي دي چې دا لیدنه به په ناروې کې د امریکا په سفارت کې ترسره شي. د شمالي کوریا ډیپلوماټان به د امریکا په سفارت کې د امریکايي ډیپلوماټانو سره مخامخ لیدنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا لخوا په پرله پسې ډول د بالستیک توغندیو د ازمایلو او اټومي پروګرام کې پرمختګ د امریکا سخت غبرګون پارولی وو. امریکا شمالي کوریا ته د خپلو سرو سترګو د ښودو په خاطر د کوریا ټاپو وزمې ته د جنګي الوتکو لیږدونکې تر ټولو لویه کښتۍ او په اټومي وسلې سمبال تحت البحري او جنګي کښتۍ واستولې . همداشان امریکا د شمالي کوریا په پوله کې د سویلي کوریا سره په ګډه عسکري تطبیقات ترسره کړل. امریکا د نوموړو تطبیقاتو په ترڅ کې د بمبارۍ تر ټولو پرمختللې الوتکې بي ۱ کوریا ټاپو وزمې ته واستولې .
شمالي کوریا د امریکا ددې اقداماتو پر وړاندې امریکا په اټومي برید وګواښه.
د یادولو وړ ده چې د امریکا او شمالي کوریا لخوا یو بل ته د متقابلو ګواښونو نه وروسته تیره اوونۍ د کاتولیکو مسیحیانو مشر او د واتیکان ښار د دولت مشر پاپ فرانسیس په امریکا او شمالي کوریا په دریم ګړي یو هیواد کې د مخامخ کتنې او مذاکراتو غږ وکړ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320