تیرو ۱۷ کالو کوم امنیتي چارواکی په کور کیښنول شوی؟ یا یی استفا ورکړې؟/ نجم شینواری

0 925

تیرو ۱۷ کالو کي چې دا زرونه افغانان ووژل شو، کوم امنیتي چارواکی په کور کیښنول شوی؟ یا یی استعفا ورکړې؟ د دفاع وزرات په تیرو ۱۷ کالو کي ۱۲ کاله دوی سره وو، وزارت داخله ۱۴ کاله دوی سره دی، امنیت ۸ کاله دوی سره وو، اوس هم د دوي ۸۰ فیصده لنډغران پکې دي، کوم یو استعفا ورکړي؟ ولی چاودنې نه کیدلي؟ ولي مرګ ژوبله نه وه؟ نور خو څه کوې، په رڼا ورځ د دولتمشر کرزي مرستیال، د فواید عامې وزیر، د مشرقي زون مشر جاجي قدیر ووژل شو، چا استعفا ورکړه؟ ان تر ننه یی څوک نه یادوي؟ د هوایی چلند وزیر عبدالله نورستاني فکر کوم نومیده په رڼا ورځ دوی وواژه ، چا استعفا ورکړه؟ استعفا خو څه ان چی ولسي جرګی ترې صلاحیت واخلی بیا هم په چوکۍ نیغ ناست وې؟ یا بلې چوکۍ ته انتقال شې؟ بسم الله ولسي جرګی د کورنیو چارو د وزارت نه لري کړل، نیغ لاړ د دفاع وزارت به چوکۍ کیښناست؟ چی یو سړی د کور په ساتنه کی ناکام شي؟ بهر به څه کوي؟ همدا اوس د کابل امنیتي مسؤلین ټول د دوي دي، مخامخ مسؤل وزیر داخله دی، دوي یی استعفا نه غواړي؟ د استخبارتو مسؤلین د دوی دي، استعفا یی نه غواړي؟ د کابل ګردچاپیره حوزو مشران د دوی دي استعفا تری نه غواړي؟ اوله استعفا د چا غوړي د اتمر؟ اتمر وزیر داخله ده؟ که د امنیی قوماندان؟ که د داخلي استخباراتو مسؤل؟ که د حوزي مشر؟ ګارنیزون مسؤل نه استعفا غواړي؟ یعنی هغه باید لاري ورته پرانستي وای، چي دوی ارګ کي غویمنډ کړی وای؟ او یو انتحاري په ارګ کي دننه چاودیدلی وای؟ لاریون حق دی خو خبل اوصول لري، حق سره د واجباتو ..حقوق پرته د واجباتو نه وي،..
دا مونږ ته اخلاق راښيي…د کندوز سقوط سره والی په کور کینول شو، چي د دوي نه، نه وو، خو د امنيي قوماندان چي لومړی مسؤل دی، دوۍ ورته ګلان غاړه کی اچول؟ او د همدي قومندان په شتون کي کندوز بیا سقوط وکړ؟ چي څومره یی راسپړي د دوي بي ننګې او بي حسي او بي شرمې درته په ګوتو کیږي…….. خو اخلاق او وطن دوستی او حق خواهي درته بیا دوي در زده کوي!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply