د پنجشنبې ورځې په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د تایلینډ، مالیزیا او اندونیزیا حکومتونو د ۲۰۱۶م میلادي کال تر پایه له ۲۳۰۰ څخه زیات کډوال او پناه غوښتونکي ماشومان په خطرناکو توقیف خونو کې بندیان کړي.
راپور وایي، یاد هیوادونه د میانمار، بنګله دیش او افغانستان کډوالو لپاره چې استرالیا ته په مهاجرت ځي یوه ترانزیتي لاره ده، خو ډیری وختونه دغه کډوال خپل منزل ته نه رسیږي او په نیمه لار کې د یادو دریو هیوادونو لخوا ونیول شي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان مشر مایک ناول وایي، د ماشومانو سره باید دغه ډول چلند ونشي او د هغوی حقوقو ته په درناوی هیوادونو باید د ماشومانو توقیف په بشپړ ډول له منځه یوسي او پر ځای يې کډوال ماشومان په اجتماعي خیریه ټولنو کې وساتي او یا هم رضاکارو کورنیو ته د سرپرستۍ لپاره ورکړي.
همداراز نوموړي د استرالیا د ماشومانو د مهاجرت پالیسۍ په اړه وویل، “مونږ خوښ یو چې په دې وروستیو کلونو کې د استرالیا حکومت له خپلو توقیف خونو څخه ټول کډوال ماشومان ویستلي دي، خو بیا هم مونږ له استرالیايي حکومت څخه غوښتنه کوو چې په خپل هغه قانون بیا کتنه وکړي چې په ځینو حالاتو کې د دغه هیواد امنیتي چارواکو ته د کډوالو ماشومانو د توقیفولو اجازه ورکوي.”
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320