د پاکستان نوي عمليات به حالات نور هم کړکېچن کړي

0 751

د پاکستان پوځ خبر ورکړ چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه يې د شوال او راجګال په درو کې د خيبر فور په نامه پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.
د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور وايي، په دغو عملياتو کې به ځمکنۍ قواوې د ترهګرو پر پټن‌ځايونو بريدونه کوي او هوايي ځواک به یې ملاتړ کوي.
د ده په خبره، د پاکستان پوځ وروسته له هغه دغه اقدام وکړ چې ګواکې د ده په خبره، تر ډېورنډ دې غاړې ته د داعش فعاليتونه ډېر شول او دوی غواړي په دې توګه د ډېورنډ پورې غاړه، د داعش له خطره خوندي کړي.
داعشيان څوک دي او افغانستان ته له کومې خوا راځي؟
رښتيا خبره دا ده چې داعشيان نيم يې پنجابيان، نيم يې د پورې غاړې پښتانه دي چې په وسلو بار د پاکستان د استخباراتو تر نظر لاندې راتېرېږي او تر ډېورونډ کرښه دې غاړې ته خلک پر بمونو کښېنوي، ماشومان په منځ پرې کوي، کورونه سوځي او سل او زر نور جرمونه او رذالتونه دي چې د افغان ولس پر اولادونو يې کوي.
پاکستان دغه اقدام د داعش له وېرې نه دی کړی، بلکې دا يو جنګي تاکتيک دی چې پوځ يې د افغانستان د ناارامه کولو له‌پاره کاروي.
په دې وروستيو کې تر کرښه دې خوا پرله‌پسې افغان سرتېرو د داعش مرکزونه په نښه کړل او درنه مرګ ژوبله يې ورواړوله.
تر ډېورنډ کرښه دې غاړه، يو په بل پسې د داعش مشران ووژل شول، نيم يې ونيول شول، نيم په ټپي حالت کې پاکستان ته وتښتېدل او هغوی چې ټاکل شوې وه افغانستان ته راشي، له وېرې په پاکستان کې سرونه په تخرګو ننه‌ايستل.
د ای‌ايس‌ای او پاکستاني پوځ وروستی اقدام له همدې ځايه پيلېږي.
هر وخت چې تر ډېورنډ کرښې دې غاړې ته ترهګر سخت ځپل شوي، سيمې ورڅخه پاکې شوې دي او ترهګر پاکستان ته اوښتي، هلته يې پاکستان پر ضد همداسې عمليات پيل کړي.
پاکستان په دغسې عملياتو کې ترهګر نه وژني، يوازې يې لکه د مردارې مچان پاروي او دې خوا ته يې راالوځوي.
په وزيرستانونو کې د پاکستان پوځ ضرب عضب او ردالفساد عمليات، چې اوسني خيبرفور يې هم يوه برخه ده، ښه بېلګه ده.
په ضرب عضب او ردالفساد کې يوازې د پښتنو پر کورونو بمبارۍ وشوې، هغه سيمې چې لاسرسی ورته سخت و او ترهګر په‌کې مېشت وو، پاکستاني پوځ وسلې وروسولې، پر جګړه‌مارو يې ووېشلې، افغانستان ته يې راوشړل او نړۍ ته يې وښوده چې ګواکې د ترهګرو پر ضد يې عمليات کړي دي.
رښتيا دا ده چې د پاکستاني پوځ هر عمليات د ترهګرو نه، يوازې ډېورنډ کرښې ته د څېرمه پرتو پښتنو او افغانانو پر ضد کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت او نور امنيتي ارګانونه بايد سر له همدا ننه، تيارسئ وو اوسي او پرې نه ږدي چې له کرښې کوم ترهګر دې خوا ته راواوړي. کنه بيا به دلته د ډېرو ځوانيو سر ته ناست يوو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply