دې قهرمانانو موږ څه حالت ته راورسولو/ اباسین بریال

0 969

دې قهرمانانو موږ څه حالت ته راورسولو، ترڅو یوکس زموږ له قوم قبیلې نه وي اعتماد نه په کوو، خو بهرنیان که د هر بل هېواد وي، د انتخاباتو تر کمیسیون او د بشري حقونو تر ادارې باور په کوو، چې زموږ په حق کې ظلم نه کوي.
زموږ اخلاق، باورونه، ملت، زموږ ګټې او سرې کرښې یې څومره فاسدې کړې.
دا کار چا وکړ، هغوی چې نن یې په کابل کې بلډینګونه له اسمان سره لګي، د موټرو د کاروان په دوړو کې یې نیم ښار ورک وي، او په اوږو یې جګ کینوو، په لاسونو یې ورپریوځو.
دا خبره د تذکرو تر مامورینو رایاده شوه، که دا ملت یې داسې ټوټه ټوټه نه وای کړی، که معیارونه تر ژبو، سمتونو او قومونو نه وای رامحدود شوي، اوس به موږ په شایسته سالارۍ او لیاقت قضاوت کولو که په رشته دارۍ؟ موږ به اوس په ظوابطو تقرر کولو که په شخصي تمایلاتو؟
اصلي کارونه ددوی له لاسه رانه پاتې دي، لکه ګونډخې داسې یې کړو په ځآن راڅرخو.
ښامار چې مړ شي، ماران نه زیږي. خو موږ د مارانو ښکار شروع کړی ښامارانو ته په تعظیم پراته یوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply