د اختر د ورځې اړوند ګټی او تېروتنې/ عبدالله واحدیار 

0 1,502

اختر په اسلامي امت کې ستر ځای او ستر مقام لري. د اختر کلیمه د مسلمانانو په ذهنونو کې د خوښیو، خوشحالیو، ښکلاګانو، د سخاوت د غوړېدلو د سترخوانونو، میوو، غلو او دانو، ښکلو جامو او له خندا ډکو محفلونو خاطرې را ژوندی کوي. اختر د یو الهي ستر ازمون په وړاندې د بري نښه ده، چې په راتلو یې د انسان ضمیر، روح او روان غوړیږي او د نیوي او اخروي ښېګڼو د پانګې د زیاتولو لار خپلوي. سربیره پردی اختر له ځانه سره ځینی خاصی ګټی هم لری چی یو څو یی په لاندی ډول دی.

۱- خواخوږي او يووالی: د مسلمانانو د يووالي لپاره شریعت بېلابېلې لارې ټاکلي دي چې له هغو څخه يې يوه په جمعې سره لمونځ دی چې په دې سره د يوه کلي يا محلې خلکو ترمنځ اتفاق او اتحاد راځي بیا له نورو کلیو یا محلو سره د يووالي لپاره شریعت د جمعې لمونځ ټاکلی چې پکښې د څو کلیو او محلو خلک يوځای سره لمونځ ادا کوي څو د يو او بل له حالته خبر شي او که کوم ورور په ستونزه کې وي هغه ته د مرستې لاس ورکړي، بيا دغه راز د بېلابېلو کلیو او محلو د خلکو ترمنځ د يووالي لپاره شریعت د اختر لمونځ ټاکلی دی؛ نو ځکه سنت دا ده چې د اختر لمونځ جومات څخه د باندې په داسې لوی میدان کې ترسره شي چې د يوه ښار له ټولو خواوو څخه خلک ورته راشي او سره وويني، دغه راز د نورو هیوادونو له خلکو سره د يووالي لپاره شریعت حج ټاکلی دی چې د نړۍ له ټولو اسلامي او غیراسلامي هيوادونو څخه مسلمانان يوځای کيږي او د يوه له بل حال څخه ځانونه خبروي چې دا د حج له مهمو موخو څخه یوه ده

. ۲- د مسلمانانو ترمنځ پېژندګلوي: د اختر په لمانځه کې ټول خلک يو ځای سره لمونځ کوي څو د هغو مسلمانانو ترمنځ پیژند ګلوي رامنځته شي چې تر اوسه نه سره ندی پیژندلی او د هغو ترمنځ پېژندګلوي لا ټينګه شي چې له پخوا سره پيژني.

۳:- د مساوات (برابري) درس ورکول: څرنګه چې د اختر په ورځ شتمن او بې وزله، تور او سپين، دهقان او پانګه وال ټول سره يوځای کيږي او په يوه امام پسې لمونځ ترسره کوي چې دا مسلمانانو ته د برابري درس ورکوي داسې چې ټول مسلمانان سره برابر او وروڼه دي، دین يې یو، پالونکی يې یو، تګلاره يې يوه او د ژوند موخه يې يوه ده.

 ۴-: د الله له پیروۍ سره مینه پيدا کول: داسې چې په داسې ورځ چې شریعت د خوشالۍ لپاره ټاکلې ده بیا هم مسلمانان په ګډه سره يوځای کيږي او د الله پیروي کوي؛ نو په نورو ورځو کې خو لاباید زياته پیروي وکړي.

۵:- په ښیګڼه کې له یو بله مخکې کیدل: دغه راز د اختر لمانځه لپاره خلک عیدګاه ته ځي چې څوک وختي او څوک ناوخته ځي خو هرتن د دې کوښښ کوي چې له نورو مخکې شي، بیا هلته که بې وزله وي نو له بې وزلو سره د مرستې لپاره هم هر تن له بل څخه د مخکې کېدو کوښښ کوي چې د مسلمان صفت دا دی چې هغه به په ښېګڼو کې مخکښ وي، الله جل جلاله وايي: فاستبقوا الخیرات، په ښېګڼو کې له يو او بل څخه مخکې کېږئ. ډیری وخت خلک په اخترکی په ناپوهی سره ځینی کارونه ترسره کوی ددوی د خفګان او تاوان سبب ګرځی چی ځینی یی په لاندی ډول دی

۱:– ګناهونو ته مخه کول: ځينې خلک اختر له ښو اعمالو څخه د رخصتي په معنا اخلي، او په اختر کې ګناهونو ته مخه کوي او په کړنو دا ثابتوي ګواکې په اختر کې ورته د ګناهونو اجازه ورکړل شوې ده چې په دې سره د ښو اعمالو هغه سرمايه چې د روژې په اوږدو کې يې راټوله کړې ده، په اوبو لاهو کوي چې دا لویه بدمرغي ده، په اختر کې الله جل جلاله دوه رکعاته لمونځ د دې لپاره را وټاکی څو په خوشالۍ کې راڅخه الله جل جلاله هير نشي، شاعر وايي: لیس العید لمن شرب واکل …. انما العید لمن اخلص لله العمل. ژباړه: د هغه چا اختر نه دی چې يوازې خوراک او څښاک وکړي، بلکې اختر خو د هغه چا دی چې خپل کړه وړه الله ته خالصه کړي

. ۲: اسراف: ځينې خلک په اخترونو کې اسراف کوي داسې چې ډول ډول خواړه پخوي او خوري يې چې دا ډېر زیانونه لري لومړی دا چې له دې سره د انسان د هاضمې سیستم بې اعتداله کيږي دویم دا چې شتمنو سره بې وزله خلک سیالي کوي او د وس نه درلودلو په صورت کې پورونه اخلي، دريم دا په اسراف کې راځي چې هغه ناروا کار دی.

 ۳ :کنسرتونه دائرول او ورته تلل: ځينې تلويزوني چېنلونه د اختر خوشالۍ په کنسرتونو لمانځي حال داچې اختر یوه دیني خوشالي ده، په ګناه باندې يې لمانځل سخته ګناه ده، بله دا چې د کافرانو عادت دی چې هغوی د خوشالۍ ورځې په کنسرتونو، ډولونو، بدلو، په شراب څښلو او فحاشي باندې لمانځي، دغه راز په داسې کړنو مو خوشالۍ په بدبختیو بدليږي او په روژه کې لاس ته راوړی ثواب مو له منځه ځي او هغه کسان چې ستاسې له لارې دا پروګرام تعقیبوي د هغوی ټولو دګناهونو پېټی هم پرتاسې اچول کيږي

. ۴: قمار کول: ځينې خلک په اخترونو کې چارمغز يا هګۍ جنګوي یا داسې نورې ناروا کړنې کوي، پام مو وي چې داد شیطان کړنې دي او سخته ګناه ده.

 ۵: غیر سالمه سیالي کول: ځینې خلک په اخترونو کې له نورو سره په ګناهونو، بې ځایه لګښت او دې ته ورته کړنو کې سیالي کوي چې دا شرعا ناسالمه سیالي ده، مسلمان سره ښايي چې په پيروي، ښو کړنو کې له نورو سره سیالي وکړي.

 ۶: بې پردګي: ځینې خلک په اخترونو کې داسې لباس کوي چې نرۍ یا تنګ وي دغه راز ځينې ښځې د اختر په ورځ ځانونه سینګاروي او بیا يو له بل کره ځي حال دا چې په شریعت کې ښځې ته روا نه دي چې له خپل مېړه پرته بل چا ته ځان ښايسته کړي، دغه راز د دوی د سینګار له امله نور خلک هم د بدنظرۍ په ګناه اخته کيږي؛ نو باید خپلې خويندې، میندې او مېرمنې له داسې کړنو څخه را وګرځوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply