د سويډن محکمې په ښاغلي جوليان اسانج باندې د جنسي تيري د لګيدلي تور دوسيه لغوه کړه

0 1,036

د سويډن محکمې په ښاغلي جوليان اسانج باندې د جنسي تيري د لګيدلي تور دوسيه لغوه کړه.
جوليان اسانج چې د شپيلۍ وهونکو د خوځښت له بنسټ ايښوونکو څخه دی, په عراق او افغانستان کې يې د امريکا د پوځ د بشري حقونو ضد جنايات په ويکي ليکس ويبپاڼه کې افشا کړي وو. ښاغلی اسانج وروسته په سويډن کې پر څلورو جرمونو تورن شو چې يو جرم يې جنسي تيری و.
اسانج د 20122 کال د جون په مياشت کې په لندن کې د ايکوادور سفارت ته پناه يوړه او تر اوسه په سفارت کې استوګن دی. واشنگټن د اسانج افشاگري خپل امنيت ته گواښ گڼلی او امريکا ته د هغه د لېږد غوښتنه کوي.
اسانج د يادې جرمي دوسيې پر فسخولو خوښ شوی او ويلي يې دي, هغوي به هيڅکله هير يا ونه بخښي چې پر ده يې بهتان ويلې او دده حيثيت يې زيانمن کړی دی. اسانج هغه کسان پړه ګڼلي چې دی يې 7 کاله له عادي ژونده محروم کړی دی.
اسانج لدې خطر سره مخامخ دی چې که د ايکوادور له سفارته راووځي, نو هغه به گرفتار شي او امريکا ته به ورکړل شي.
اسانج څو کاله دمخه په افغانستان کې د امريکايي پوځ مظالم او جنايات په ډاګه کړي وو, خو دولتي مقاماتو, مدني ټولنو او روڼ اندو هيڅ ډول غبرګون نه و ښکاره کړی.
ع. عليمي ــ له آر ټي او نورو خبري سرچينو څخه!.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply