ولسمشر: پرکندهار د څلویښت کلن ناورین پاڼه باید واړه ول شي

0 1,103

عزيزاحمد تسل

تېره شپه د لوی کندهار شاوخوا (۵۰۰) لوستو ځوانانو له ولسمشر اشرف غني سره د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې وکتل، په دغه کتنه کې ولسمشر د لوی کندهار له ځوانانو وغوښتل چې د نظام په جوړ ولو کې ور سره مرسته وکړي او پر کندهار د څلویښت کلن حاکم ناورین پاڼه بدله کړي او کندهار یوځل بیا د افغانستا هغه زړه وګرځوي کوم چې څلويښت کاله پخوا و.

ولسمشر د لوی کندهار د ځوانانو یو والی و ستایه او هیله يې وکړله چې د افغانستان د اباد ولو لپاره یو مټی شي او ده ته د لوی کندهار د امنیتي او تعلمیي وضعیت د ښه کولو تر څنګ د هر ډول رغنیزو کارونو لپاره ترحې وړاندې کړي.

نوموړي د لوی کندهار  د ټولنې له استازو څخه وغوښتل چې د یادې سیمې د کدرونو لیست برابر او ده ته وړاندېدې کړي، تر څو د افغانستان په هر ولایت کې د لوی کندهار ځوان کدرونه د نظام د پیاوړتیا لپاره په دندو وګوماري.

اشرف غني وویل کندهاریان هم باید د ننګرهاریانو په شان د افغانستان هر ولایت ته ولاړ شي او هلته د حکومتي ادارو د پياوړي کولو لپاره په قوت کار وکړي.

په دغه دوه ساعته ناسته کې د لوی کندهار د ټولنې مشر شریف عليزي او هیلې بارکزي د کندهار د اوسني ترینګلي امنیتي وضعیت او په خاصه د ښځو د تعلیم او روغتیا په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.

شریف علیزي وویل:«موږ په کابینه او ټیټو بستونو کې د لوی کندهار حق په مشروع توګه غواړو، او د نظام د پیاوړتيا لپاره هیله کوو چې د لوی کندهار کدرونه په دندو وګومارل شي.»

همدارنګه يې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د تعلمي کمزوري سیستم د پیاوړي کولو او د بیا رغونې د کارونو تر څنګ دې په کندهار کې نظامي پوهنتونو او سمارټ (ځیرک) ښوونځي جوړ شي.

بل پلو د ښځو په استاز ولۍ هیلې بارکزۍ په کندهار کې د ښځو پر تعلمي، روغتیايي او ټولنیز ناوړه وضعیت خبرې وکړې، نوموړې وویل چې د یادو ولایتونو په مرکزونو کې د ګوتو په شمېر ښوونځي لري، همدارنګه يې غوښتنه وکړله چې د ښځو لپاره ځانګړی پوهنتون او په ښځینه ښوونځیو کې د ښځینه معلمینو مقررۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.

له اختر وروسته د ولسمشر اشرف غني دا دویمه لویه لیدنه ده چې د یو شمیر ولایتونو له ځوانانو سره تر سره کیږي، تېره جمعه د لویې پکتیا ځوانانو هم له ولسمشر سره کتلي او خپلې ستونزې يې ورته وړاند کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply