دهلمند اولسونو د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ غونډه وکړه

0 1,035

یاده غونډه چی دهلمندمدنی ټولني دمشرسردارمحمد همدرد په مشري جوړه سوي وه  پکی لسګونو دینی عالمانو ،قومی مشرانو ،ځوانانو او مدنی فعالانو پکی ګډون درلود

دوی ټولو په یوه خوله د اولسمشر ملاتړوکړ او زیاته یی کړه هغه کسان چی په هیواد کی سوله خوښونکي نه دی او د نورو په خولو دلته د حکومت پرضد ګنګوسي خپروی دوی ته د منلو وړ نه دی

دغه کسانو له حکومت ،اجرایه ریس او  اولسمشرنه غوښتنه وه کړه هغه چاچی د مدنیت په نوم یی دتحسن خیمی درولی او دحکومت ضدکړني کوی دغه کسان دی محاکمه کړاي سي

قومی مشرانو حوکړه وه کړه که چیری دسرپه قیمت هم وی نو دخپل سرپه قیمت به ددی هیواد او خاوری ساتنه په هروخت کی چی وی ترسره کړی

د هلمند مدنی ټولنی مشرسردارمحمد همدرد دخپلو خبرو پرمهال پرحکومتی چارواکو ږغ وکړچی دحکومت ضدکړیو مخه دی ونیول سی

هغه له اولسمشره غوښتنه وه کړه چی دمدنی فعالانو په نوم د ملی ګټو ضدعناصرو مخه ونیسی او دهغوی هغه خیمی  چی په کابل ښارکی یی غوړولي اودخلګو پروړاندی یی خنډونه جوړکړي ټولی او کسان دی یی محاکمه کړی

هغه د هلمند د اوسنیو حالاتو یادونه وکړه او زیاته یی کړه چی هلمندکی تربل هروخت امنیتی حالت سخت او خلګ په خوراسختو کړاونوکی ژوندکوي خو همداحالت د ورته معامله ګرو کسانو کار او دتنظیم او قوم په نامه سیاسیونو دنده وباله

هلمند کی سلګونو اولسی خلګو داسی مهال د اولسمشر ملاتړاعلان کړ چی کابل کی له هغه وورسته چی په یوه بریدکی ترسلو زیات کسان ووژل سول او سلګونه نور ژوبل سول یوشمیر کسانو دمدنی فعالانو په نوم ددولت دملی ګټو ضدشعارونه ورکړه او خیمی یی وه غوړولی.

په درنښت

دهلمند مدني ټولني زسنيز دفتر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply