په داسې حال کې چې په دنیا کې ډېر خلک داسې دي چې رمضان او روژه نه پېژنې او ډېر داسې خلک دي چې پېژني یې خو په اهمیت یې نه پوهیږې ، او ډېر خلک داسې دي چې رمضان او روژه پېژني په فرضیت یې هم خبر دي او له فضیلت یې هم خبر دي خو روژه پکې نه نیسي نو د الله (جل جلاله) لک لک شکر چې مونږ ته یې هدایت کړی دی او د رمضان د مبارکې، فرضي روژې د نیولو توفیق یې راپه برخه کړو . د رمضان د فرضي روژې نه وروسته د شوال په میاشت کې شپږ نورې روژې نیول سنت دي، غوره عبادت دی او د ټول عمر د روژې ثواب لري حضرت ابو ايوب انصاري رضی الله عنه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : (ترجمه یې ده) چا چې د رمضان روژه ونيوله او بيا يې شپږ ورځې نورې د شوال ورپسې کړې دا داسې ده لکه ده چې ټول عمر روژه نيولې وي.
صحیح مسلم په يو بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې وضاحت کوي چې په شوال کې دا شپږ روژې د ټول عمر د روژو سره ولې برابرې دي فرمايي: (ترجمه یې ده) الله (جل جلاله) يوه نيکي په لس چنده قبلوي (په لس چنده ثواب يې ورکوي) نو يوه مياشت لس مياشتې شوې (يعني الله جل جلاله د دریو ورځو روژې ثواب د یوې میاشتې د روژې په اندازه ورکوي) نو چې ورپسې شپږ ورځې نورې هم ونيول شي نو دا دولس مياشتې شوې (او ١٢ مياشتې پوره کال وي) .
سنن ابن ماجه نو معنی دا چې ټول کال یې روژه ونیوله داسې چې کوم بختور هر کال تر وړوکي اختر وروسته په ټوله میاشت کې شپږ ورځې روژه ونیسي نو داسې شي لکه ټول عمر یې چې روژه نیولې وي . فایدې : لوی عالم امام ابن رجب رحمه الله ددې شپږو روژو فایدې داسې را ټولې کړي دي :
(۱) دا شپږ روژې نیول د ټول عمر د روژې برابر ثواب لري (حدیث یې پورته تېر شو) .
(۲) د شوال شپږ روژې داسې دي لکه د فرض مانخه نه وروسته سنت نو که په تېر فرضي عبادت کې څه کمی راغلی وي وروستنی سنت عبادت یې پوره کوي .
(۳) چاته چې الله جل جلاله د شوال د شپږو روژو د نیولو توفیق ورکړي ددې یوه نښه ده چې د رمضان روژې یې قبولې شوې دي ځکه چې د کوم بنده نېک عمل قبول شي الله جل جلاله ورته د بل عبادت توفیق ورکوي . (۴) هغه کسان چې د رمضان روژه په سمه توګه ونیسي الله جل جلاله ورته د ا ختر په ورځ بښنه کوي او د اختر په ورځ د ټولو عبادتونو ثوابونه ورکوي نو د اختر نه وروسته بیا ددې شپږو روژو نیول د بښنې او ثوابونو د لویو نعمتونو شکر دی . مسئلې:
١. کله چې ا خترتېر شي چې څه مشکل نه وي نو دا روژې زر ورپسې نيول مستحب دي ځکه الله جل جلاله فرمايي چې د نيکي په کار کې جلدي کوئ الله جل جلاله فرمايي : ترجمه : او په چټکۍ سره لاړ شى (لوري د) مغفرت ته له رب ستاسې نه او جنت ته چې د هغې فراخوالى لکه د اسمانونو او زمکې دومره دى تيار کړل شوى دى د متقيانو لپاره . سورة آل عمران
٢. د روژې نيوونکي خوښه ده که يې په يو ځاى نيسي او که د شوال په مياشت کې يې بيلې بيلې پوره کوي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم صرف ويلي دي چې چا د رمضان روژې ونيولې او بيا يې د شوال په مياشت کې هم شپږ روژې ورپسې ونيولې نو دا د اسې ده لکه د ټول عمر روژه او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نه دي ويلي چې دا روژې بايد سره بيلې بيلې وي او که په يو ځاى وي.
٣. هغه څوک چې په يو کال کې دا روژې ونيسي په هغه باندې لازمه نه ده چې بايد په بل کال کې يې هم ونيسي لکن مستحب ده چې هر کال یې ونیسي.
٤. که چا پدې شپږو روژو کې يو څو ونيولې او نورې يې بيا نشواى نيولى نو څه زور ورباندې نشته ا و نه ورباندې څه ګناه شته چې ده شپږ روژې ولې پوره نه کړي !! لکن د ټول عمر د روژې ثواب په هغه صورت کې دی چې انسان شپږ روژې پوره کړي.
البته چې په کومه ورځ کې په روژه کې شروع وشي او بیا یې خوښه شوه او یا ورته څه عذر شو ماته یې کړه ددې ورځې روژه په ده باندې شوه قضایی به یې را ګرځوي په نفلي عبادت کې چې شروع وشي ددې مکمل کول لازمیږي.
٥. په چا باندې چې د رمضان د روژي څه قضايي پاتې وي نو غوره خبره ده چې اول هغه پوره کړي ځکه هغه په ده فرض دي او دا شپږ روژې دده لپاره نفل دي لکن که بیا هم دا شپږ روژې نیسي او نفلي وروسته کوي نو روا ده . معنی دا چې مونږ د رمضان روژه ونیولی شوای نو هېڅ مشکله نه ده چې تر اختر وروسته د وړوکی اختر په میاشت یعنی شوال کې شپږ نورې روژې هم ونیسو د ټول عمر د روژې ثواب لري الله جل جلاله د ماته او زما لوستونکي ته توفیق ورکړي چې دا ثواب مو په برخه شي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320