جمیعت علما اجتماع او د پښتون افغان ملي اتڼ/ثناءاعجاز ؛ ژباړن محمد ابراهیم

0 2,020

په پښتنو کې بیا په پښتونخوا کې ښځه ناقص العقله ګڼلی کیږي، په پښتني ټولنه کې ښځه په یوه داسې دایره کې راګېره ده، که چرته یې زره ورنه اخوا دېخوا ګام واخست نو ډول ډول تورونه ورباندې لګیږي او بیا د غیرت او دناموس په نامه وژلی کیږي. پښتنې ښځې ته د کور کلي او د ټولنې د عزت بار ورپه غاړه وي دغه دروند بار د هرې پښتنې په ولو بار دی.

څو ورځې وړاندې په پښتونخوا کې دوه لوی لوی پرو ګرامونه سره په یو وخت برابر شوي ول یو خوا د جمیعت اسلامي ډلې سل کاله پوره شوي وه او د هغو سلم تلین یې نمانځه او له بلخوا د پښتونخوا پښتنو افغانانو د خپل ملي اتڼ ورځ نمانځله چې د تاریخ په وږدو کې اتڼ د پښتني کلتور یوه ښه نمونه بللی کیږي، د پیښور په باغ ناران کې د پښتنو افغانانو اتڼ مېله جوړه شوې وه چې د پښتونخوا له ډېرو برخو څخه په کې خلکو ګډون کړی و او د یادونې ده، چې د پښتني کلتور په دغه مېله کې د نارینه و ترڅنګ ښځو هم په پراخه توګه ګډون کړی وخو برعکس د جمیعت اسلامي په غونډه کې ښځوته بلکول بلنه نه وه ورکړل شوې ځکه چې د جمیعت اسلامي ګوند خلک د ښځې پرمختګ نه مني او نه غواړي چې ښځه دې ددوی په مهمو ناستو کې ګډون و کړي له ښځو څخه دوی بیا د رایو په برخه کې ښه ګټه اخلي نوره ښځه یا د کور ده یا د ګور، خو افرین دې د پښتني کلتور اتڼ به جوړونکو باندې وایم چې له یوه ښه منظم پلان سره سره یې ښځو ته هم بلنه ورکړې وه او هغه یې په دغه کلتوري میله کې شریکې کړې وې او ډېر منظم انتظام یې ورته جوړ کړی و چې لوستې او نالوستې ښځو او سړیو په کې په پراخه توګه ګډون کړی و.

د اتڼ په هلکه با ید ووایم چې اتڼ د پښتنو افغانانو یو لرغونی دود دی چې په زرګونو کلونو تاریخ لري او پښتانه افغانان یې د خوشحالۍ په پروګرامونو کې کوي اتڼ نر او ښځې دواړه کوي پښتانه افغانان اتڼ ته ځانګړی ارزښت ورکوي اتڼ زموږ ملي لوبه ده.

د خوشحالۍ ځای دی چې د اتڼ په دغه میله کې نه یوازې ښځو نارینه و ته چکي ووهلې او په اتڼ کې یې ورسره برخه واخسته بلکې له ډولچیانو سره یې مالي مرسته هم وکړه او خپله ونډه یې له نارینو سره په سمه توګه ادا کړه، چې دا په پښتني ټولنه کې یوښه ګام ګڼلی شو.

د یادونې ده چې د اتڼ په دغه میله کې ټولو هلکانو لونګۍ په سر کړې وې چې په پښتونخوا کې ډېر کم خلک لونګس په سره وي کله چې د اتڼ میله پای ته ورسېده ښځو له هلکانو څخه لونګۍ واخستې او خپله یې په سر کړې او انځورونه یې ورسره واخستل.

پټکی یا لونګۍ له اره د کندهار نه پيل کیږي او په ټوله کې یې ټول پښتانه په مهمو مجلسونو غونډو ناستو کې په سروي لونګۍ د پښتني کلتور تر ټولو ستر ارزښت ګڼلی کیږي او پښتانه ورته په ډېر لوی ارزښت قایل دي چې د لونګۍ یادونه د پښتو په ادب کې لکه دلمر روښانه تاریخ لري.

ځه چې زو کابل ته دواړه وبه کړو سیالۍ

ځان له به پېزوان واخلمه تاته شمله ګۍ

دلته محبوبه خپل محبوب ته د زړه حال په یوه سندره کې بیانوي، که ددې خبرې عمق ته سړی وګوري دلته ښځې له نارینه سره برابر خپل نظر او نیت شریک کړی دی چې دا د پښتنې ښځې د برابرۍ او دجرت یوه ښه نمونه کیدلی شي او ددې ترڅنګ پېزوان د ځان لپاره او لونګۍ د نارینه لپاره په داسې حال کې چې د پښتنې د سینګار لپاره تر پېزوان قیمتي ارزښت لرونکي شیان نورهم شته خو دنارینه لپاره یا د خپل محبوب لپاره یې چې څه انتخاب کړي (لونګۍ) تر دې ستره معنوي ډالۍ په پښتنو کې نشته .

موږ د ښځو په اړه لیکو په دغه غونډه کې یوې ښځې له پګړۍ سره انځور اخستی و او هغه ورڅخه په خوالو رسنیو کې خپور شو چې دغه انځور د یوشمېر تنګ نظره خلکو احساسات را وپارول او یاده ښځه یې وغندله چې ولې یې له پګړۍ سره انځور اخستی دی په داسې حال کې چې یادې ښځې انځور د خوښیو او د مینې له امله اخستی و خو د غو منفي فکره او تنګ نظره خلکو هغه په ډول ډول نومونو تورنه کړه او دغه کار یې د پښتني کلتور خلاف وګڼلو چې دا په خپله ذات کې هېڅ حقیقت نه لري که چرته موږ د پښتني ادب تاریخ ته وګورو ډېر مثالونه مندلی شو چې په هغه کې د ښځو لخوانه پګړۍ ستایل شوې او مینه ورسره ښودل شوې چې زه یې د بیلګې په توګه یوه لنډۍ راخلم.

ستا له دنګې شملې ځارشم

په سره دا ستاده ګګه زه درسره ځمه

په دې کې بیا هغه خلک چې د ښځې پرمختګ د ټولنې پرمختګ ګڼي هغو بیا دا خبره هسې یوه پروپاګنډه بلله او دا خلک یې تنګ نظره او د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډونه بلل دلته د ښځې ژوند او د ښځې ارزښت او د ښځې په اړه فکرونه بیخي مختلف دي.

په یو ویشتمه پېړۍ کې چې د ساینس او د پرمختګ پېړۍ ګڼلی کیږي دلته هم د ښځې په وړاندې دوه ډوله نظریات وجود لري.

یوه ډله دا خبره کوي چې ښځه د کور ښکلا ده او د خپل خاوند د زړه د تسکین لپاره جوړه ده او بچي به ساتي او بس بله ډله بیا چې ازدا دخیاله دي او فکري ازادي او خپلواکي لري هغوی ښځه د ټولنې نیمه برخه ګڼي او په هره مسله کې د ښځې ګډون او نظر ورته مهم ښکاري او د ښځو له ګډون پرته هره میله هره غونډه او هره پرېکړه نیمګړې ګڼي او ښځه د ټولنې مهمه برخه حسابوي چې له بده مرغه ددغه نظریاتو خلک دومره کم دي چې د فیصدي هم نه جوړوي نو په دغه کشمکش کې ښځه خواره څنګه کولی شي چې خپل ارمانونه او خپله وړتیا او همدارنګ خپله ونډه د ټولنې په جوړښت کې ثابته کړي؟

لوی افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply