د تحقیق اړیکې له نورو پوهنو سره/ پوهنیار سیداصغر هاشمي

0 1,046

د نن نه څوسلېزې له مخه ټول علوم ګډ وو او هغه څوک چې په ټولوعلومو پوهېده، دفيلسوف په نامه يادېده. د ميلاد نه مخکې ټولې پوهنې د کل په ډول مطالعه کېدې، خو د وخت په تېرېدلو يې جزيات پيدا کړه. له همدې امله علوم اوپوهنې يوله بله نژدې اړيکي لري اوپه مجرده توګه يې مطالعه سم نتايج په لاس نه راکوي.

د يو شاعر د  ښې پېژندنې لپاره مجبوره يو، ادبي علوم، د هغه وخت تاريخي واقعیات (تاريخي علوم) او ارواپوهنېز علوم مطالعه کړو، ترڅو چې د هغه دشعرونو، نثرونو او فکر ښه ارزيابي او پلټنه موکړي وي.

د څېړنې په ځينو روشونو او ميتودونو(کمپوزيت يا ډيالکټیک) کې مشترک وجوهات موندلی شو.

دغه شان د تحقيق په وخت کې څېړونکی بايد د څېړنې سربېره د نورو پوهنوسره هم اشنا وي، ترڅود نورو پوهنو په مرسته خپله څېړنه ښه سرته ورسوي.

څېړنه او کره کتنه: داچې پوهنې يوله بله سره اړيکې لري، دغه شان څېړنه اوکره کتنه يود بل لپاره لازم او ملزوم دي. علمي څېړنه له هغې طريقې، لارې، او روش څخه عبارت دی، چې پلټونکی اوڅېړونکی يې دعلمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم او ناسم ثابتول ټاکي، چې دا علمي حقیقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه ددې طريقې، لارې او روش په ذريعه څرګند او بيا خلکو ته وړاندې کړي، د علمي څېړنې په نوم ياديږي.

کره کتنې ته په عربي کې(نقد) او په انګريزي کې يې کرټيسيسزم بولي د يوناني ژبې له ( krinin)له کلمې مشتق شوې ده.کره کتنه (نقد) په اصطلاح کې ديوشي ښې اوبدې خواوې معلومول، ځان پرې پوهول اوکره کول دي. (۱)

پورتنو پېژندنوته په کتنه جوتېږي، چې(څېړنه) او(کره کتنه)دوه سره بېل څېزونه ياپه بله وينا د پوهنودوه ځانګړې څانګې دي. په ځينوبرخوکې سره ورته والی اوپه ځينوکې جلاوالی لري، خوددواړوترمنځ نږدې اړيکې شته اويودبل لپاره لازم اوملزوم دي. (۲)

يوڅېړونکی دکره کتنې د مهارت او صلاحيت له لرلوپرته څېړنه نشي کولای. دې خبرې ته موبايدپام وي چې يوازې پر حقايقو ولاړه څېړنه چې د ادبي کره کتنې مالګه ونه لري، هغه د څېړنې ډېره ابتدايي بڼه ده. ادبپوهان يې پوړاودرجه ډېره ټيټه ګڼي اودعلمي سند د حاصلولو لپاره نه منل کېږي.

ادبي څېړنه اوکره کتنه يوله بله اړين او لازمي دي، په دې معنا: چېرې چې څېړنه ده هلته کره کتنه ده او چېرته چې کره کتنه ده هلته څېړنه ده.

څېړونکي اوکره کتونکي دواړه دحقيقت اورښتياموندنې هڅه اولټه کوي. په ادبياتوکې کره کتونکی د اثرله تخليق اوپنځونې سره زياتې اړيکې ټينګوي، خو ادب څېړونکی يې له رامنځته کېدواو وروسته تاريخي بهيرسره.

څېړونکی چې د څېړنې په پايله کې کوم حقايق رابرسېره کوي، له هغو څخه ترهرچازيات اوړومبی کره کتونکی ترې ګټه اخلي.

د څېړنې او کره کتنې د شريکو وجوهاتوپه باب ختيځ پوهانو او لويديځ  پوهانوخپل ـ خپل نظرونه ورکړي دي او د اکثرو نظرونه دي، چې څېړنه او کره کتنه يو د بل لپاره د ملا او ګېډې په شان دي.

څېړنه له کره کتنې اوکره کتنه د څېړنې سره مستقيم اوغېرمستقيمې اړيکې لري، سيدعبدالله وايي: (رښتينې کره کتنه له څېړنې څخه سترګې نه شي پټولای.

څېړنه يوازې تاريخ نه دی، بلکې د وګړو د ژوندانه بشپړ پېښليک په غېږکې نيسي. څېړنه او کره کتنه يودبل سره رابطه لري.)

د څېړنې او کره کتنې خاص مواد تخليقي مواد دي، يعنې آر اواصل شی تخليق دی. له دې پرته د دواړو رامنځ ته کېدل ناشونې ده.

کره کتونکی له تخليق سره سروکارلري، خومحقق د تخليق له ايجاد او هم يې له وروستي تاريخ سره دلچسپي لري. د دواړو کار له تخليقاتو سره دی.

هندي ليکوال (دوکتورګيان چند)د ادبي څېړنې اوادبي کر ه کتنې يوشان والی او جلاوالی په تفصيل سره ښودلی، چې دلته يې ښيو:

ورته والی او يو شان والی يې پدې کې دی چې:

۱: ادبي کره کتنه اوادبي څېړنه د ادب ډولونه او تردغه نامه لاندې مطالعه کېږي. د دواړو کار ډېرسره ورته والی او يو شان والی لري، يعنې د حقايقو  کتنه، هغه ترک او ردول يامنل، د نتيجورا ايستل اوداسې نور. خوتوپير اوجلاوالی يې پدې کې دی چې:

۲: دواړود علم او پوهې ځانګړې څانګې دي. دڅېړونکي موخه اوغرض د پوهې زياتول او د کره کتونکي د پوهې نه خبرول دي. په څېړنه کې په موندلو او تر لاسه کولو ټينګار کېږي، خو په کره کتنه کې په مشاهدې کولو او کتنه. همدارنګه څېړنه خپل ډولونه لري او کره کتنه خپل، چې د دواړو ډولونه يو له بله ورته والی نه لري. د اثر د پېژندنې او د هنري ارزښت د معلومولو لپاره هڅه د ادبي کره کتنې اصلي ځانګړنه ده، خو په ادبي څېړنه کې هغه له ثانوي يا دويم  ارزښت او اهميت نه برخمن دی. (۳)

ډېرې پوهنې يو د بل سره اړيکې لري.اکثره پوهان په دې نظر دي، چې څېړنه او کره کتنه يو د بل لپاره حتمي دي، يعنې چېرې چې څېړنه ده هلته کره کتنه ده او چېرې چې کره کتنه ده هلته څېړنه ده، خوځينې پوهان ددې نظرپه خلاف څېړنه او کره کتنه يوله بله بېلې بولي، چې  په حقيقت کې دا يوه علمي تېروتنه ده.

د څېړنې او کره کتنې د رابطې په هکله دوه خبرې دي: اول دا چې کره کتنې ته له څېړنې څومره ګټه رسېږي، دويم دا چې څېړنه له کره کتنې پرته څرنګه بې هدفه کېږي. د کره کتنې په ډولونوکې تاريخي او ټولنېزه کره کتنه د څېړنې سره ډېره نږدې رابطه لري. په تاريخي کره کتنه کې د پنځونې د پېژندنې لپاره د پنځونکي پېژندل اړين ګنل کېږي، خو د هغې د تاريخي چاپيريال پېژندنې لپاره څېړنه پکار ده.

سيد عبدالله وايي: ( په تاريخي کره کتنه کې د يو اديب چاپيريال د تاريخ په رڼا کې کتل کېږي او د تاريخ په څېر ليکل کېږي.

کره کتنه که هر ډول وي، خو له تاريخ، پنځونو، ټولنپوهنې او ارواپوهنې سره نږدې اړيکې لري او د همدې اړيکو ته په کتو سره د څېړنې او کره کتنې تر منځ ډېر کم توپير ليدل کېږي.

د کره کتنې او څېړنې د پای موخه يوه ده. دواړه د ادب پېژندنه کوي، ادبي پنځونې مطالعه کوي اودلوستونکولارښوونه کوي. دڅېړنې موخه  د يوه اديب او د هغه د پنځونو په سمه توګه پېژندنه ده. (۴)

خلیل باور د څېړنې لارښود اثر کې وايي:د کره کتنه د ادبي تخلیقاتو شننه او پلټنه کوي او دا معلوموي چې د اثر کومه برخه ښه او کومه یې ښه نه ده. د کره کتنې لپاره خپل اصول دي او د کره کتونکي لپاره هم خاص مهارت د کره کتنې په باب په کار دی. که د کره کتنې ځانګړنې په لیکوال کې موجودې وي نو د ادبي تخلیقاتو ارزښت زیاتیږي.

که د کره کتنې شعور نه وي نو تحقیق بشپړ کېدای نه شي، یعنې تر سمې نتیجې پورې رسېدلای نه شي، محقق چې کله د تحقق لپاره تصمم ونیـسي او د تحقیق د مواردو په نظر کې نیولو سره ټول لومړني کارونه پای ته ورسوي، نو بیا هم کره کتنې ته ضرورت پیدا کېږي.

که ادب تاریخ لیکونکی د لومړۍ، دویمې او درېیمې دورې شاعرانو ډلبنده کولای ونه شي نو نه شي کولای چې د دې دورې شاعران او ناظمان سره بیل کړي، یعنې د تحقیقاتي لیکنو لپاره کره کتنه مهمه ده.(۵)

د څېړنې او کره کتنې توپير او تړاو: د څېړنې او کره کتنې په هکله ځینې خبرې پورته راغلي دي، څېړنه اوکره کتنه په ځینو برخو کې سره ورته والي لري خو کله کله سره توپير لري.

د موضوع د شرایطو په نظر کې نیولو سره د ځینو پوهانو نظریات او افکار د څېړنې او کره کتنې په هکله راوړم:ژباړه:

ـ بیټ سن وايي: څېړنه او کره کتنه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي او یو د بل عکس یا ضد نشي کېدای.دا دواړه یو د بل لپاره ضروري دي.

ـ رچرډ ایلټک د څېړنې او کره کتنې په هکله داسې وايي: محقق او کره کتونکی دواړه د حق د ثابتولو لپاره هڅه کوي، د کره کتونکي سرو کار د تخلیق سره وي او محقق د کره کتونکي مخکې او وروسته کارونو باندې څېړنه کوي.

څېړنه او کره کتنه سره بېل نه دي، دواړه د ادبي متن مطالعه کوي، دواړه د تخلیقي ادبیاتو په خارجي او داخلي مواردو بحث کوي. دواړه د حقایقو او منطق قدردانی کوي.

ـ د کاناډا مشهور څېړنپوه او کره کتونکی(جارج وهیلي) وايي: ښه محقق د کره کتنې پرته خپل د څېړنې کار وبار سم پر مخ وړلی نه شي. د کره کتونکي کار د محقق سره تړلی دی او د محقق کار د کره کتونکي سره رابطه لري. د څېړنې بغیر د کره کتنې کار نیمګړی وي.

ـ مشهور کره کتونکی(دویلک) وايي: ادب تاریخ لیکنه د کره کتنې پرته امکان نه لري، د ادب تاریخ په لیکنه کې د کره کتنې نه بغیر به یې کار نا سم وي. د اوس وخت او د زرو کالو مخکې تخلیقي ادبیات کره کتنې ته اړتیا لري. د ادب تاریخ لیکنې لپاره د کره کتنې په علم پوهیدل مهم اصل دی.

ـ د هند مشهور کره کتونکی ډاکټر نګیندر(ناګیندر) د څېړنې او کره کتنې په هکله داسې وايي: څېړنه او کره کتنه یو د بل سره رابطه لري. د اواړو د کار ساحه یوه ده.

د پورته اکثرو پوهانو د ویناوو پر اساس به دورمره ووایم چې:

ـ څېړنه او کره کتنه سره هم ربطه دي.

ـ دواړه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.

ـ دواړه د وظیفه توضیح او تشریح ده.

ـ دواړه حقیقتونه، صداقتونه، علتونه، اسباب او د نتایجو د لاس ته راوړلو وظیفه پر مخ وړي.

ـ د دواړو وظیفه د حقایقو اثبات دی.

ـ په څېړنې او کره کتنې پوهیدل او په دغو دواړو علومو صلاحیت درلودل د تخلیقي ادبیاتو لپاره مهم دي.

ـ د تخلیقاتو د سپړنې په هکله د دواړو علومو وظیفه مساویانه ده.(۶ )

له پورته خبرو اثبات ته رسېږي چې کله کله څېړنه د کره کتنې سره رابطه لري خو کله کله بیا یې لارې بېلې شي او په جدا جدا وظیفې پر مخ وړي.

څېړنه اوساينس: څېړنه اوساينس هم يوله بله سره اړيکې لري. د نورې نړۍ پوهنتونونواو علمي اکاډميوکې د يوتحقيقي اثرد ارزيابۍ لپاره يوډول ماشينونه موجود دي، د ماشينونو وظيفه داده، چې په اثرکې هغه برخې د ليکنې چې د محقق خپل فکر وي په نښه کړي او هغه چې يې د نوروکتابونو اخيستې وي په نښه کړي او وروسته د هغې اړونده مرجع د محقق ليکنه مثبته يا منفي ارزيابي کوي.

د(همانين Hinman)په نامه ليکوال يوداسې ماشين جوړکړ، چې د  يو اثر د حروفوتشخيص يې کولای شو.

که چېرې يوکس په ډېرپخواني کتاب اوسنی تاريخ ووهي اوياپه نوي کتاب ډېرپخوانی تاريخ ووهي، نود تورود موازنې اود ټايپ له تصوير اخيستنې اوکچ او ميچ کونې وروسته څرګندېږي، چېد پاڼواودچاپ مهال يونه دی. د امريکاپه کتابتونونوکې داسې لابراتوارونه شته چې هغه توري  ويني چې په سترګونه ليدل کېږي.

د رڼاپه بدلون سره داسې معلومولی شي، چې په خطي نسخه کې کوم توري وروسته ور زيات شوي دي. د وړانګو په وسيله وران  توري لوستلی شي اويادسوزيدلي کاغذليکنه لوستلی شي. که په کومه ليکنه رنګ لويدلی وي، نوتررنګ لاندې توري لوستلی شي.

يو مهال، د امريکا یو مشهور کتابتون ته یو اوبو وهلی کتاب یې راوړ، د کتاب سرپاڼه يې چې په ماشين کېښوده، نو يو لاسليک پکې ترسترګو شو، د نورې څېړنې لپاره يې کتاب بل کتابتون ته واستوه، وروسته دا څرګنده شوه، چې دغه لاسليک د اليزابت په زمانه کې د شکسپير دی. د کاغذ او د حروفو معلومول او د هغوی د لیکلو وخت معلومول د ساينس لپاره ډېره اسانه ده.

د يو ليکوال د شعري کلياتو د تدوين لپاره محقق مجبوره دی، چې د شاعر ټولې خطي نسخې پيدا کړي او که د خطي نسخوپه هکله کوم شک ولري، د نوي ساينس په برکت کولای شو، چې د خطي نسخې د کاغذ او حروفو د ليکلو وخت څرګند کړو. نو د څېړنې اړيکې له ساينس سره ښکاره دي او دغه اړيکې ډېر پخوانی تاريخ نه لري، ځکه چې نوی ساينس اوس پرمختګ کړی دی، او څېړنه خو ډېر پخوانی تاريخ لري.

په (۱۹۴۹) ميلادي کال د اردو ژبې نامتو شاعر غالب د ديوان خطي نسخه وموندل شوه، هغه يې ارسيوز لابراتوار ته ددې لپاره واستواله، چې معلومه کړي، چې کاغذ او روښنايي د غالب د ځوانۍ د وخت ده اوکه نه ده. نوپه اجتماعي او ساینسي علومو کې څېړنه له ساینس سره کلکه رابطه لري. (۷)

څېړنه او ژبپوهنه: څېړنه د ژبپوهنې سره هم رابطه لري، که چېرې يو محقق وغواړي، چې دسليمان ماکو په تذکرة الاوليا څېړنه پيل کړي، نو دى مجبوره دى، چې ژبني او ګرامري مسايل هم په نظر کې ونيسـي او ټولې ګرامري او ژبنۍ قاعدې يې وڅېړي، دلته دى چې ژبپوهنه د څېړنې سره مرسته کوي او څېړونکى کولى شي، چې خپل هدف ته د ژبپوهنې په واسطه ځان ورسوي.

که چېرې يو نااشنا کتاب لاس ته راشي، د اثرليکوال، د کتاب د ليکلووخت او هېڅ ډول داخلي او خارجي شهادت په کې موجود نه وي، يو ښه څېړونکى کولى شي، چې د ژبنیوځانګړنواو ګرامري خصوصياتو په نظر کې نيولو سره دا ثابته کړي، چې کوم وخت کې ليکل شوى دی، دلته د کتاب په تشخيص کې د څېړونکي سره ژبپوهنه ډېره مرسته کوي.

څېړنه او تاريخ: څېړنه اوتاريخ سره نږدې رابطه لري او يوازې تاريخ نه بلکې د ټول انساني ژوندتاريخ ورسره تړلى دی.

که چېرې يو څېړونکى پر خوشحال خان خټک تحقيق کوي او وغواړي چې خان بابا په صحيح او سم ډول د ټولو غلطيو نه مبرا خپلو خلکو ته وپېژني، نو څېړونکى بايد له تاريخه باخبر وي او د هغه وخت تاريخي، سياسي او اقتصادي حالاتو نه هم معلومات ولري، د يو شاعر د پېژندنې لپاره اکثره داخلي او خارجي شهادتونه په تاريخي مسايلو اتکا کوي.

که يو محقق غواړي چې ادب تاريخ وليکي نو مجبوره دى چې د يو ښه محقق سربېره يو ښه مورخ هم وي او له تاريخي ميتوده باخبر وي.

د ادبي تاريخ ليکوال بايد د يو ښه څېړونکى سربېره د وخت له تاریخي شرایطو پوره معلومات ولري.

د اجتماعي علومو او ساينسـي علومو لپاره تاريخ ته ضرورت پيدا کېږي. څېړنه که په هرې برخې کې وي تاريخي معلوماتو ته زياته اړتيا لري.

په معاصر طب کې د ګوزڼ د واکسين د جوړېدلو او تطبيق لپاره طبي څېړونکى مجبوره دى، چې دکوزن تاريخي سوابقو باندې ځان پوه کړي نو د ساينس او اجتماعي علومو لپاره تاريخ خاص ارزښت لري او په هرې ساحي کې د تطبيق خپل موارد لري.

څېړنه او ارواپوهنه:څېړنه دارواپوهنې او ټولنپوهنې سره مستقيمه اړيکه لري. هغه څېړنه چې د اجتماعي علومو په برخه کې کېږي، په خاص ډول د ارواپوهنې سره ځانګړې رابطه لري.

که چېرې يو ادبپوه د خوشحال خان خټک په فکر او نظرياتو باندې د ده په تخليقاتو کې بحث پيل کوي، نو څېړونکى مجبوره دى چې د ده د وخت محيطي تاثيرات،کورنۍ ژوند، د کورنۍ موقف، پرخوشحال راغلې ستونزې، د ده د کورنۍ شخړې او د ده پر خانۍ باندې د ارواپوهنې په رڼا کې بحثونه وشي.

يا استاد ګل پاچا الفت د وېښو ځلميانو د غورځنګ فعال او کليدي غړى و، د وېښو زلميانو د غورځنګ اهداف د ده په شعرونو او نثرونو کې له ورايه څرګندېږي، د استاد الفت په شعرونو او نثرونو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول د وېښو ځلميانو اهداف ښکاره کېدل يې اروايي خصوصيات دي، يا د استاد الفت سياسي فکر په شعرونو او نثرونو کې په دې دلالت کوي، چې سياسي محيط په دې تاثير کړى دى او د دې د سياسي شعرونو د څېړنې لپاره محقق مجبوره دى چې د دې د وخت د محيط سياسي حالات مطالعه کړي.

په اجتماعي علومو کې له څېړنې سره د ارواپوهنې رابطه ډېره زياته ده.

استاد روهي، څېړنې لارښود کې وايي: اکثره علومو د نورو پوهنو سره اړيکې لري او نه شي کېداى چې په مجرده توګه وڅېړل شي.

د مثال په توتګه د يو شعر د تحليل او تفسير لپاره بايد د شاعر سايکلوژيکي، تاريخي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي چاپېريال او داسې نورعوامل هم په نظر کې ونيسو او وګورو چې دغه شعر د ادب په تاريخ کې څه مقام لري.)

نود پښتو ژبې د هر شاعر د شعر د تحليل او تفسير لپاره يې ارواپوهنې ځانګړي اساسي اصل جوړوي او دلته دى، چې څېړنه د ارواپوهنې سره نژدې رابطه لري.

څېړنه او طب: طبي علوم د ساينسي علومو يوه برخه ده، لکه څرنګه چې څېړنه له ساينس سره اړيکه لري، دغه شان څېړنه د طب سره هم رابطه لري.

که چېرې يو څېړونکى د خوشحال خان خټک په طب نامې باندې څېړنه پیل کوي، مجبوره دى چې د طبي علومو نه هم باخبره وي.

د خوشحال په طب نامه کې د ناروغيو مخنيوى، درملنه، د دواګانو د جوړولو نسخې او د طبي بوټو شرح راوړې ده او په ځينو ځايونو کې د ابن سيناغوندې دسرله ناروغيو پيل کوي او د پښو په ناروغيو يې پاى ته رسوي.

کله کله د بدن له فزيالوجي هم غږېږي او د سالم بدن يا د بدن د سيالې لپاره ځينې فزيکي وسيلې توصيه کوي، چې د اوسنۍ زمانې فزيوتراپي يې بللى شو، د سکولوجي نسخې يې دومره نوې ښکاري چې ته به وايې يو معاصر سکولوګ کښلي دي. (۸)

د پورته يادونو په نظر کې نيولو سره څېړونکى بايد د طب نامې د ښې څېړنې په پار له طبه باخبره وي او د طبي علومو بغير د څېړونکي لپاره په طب نامې د تحقيق کول يو ستونزمن کار دى.

په (فرهنګيالي خوشحال) کې دوکتور اکبر وردک، طبيب شاعر، تر سرليک لاندې يو په زړه پورې څېړنيزه مقاله ليکلې ده، دا چې وردګ ډاکټر دى، د طبي علم په رڼاکې يې پرخوشحال څېړنېزهمقاله لیکلې ده، چې د طب او څېړنې رابطه يې له ورايه څرګندېږي.

څېړنه او فلسفه:څېړنه د کُل په ډول د اجتماعي علومو سره رابطه لري او د اجتماعي علومو، تاريخ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، فلسفه او داسې نورو علومو سره هم رابطه لري.

د غني خان د شعرونو د تحليل او تفسير لپاره څېړونکى مکلف دى، چې د فلسفې نه باخبره وي، د غني خان په شعرونو کې فلسفي شعرونه، اضدادو فلسفه او د عدم تشدد فلسفه په دې دلالت کوي، چې د ده په شعرونودتحقيق کولولپاره د فلسفي اثارولوستل هم اړين دي.

د فارسي ژبې عمر خيام د رباعياتو تحليل او شننې لپاره هم فلسفي افکارواو نظرياتو ته ضرورت ليدل کېږي، نو د فلسفې او څېړنې له نږدې والي هم سترګې نه شو پټولى.

په عام ډول څېړنې له نورو علومو سره هم اړیکې لري خو په خاص ډول مې د پورته څو نمونو یادونه وکړه او په همدې بسنه کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply