په افغانستان کې اقتصادې جګړه/ محمدزمان سهیل

0 792

هر مهال چې په مطبوعاتو کې، د سیاسې او اقتصادې چارو د کارپوهانو ګردي مېزونه اورو نو یوه خبره، چې بیا ځلي تکرار اوریدل کېږي؛ دا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه اقتصادې او د لویو قدرتونو جګړه ده. شننونکو له دا ډول څرګندونو سره پر عامه ذهنیتونو په داسې ډول اغیز کړی، چې کله هم د لویو قدرتونو او د سیمې د هیوادونو ګټې خوندې شوي نو په افغانستان کې، جګړه پای مومي نو د دې لپاره باید افغانان په کې ځان دل او  له منځه یونه سي. مګر د سیاسیونو او د اقتصادې چارو کارپوهانو دا ډول منطق کاملآ غلط دی.

سمه ده مونږ به هم ومنو، چې په افغانستان کې روانه جګړه اقتصادې ده، خو راته ووايې چې د دوی دا جګړه د چا په اقتصادې سرچینو پوري اړه لري او چا اقتصاد په کې له منځه ځې؟ کاملآ به همدا ځواب وي، چې په شمول د سیمې د هیوادونو د لویو قدرتونو جګړه د افغانستان په اقتصادې سرچینو، زیرمو او منابعو پوري اړه لري او د همدې هیواد اقتصاد په کې، ځپل کېږي بالاخره له منځه وړل کېږي.

نو آیا مونږ باید همدا ووایو، چې دا د نورو اقتصادې جګړه ده او مونږ دې باید تري کرار کېنو ځان دې په کې نه خراب وو؟. دا غلط منطق دی ځکه، که مونږ وغواړو که ونه غواړو په دې جګړه کې ښکیل یو له دې امله، چې د نورو اقتصادې جګړه زمونږ د اقتصادې منابعو له منځه وړل دي او باید مبارزه وکړو.

یو عام مثال وړاندې کوو: فکر وکړئ ستاسي په کور کې، له سرو او سپېنو زرو ډکه یوه خزانه ده، د دوو نورو جلا کلو خلک راځي، ستاسې کور کې د همدې خزانې پر سر  جګړي کوي، یو وايې زه يې وړم او بل وايې زه يې وړم پدې کې ستاسې د کور حیاء هم له منځه ځي او خزانه هم غواړي نور څوک یوسي، ستاسې د کور مشر یا یو غړی تاسې ته وايې چې پرېږدئ ظالمانو دا خلک چې سره نښتې دا په دې خزانې سره نښتې تاسې ځان په کې هسي مه خرابوئ. نو که تاسې غواړي او که نه خو باید د خپلې حیاء او ترڅنګ يې له خپلې شتمنۍ نه ساتنه وکړئ کنه، همداسې په افغانستان کې د نورو هیوادونو جګړه هم ده.

که مونږ توان لرو نو باید اول تري ساتنه وکړو ځکه دا زمونږ ملکیت دی او باید همدا مونږ تري ګټمن شو نور هیڅوک يې حق نه لري، که چیري يې مونږ توان نه لرو چې تري ګټه واخیستلی شو نو په دویم قدم کې باید داسې هم ونه کړو، چې ټول دې رانه بل څوک یوسي. سیاسیون او اقتصاد پوهان باید دا ډول نظریات خپل پرېږدي ځکه په لوی لاس پرېږدو، چې زمونږ پانګه او دارايې رانه بل څوک یوسي.

په پایله کې، باید ووایو چې ریښتیا هم جګړه اقتصادې ده مګر زمونږ په اقتصاد ده او زمونږ د اقتصادې منابعو، زیرمو او دارایو څخه د سیمې هیوادونونه او لوی قدرتونه غواړي ګټه واخلي بغیر له دې، چې مونږ ته په کې څه را کړي. نو باید هڅه وکړو هر ډول چې کېږي مخه يې ونیسو که هغه دیپلوماتېکي لاري دي او که نوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply