په هندي فلمونو کې د مهربان مور رول لوبونکې ریما مړه شوه

0 2,991

په هندي فلمونو کې د مهربانې مور رول لوبوونکې او د بالیوډ یوه پخوانۍ اکټره ریما لاګو له نړۍ سترګې پټې کړې. ریما نهه پنځوس کلنه وه او د راپورونو له مخې د زړه د دریدو له کبله مړه شوې ده.

ویل کیږي ریما وروسته له هغې چې دسینې له درد یې شکایت کاوه روغتون ته یوړل شوه چیرې یې چې ساه ورکړه.

د ریما زوم ټایمز اف اینډیا ته ویلي چې هغه روغه وه خو د شپې یوه بجه یې د سینې له درده شکایت پیل کړ، کله مو چې روغتون ته یوړه نو د سهار په درې بجو یې د زړه د دریدو له کبله ساه ورکړه.

ریما په هندي او مرهاټي فلمونو کې په ۱۹۷۰ کلونو کې کار پيل کړی و. نوموړې په ډیرو مشهورو فلمونو کې د مهربانې مور کرکټر لوبولی دی چې څیره یې د هندي سینما ګڼو مینوالو ته اشنا ده.

د پنجشنبې په ورځ په هندوستان کې د نوموړې د مرګ د خبر له خپریدو وروسته د بالیوډ ډیرو اکټرانو او ددې سینمايي لوبغاړې مینه والو هغې ته وروستی درناوی وکړ.

عامرخان، کاجل، ریشي کپور او د هند د سینما ګڼ نور اکټران د هغې وروستي لیدو ته ورغلل او هغه یې د هندي سینما یوه نه هیریدونکې څیره وبلله.

عامر خان د ریما په مړینه خواشیني وښوده او ویې ویل چې لومړی فلم ( قیامت سې قیامت تک ) یې له ریما سره و او هغه یو ډیره تکړه او هڅونکې اکټره او مهربان ښځه وه.

کاجل چې په ( کُچ کُچ هوتاهی ) فلم کې یې د ریما د لور رول لوبولی و هم ددې نامتو اکټرې د مړې په مراسمو کې لیدل شوې. ریشي کپور او ګڼ نور د بالیوډ سینما ستوري هم په مراسمو کې برخه لرله.

عامر خان د خپلې میرمنې سره یوځای د ریما لاګو وروستي لیدو ته ورغلی و

کاجل چې په یو شمیر فلمونو کې یې د ریما د لور رول لوبولی هم د مړې په مراسمو کې وه

ریشي کپور، د ګڼو نور هندي اکټرانو سره د ریما د وروستي درناوی لپاره په مراسمو کې وو

ریما په وروستیو کې تر ډیره مرهټي فلمونو کې کار کاوه نو ځکه یې د مړینې له خبر وروسته وروستي ځل لیدو ته د مرهټي فلمونو ډیر فلم جوړونکي او اکټران هم ورغلي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply