حکمتیار- د جنګ او سولې مخکښ/ډاکټر نبي مصداق

0 1,145

حکمتیار د شوروي د لس کلن تېري په کلونو کې له هر بل حزب او تنظیم څخه په ډېر جدیت او متانت دافغانستان د آزادۍ او اسلام د سرلوړۍلپاره جنګېدلی دی. که څه هم د ده او د ده د ناخوالو په هکله ډېرې پوښتنې ورته متوجه دي چې دی او د ده په مشرۍ د حزب اسلامي هغه مقاومت چی د روسانو په مقابل کې وکړو د تاریخ برخه ګرځېدلې ده.
د پاکستان شپې او ورځې زموږ د افغان مهاجرو لپاره د زغم وړ نه وې؛ خو له بده مرغه لوی اکثریت ته بل بدیل هم نه و. افغانانو فکر کاوه، که چېرې د دوی جهادي مشران سره یو لاس شي، نو روسان به ډېر ژر، وتلو ته اړ کړي او دوی به بېرته خپلو کلیو او بانډو ته ولاړ شي. خو په پاکستان کي اووه مشران (څلور سخت دریځه: انجینر حکمتیار، مولوي خالص، عبدالرب رسول سیاف او برهان الدین رباني. درې اعتدال پسنده مشران: صبغت الله مجددي، سیداحمد ګیلاني او محمد نبي محمدي.) داسې ښکارېده چې د عادي افغانانو په څېر په بېړه کې نه و؛ ځکه اکثره د خپل او خپل تنظیم له موقف نه تېرېدو ته حاضر نه وو.
همدا علت و چې تقریباً څلور کاله د شوروي له تېري څخه، برسېره د ډېرو غونډو او اشخاصو د نومونو له یادولو نه، د پخواني پاچا نوم، د ډېرو په خوله و. ما چې د بي بي سي پښتو خپرونه له لوړمۍ ورځې څخه پیل کړې وه، د پاچا د راتګ له امله، د ډېرو لیکونو نه چې افغانانو به رالېږل، ما د بي بي سي مشران قانع کړل چې باید له پخواني پاچا سره مرکه وکړو او د هغه له نظر څخه اورېدونکي خبر کړو.
پخواني پاچا محمد ظاهر شاه چې پاچاهي ورته په میراث پاتې وه؛ یو انقلابي شخصیت نه وو. په یوه مصاحبه کې زما د پوښتنې، چې که پاکستان ته چې هلته اکثریت افغانان دی نه شي تلای، ځکه چې ښه مېلمه پالنه به مو ونشي، کولای شي، ډهلي ته ولاړ شي او خپل اواز پورته کړي. هغه راته وویل چې (ما افغانان پېژني، زه مجبور نه یم چې د حکمتیار په شان ستونی څیري کړم.) زما په فکر، پخواني پاچا د حکمتیار نوم ځکه یاد کړ چې هغه له هر چا نه ډېر د پخواني پاچا پر ضد و او ویل به یې چې پاچا کمونیستانو ته زمینه برابره کړه چې د اساسي قانون په لسیزه کې سرونه را پورته کړي.
پخوانی پاچا ډېر نرم مزاجه او صبور شخصیت و. په خپل ټول عمر کې یې یوازې د پاریس له لومانډ ورځپاڼې سره یوه مرکه کړې وه. له رادیو او تلوېزیون سره خو هیڅ مخامخ شوی نه و. ځکه هم څلور میاشتې یې ونیولې چې ما هغه د ده د تره زامنو، سردار ولي او سلطان محمود غازي لخوا وهڅاوه چې بي بي سي پښتو خپرونې سره چې ټول مهاجر او په داخل کې افغانان یې اوري، یوه مصاحبه وکړي.
پاچا حاضر شو او زه روم ته ورغلم او د لومړي ځل لپاره مې د اعلیحضرت او سردار ولي سره ولیدل. دوی غوښتل چې زما له خولې واوري چې څوک یم. ما سردارولی ته وویل چې زه د ځاځیو د اربکي د لښکر د مشر، حاجي کهندل خان زوی یم او کله چې ځاځیو ستا د پلار، شاه ولي خان او تره شاه محمود خان چې تقریباً شپږ میاشتې په ځاځیو کې مېلمانه وواو د کابل د نیولو په فکر کی وو، نادرخان، ستا پلار شاولي خان او ستا تره شاه محمود خان، د ځاځیو یوې لویې جرګې ته چې د افغانستان د آزادۍ لپاره راغوښتل شوې وه، جرګې ته وویل چې تاسې (ځاځي)، یو تجار قوم یاست او دا دی؛ څو میاشتې د خپل کار او تجارت پر ځای، زموږ کوربه توب کوئ. موږ له تاسو څخه درې غوښتنې لرو چې هم به ستاسو او هم زموږ راتلونکی پرې روښانه شي. نادرخان د وروڼو په مشرۍ وویل چې ټول شاوخوا قومونه، یا سقاوي شوي او یا هم په کوم مخالفت کې نه دي را پورته شوي؛ خو سقاو زموږ په سر انعام ایښي. موږ هغه ته تسلیم کړئ، له یوې خوا به تاسو ته انعام درکړي او له بلې خوا به موږ هم ستاسې له مخې لرې شوي وو. دویم دا چې موږ ته ووایاست چې را څخه په تنګ شوي یاست او له ځاځیو نه مو وباسئ او درېیم دا چې ملا را سره وتړئ چې کابل ونیسو.
دجرګې سپین ږیرو، وروڼو ته وویل چې موږ غواړو ستاسو په غیاب کې په دې درې واړو غوښتنو خبرې وکړو.
په جرګه کې هیڅوک هم حاضر نه و چې مېلمانه د پیسو په مقابل کې وپلوري او یا هم مېلمه ته ووايي چې موږ درڅخه په تنګ شوي یو او باید له ځاځیو نه ووځي. نو پرېکړه وشوه چې د اربکیو لښکر جوړ کړي او زما د پلار او شاه ولي خان په مشرۍ کابل ته په حرکت کې شي.
ما سردار ولي ته د ده او زما د پلار ځینې د جنګ نورې یادونې هم وکړې او هغه وویل چې عیناً همدا خبرې مې راته پلار هم کړې دي، ولې ته په کابل کې ماته نه یې راغلی چې ما به داسې او هغسې کړې وو.
بیا نو چې د درې نورو مصاحبو لپاره ایټالیه ته ورغلم؛ نو د یو ښه دوست په صفت به یې له ما سره، پېش امد درلود.
د پاچا د خبرو په اورېدو سره په افغانانو کې د هغه د ۴۰ کلنې دورې د آرامۍ او امنیت، ذهنیتونه پیدا شول؛ خو بر خلاف د پېښور د سخت دریځو څلورو تنظیمونو له خوا، ګواښونکي لیکونه، د پاچا، زما او زموږ د پښتو خپرونې پر خلاف را تلل.
خو له هغې سروې نه چې شهید، پروفیسور بهاووالیدن مجروح د مهاجرینو ترمنځ په صوبه سرحد او بلوچستان کې تر سره کړه، معلومه شوه چې ۷۱ سلنه افغانانو د افغانستان د مشر په صفت د پاچا نوم اخیستی و.
اوس دری لسيزې وروسته، له هغو شپو ورځو نه چې اوس حکمتیار صیب کابل ته د سولې لپاره راغلی او غواړي، په سوله کې هم د جهاد د وخت په شان مخکښ رهبر و اوسي، په یقین سره چې د مطلق اکثریت افغانانو له خوا ورته ښه راغلاست دی او هیله ده چې ټولې لويې او کوچنۍ ډلې ټپلې او زموږ حکومت هم له ده سره لاس یو کړي؛ څو زموږ تېروتلي طالبان سولې ته راوبولي او ټول په ګډه د ډیموکراسۍ او وورولۍ په فضا کې لاسونه سره ور کړي او په افغانستان کې سوله او امنیت چې ټول یې لېوال دي راولي.
انجینر حکمتیار په خپلو هغو ویناوو کې چې په ارګ او هم د لکونو افغانانو په حضور کې یې په غازي سټوډیوم کې درلودې، وویل چې اوس هغه وخت دی لکه څرنګه مو چې د جنګ پر وخت په مېړانه له خپل اسلامي هویت او آزادۍ نه دفاع وکړه، باید له سولې نه په هماغه روحیه مدافعه وکړو او له ورور وژنې څخه لاس واخلو؛ حتی پرېنږدو چې نور یو څاڅکی وینه هم تویه شي.
افغانانو چې څلور لسیزې جنګونه او نا امنۍ تجربه کړي، مطلق لاس په دعا دي چې زموږ دا توره شپه ډېر ژر په روڼ سهار بدله شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply