ملت پالنه کوپر نه ده/ محمد صدیق

0 2,134

زموږ د ولس یوه لویه ستونزه هم دا ده چې ملت پالنه او وطندوستي ورته کوپر ښکاري، هر هغه چا چې د وطن لپاره کار ته ملا تړلې د کوپر په نامه وژل شوی، زموږ خلکو خپلو عقایدو ته د خپل هېواد پر وړاندې لومړيتوب ورکړی، دوی تل هېواد د خپلو عقایدو قرباني کړی، هر جګړه چې پر دې خاوره را منځ ته شوې نو ترشا یې عقيدوي مسایل وو، ځينې خلک وايي (دین مو له ملت پالنې نه منع کوي) خو زه له دې خبرې سره بلکل موافق نه یم، که خبره د دين را واخلو نو په دين کې نشنلېزم یا ملتپالنه په کلکه رد شوې، خلکو ته دا ویل کيږې چې په دين کې سرحد نشته، ټول مسلمانان سره وروڼه دي او ټول باید د یوه خلافت تر چتر لاندې ژوند وکړي. زموږ لپاره باید تر هر څه د مخه افغانستان وي او که دا کار ونکړو نو هېڅکله به دا وطن په پښو هم ونشو درولای.

ځينې بیا مذهبي بنسټپال او چپیان په یوه تله کې سره تلي او دواړه د هېواد د بربادۍ لامل ګڼي، زموږ په هېواد کې د چپیانو شمېر د مذهبي بنسټپالو پرتله دومره کم دی چې تقريباْ په نشت حساب دی، دلته زموږ تقريباً هر کس مذهبي دی، زه د مذهب خلاف نه یم او نه هم کله چاته دا وایم چې تاسو خپل مذهب پرېږدئ، ځکه دا کار ناشونی دی چې خلک دې له خپل مذهب څخه لاس په سر شي خو د ريفارم ډېر پلوی یم او موږ مذهبي ريفارم ته سخته اړتیا لرو، هغه د سينوهه یوه خبره رایاده شوه چې وايي:

(تر هغه چې انسان ژوندی دی احمق به وي او تشې وعدې او درواغ به یې غولوي، په هر وخت او په پړاو کې د وخت له غوښتنو سره سم به هغه ته دروغ ویل کېږي او هغه به هم په شور او ولولې سره دغه دروغ او چټیات مني. په دروغو او چټي وعدو او هغه زیري باندې باور کول چې هیڅکله به عملي نشي، د انسان له خټې سره اخښل شوې ده. انسان له حقیقي پېښو څخه افسانې ته ‌‌‌‌‌‌ډېره ترجېح ورکوي.)

اوس راځم حل لارې ته: مونږ کولای شو چې د دې موضوع د حل لپاره له هغوی نه زده کړه وکړو هغه کوم چې ترې تیر شوی هغوی بالاخره دې نتیجې ته رسیدلي چې مذهب د هر انسان شخصي کار دی او یوازې د هغه انسان او د هغه د خالق تر مینځ ځانګړې رابطه ده. هیڅ دریم ګړی قوت (شخص، مذهب، دولت او نور) د دوی تر مینځ پدې رابطه کې په زور د مداخلې حق نلري. همدارنګه مذهبي انسانان هم حق نلري چې خپل مذهب په زور په نورو ور وتپي او يا هم د خپل مذهب په وجه نورو ته ضرر ورسوي. د دې هیوادونونو نظامونه د خلکو لخوا جوړ شوي او په مذهب نه دي ولاړ خو وګړو ته يې د مذهب پوره پوره آزادي ورکړې او هر څوک په آزاد ډول خپل مذهب مخکې بیايي په افغانستان کې هم ترڅو چې مونږ مذهب شخصي ونه ګڼو تر هغه پورې به د “زه په حقه یم او ته په غلطه يې” قیصې او د مذهب په نوم جنګونه روان وي.
مذهبیان به د اسلام په وجه د افغان مسلمانانو په سرو فوټبال کوي. د چا سر او مال به په امان نه وي. کله به مو ماشومان په ماین الوزي او کله پوره کورنۍ، نه به مو واده په امان وي نه جنازه، هم به مو اختر په غم وي او هم جشن، هم به مو کورنیان وژني او هم بهرنیان، هم به په ګولۍ مرو او هم په چاړه، نه به مو سرک په امان وي نه ښوونځی او نه بل ستر بنسټ. لنډه دا چې ملت به مو همداسې هره ورځ په خپلو وینو کې لمبول کیږي او نور مسلمانان به مو په سرونو لوبې کوي تر څو چې یو دین استعمالیدای شي تر هغه به ترینه ځینې خلک ناوړه ګټه پورته کوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply